الجمعة، ١ صفر ١٤٢٩ هـ

خالص بابا د اسلامي مبارزې او سرښندنې اتل

حمدالله شهيدزاده
مولوي محمد يونس خالص(رح) په رِښتيا سره خالص و، اسلام ته مخلص و، جهاد ته مخلص و، هېواد ته مخلص و؛ لنډه دا چې په رښتينې مانا مسلمان و، په رښتينې مانا بابا و، او په مړينه يې په ځانگړې توگه د افغانستان مجاهد ملت له يو داسې ستر انسان څخه څښتن تعالى بې برخې کړ، چې بېلگه يې په دې پېړيو کې نه لېدل کېږي.
محترم خالص بابا(رح) چې جهادي مشر و، د پوهې او ځېرکتيا سمبول و، د اسلامي مبارزې او سرښندنې اتل و، د خپلې خاورې ار(اصلي) ساتونکى او د خپل گران هېواد د سوکالۍ ارمانجن و، ډېره سپېڅلتيا يې لرله او په همدې ډول په نورو ځانگړنو يې د بابا لقب گټلى و.
محترم خالص بابا(رح) د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو د گندمک د قاضيانو په کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولې وې، لومړنۍ زده کړې يې په خپل کور کې له خپل ماما ملا عبدالرزاق څخه وکړې او په لوړو زده کړو پسې يې له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره بستره تر شاه وتړله او د لرې پښتونخوا په تورو مايار، مردان، چکۍ سر، چج، اکوړه خټک او نورو سيمو کې وکړې او خپل د فراغت سند يې په اکوړه خټک کې له مولانا عبدالحق حقاني څخه ترلاسه کړ.
محترم خالص بابا(رح) يو جيد عالم و، د ديوبند له وتلو او منلو علماوو له فيضاتو يې هم گټه اخستې وه.
له فراغت وروسته خالص بابا (رح) په هېواد کې د ديني ښوونې په تدريس او د ناپوهۍ د پاى ته رسولو لپاره خپله د ليکاڼي(قلمي) مبارزه روانه ساتلې وه.
په ١٣٣٢ل کې يې د خپلو ليکنو او قلمي مبارزې څرک له پخوا نور هم زيات شو. په مجلو او ورځپاڼو کې يې ليکنې کړي، چې د پام وړ يې د پيام حق او په پکتيا کې د وړانگې ورځپاڼې چې په پښتو ژبه خپرېده چلول دي.
خالص بابا(رح) چې کومې لېکنې کړي هغه که څه هم پوره مالومې نه دي، خو هغه چې د رسالې په څېر خپرې شوي هغه د گران ورور عرفان الله څپاند په زيار راټولې شوي هغه پوره او ټولې نشو گڼلى، امکان لري چې د بابا ټولې ليکنې که نثر وي که شعر راټولې او د لوستونکيو لپاره د گټې اخستنې وړ وگرځي، خو بيا هم د بابا هغه ليکنې چې د کوچنيو رسالو او د کتابو په بڼه پيدا کېږي يو څو يې دا دي:
١- ديني ملغلرې
٢- شرح العقيدة الطحاوية_ ژباړه(پښتو)
٣- شرح العقيدة الطحاوية_تاليف(عربي)
٤- عقل تقليد او دنيوي گټې وټې
٥- اسلامي روح
٦- د اسلامي عالم نن او پرون
٧- المفاتيح_مفتاح الصرف(لومړۍ برخه)(پښتو)
٨- اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ(ژباړه)
٩- دين او اسلامي تمدن(ژباړه)
١٠- روح الاجتماع
١١- ژوندي اشعار(شعرونه)
١٢- دامونه او دانې(شعرونه)
١٣- تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)
١٤- خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه(شعرونه)
١٥- اسلامي جهاد او گټه يې
١٦- زه څوك يم او د څه لباره مبارزه كوم؟
١٧- من انا ولمادا اجاهد؟
١٨- پښتون قوم او د هغوى وظيفه
١٩- دوه مقالې(لومړى ټوك)
٢٠- دوه مقالې(دويم ټوك)
٢١- حكمتيار صيب څه وايي؟
٢٢- رمضانيه
٢٣- حقيقي مجاهد څوك دى او بايد څه وكړي؟
٢٤- موقف حزب اسلامي(دري)
٢٥- جهادي لار او لارښوونې
٢٦- ازموده را ازمودن خطا است(پښتو)
٢٧- مجاهد ملت ته پيغام
٢٨- د حج لارښوونكى
٢٩- د اسلامي حزب نوې اساسنامه
٣٠- د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى
٣١- باغي څوك دى؟
٣٢- ديني گټې وټې
٣٣- ناوړه دودونه
٣٤- ښځه او نارينه يا د انساني ټولنې دوه وزرونه
٣٥- حساب...
او په لسگونه دېته ورته نور........
سربېره پر دې يې له گهيځ اونيزې سره د ليکاڼي(قلم) مرسته د پام وړ ده، چې د وخت ظالم چارواکو څو واره په سپينو او رښتيا ويلو مجازات کړى هم دى او همدا لامل و چې د پاکستان قبايلي سيمو ته مهاجر شو.
له هجرت سمدستي وروسته د خپلو مخلصو مجاهدو ملگرو په راټولولو سره يې د وخت ناودو ته ښه په کلکه ټټر وواهه او په همدې ترڅ کې يې په ١٣٥٨ل د تورې بوړې په نامه يو غټ جهادي مرکز پرانېست.
توره بوړه مرکز کول
توره بوړه د اگام او پچير د ولسوالۍ د اگام د تنگي د سليمانخېلو په سيمه کې پرته ده، که څه هم خپله توره بوړه د يوې غونډۍ نوم دى، خو د خالص بابا(رح) له مرکز کولو وروسته هغه ټوله سيمه اوس په همدې نوم يادېږي.
توره بوړه هغه سيمه ده چې له پخوا څخه تل د سنگر په توگه کارول شوې او په غېږه کې يې لويې لويې سمڅې د يرغلگرو د ځواب کلکې مورچې گڼل کېږي. توره بوړه د لوى تاريخ له لرلو سره په خواکې مجاهدينو ترې د خپلو وينو په بدل کې ساتنه کړې ده.
توره بوړه له روسانو سره له جهاد وروسته هغه وخت مشهوره شوه، چې په ١٣٨١ل کې عرب مجاهدين يې غېږې ته ورغلل او د امريکا له پوځيانو سره يې کلک مقاومت پيل کړ. توره بوړه نه يوازې دا چې يو جهادي مرکز و، بلکې د مجاهدينو لپاره يې تل د يو ستر ديني مرکز بڼه لرلې.
تورې بوړې د ختيځو ولايتونو لپاره مجاهدين روزلي، بلکې له همدې ستر مرکز څخه د هېواد د نورو سيمو مجاهدين هم روزل شوي. د تورې بوړې په غېږه کې چې د خالص بابا(رح) تر روزنې لاندې کوم قومندانان وروزل شول د هغو له ډلې څه يې له روسانو سره په جهاد کې د سپېڅلې کلېمې قرباني شول او د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، چې د ځينو نومونه يې : شهيد مطيع الله خان، شهيد شېخ ملاخېل، شهيد خميني، شهيد روزالدين خالد، شهيد انجينر محمود او شهيد کوکي خېل د يادونې وړ دي.
توره بوړه په جهادي مبارزه کې يو نه هېرېدونکى نوم دى، چې په اورېدو يې د ښکېلاک حواص کمزوري کېږي.
خالص بابا(رح) يوازينى مشر و، چې د جهاد ډگر ته به له نورو مجاهدينو سره يوځاى تلو او له مجاهدينو سره به يوځاى د کاروان په سر کې روان و. د بابا هغه جهادي يونونه(سفرونه) چې داخل کې يې کړي دي په هغې کې په ختيځ، جنوب لويديځ او جنوب ختيځ کې يې د پام وړ دي. په جنوبي ولايتونو کې يې له محترم جلال الدين حقاني او محترم شهيد مطيع الله خان سره ياد ولى شو.

د خالص بابا(رح) ځينې ځانگړتياوې:
بابا داسې ځانگړتياوې هم لرلې چې ما فکر کاوه، چې گوندې بابا د څښتن(ج) ولي دى او په دې چې بابا ډېر عاجز خوى درلود او ځان به يې تر ټولو عاجز گڼلو، دا يې نه گڼله چې زه يو ستر جهادي سرلښکر يم، د يو عادي وگړي غوندې چې څوک يې لېدو ته راتلل، نو بې له کومې ستونزې به يې ليدو، بله ځانگړتيا يې دا وه چې د درې نۍ(دوشنبې) او شپږنۍ(پنځشنبې) په ورځ به يې روژه نېوله، بله ځانگړتيا يې دا هم وه چې خالص بابا(رح) د قرانکريم يو جيد حافظ و، نو هره ورځ به يې پوره درې سېپارې تلاوت خامخا کاوه او سربېره پردې کله به يې چې وخت وميند نو تلاوت ته به يې مخه کوله، په تېره هغه وخت چې خالص بابا(رح) به يون(سفر) کاوه، نو خپل يون به يې په تلاوت سره لنډولو.
څرگنده ده چې له قرانکريم سره يې له ډېرې مينې له امله په جمرود کې يوه ستره مدرسه د معذورو حافظانو لپاره جوړه کړې وه چې ډېر شاگردان يې درلود او تر څنگ به خالص بابا(رح) د همدې مدرسې حافظانو ته معاش هم ورکاوه او د مجاهدينو لپاره به يې ترې د بري دعاگانې غوښتې.
ددې ترڅنگ يې بله د پام وړ کړنه دا ده، چې په پېښور کې يې د الهجرت والجهاد په نوم لسگونه مدرسې جوړې کړې، چې لوړه څانگه يې لومړى په بورډ او بيا په شمشتو کې وه او اوس هم ده، چې د ديني ښوونو تر څنگ عصري تعليمات هم لري.
بابا يو ډېر زړه سواندى انسان و، د شهيدانو له يتيمانو سره يې بې کچې خواخوږي لرله؛ کله چې زما پلار له روسانو سره په مخامخ جهاد کې شهيد شو، نو د هغې صله رحمۍ له مخې چې خالص بابا(رح) د شهيدانو له بچيو سره لرله، نو د همدې زړه سواندۍ له امله يې زه له ځان سره گرځولم او د خپل بچي په بڼه يې روزلم.
بابا د طاغوت پر وړاندې د وسله والې مبارزې سره سم قلم هم گرځولى او هيڅکله يې له گوتو نه دى غورځولى. هر چا به چې په رسنيو کې د جهاد پر ضد او يا نور ناانډوله څه وليکل، نو خالص بابا به د قلم پر ژبه غاښ ماتونکى ځواب ورکاوه.
يوه بله ځانگړتيا يې دا هم وه، چې د مجاهدينو به ډېره خوښېده هغه دا چې زړه سوانده، مينه ناک او بخښونکى انسان و، په خپلو منځو کې به چې کوم کار له چا خراب شو، نو که پر بخښنه به خلاصېدو، نو بابا به يې د بخښنې لاره غوره کوله او که له دې به تېر و، نو بابا به له پوره ځيرکتيا څخه کار اخيست.
د خالص بابا(رح) شخصيت پېژندنه له محراب، ممبر او سنگر سره له زياتې علاقې لرلو څخه ښه په ډاگه کېږي. په محراب يانې د الله(ج) په خوښولو او ممبر يانې د حق په ويلو او رسولو او سنگر يانې په جهادي مبارزه کې پرمختگ چې پر همدې منلى او غښتلى شخصيت و.
خالص بابا(رح) د پوره فکر څښتن و چې تر اخره يې خپل مسير بدل نه کړ، نه د چا په چاپلوسۍ وغولېد او نه هم د چا د زور ښکار شو، تر اخره په خپل در يځ ولاړ او د پوره اسلامي شريعت غوښتونکى و.

د کمونېست رژيم له راپرځېدو وروسته
پر سرو لښکرو او پر کمونېستانو له بري وروسته بابا يو وار بيا خپل ولس ته دا څرگنده کړه، چې زما مبارزه يواځې او يوازې د څښتن(ج) د خوشالولو لپاره وه او څرگنده بېلگه يې همدا وه چې د خپلمنځي جنگونو په وخت کې د چوکۍ(ناست دړې) او قدرت پر سر په خپلمنځي جنگونو کې ښکېل نه شو.
هغه جگړې چې له يوه لوري د اسلامي جهاد ثمره ضايع او د کابل په گډون د ټول افغانستان د تباهۍ، بربادۍ او د عامه ولسي وژنو د مرگ، درد او سپکاوي لامل وگرځېدې او له بل لوري يې له هماغه مهاله هېواد ته د بهرنيو يرغلگرو ځواکونو د راتگ لاره هواره کړه.
په دې ناروا او د قدرت په سر جنگونو کې ډېرى جهادي مشران ښکېل او په دې کړنې په کولو خپل ملت ته مخ تور او د هېواد په تاريخ کې د بدنامو څېرو په توگه وپېژندل شول، خو د څښتن(ج) لورونه وه چې خالص بابا(رح) يې د خپلمنځي او د سپکاوي له جنگونو څخه لرې وساته. نه يوازې چې خالص بابا(رح) په دې کړنه کې ښکېل نه شو، بلکې هغه غونډې يې هم محکومې کړې چې په دې اړه په داخل او خارج کې کېدې او په اړه به يې ويل چې له دې غونډو څخه ماته د وينو بوى راځي.
د يادونې وړ ده چې د خالص بابا له کړنو يوه داده، چې د مکې مکرمې له امام او له علماو کرامو سره يې يوځاى د خپلمنځي جگړې د پاى ته رسولو لپاره هڅې او غونډې کړي او په دې اړه يې نه ستړې کېدونکې منډې ترړې وهلي او د جگړې ښکېلو ډلو ته يې وخت په وخت وفدونه لېږلي؛ د يتيمانو، کونډو رنډو او شهيدانو يادونه يې ورته تازه کړي او د خپلمنځي ناروا جنگونو په بدو پايلو يې پوه کړي، خو بيا هم ورته د ښکلېلو ډلو له لورې د نه پاملرنې له امله بې پايلې شوي او وخت په وخت په هېواد کې د جگړې غوښتونکو ډلو له لورې ورته د ټوپک د شپېلۍ په ژبه گواښونه شوي، چې بېلگه يې د کابل جلال اباد پر لاره پر خالص بابا(رح) بريد و، چې د څښتن(ج) په فضل وژغورل شو.

دا کږې پوښتۍ به هيڅوک سمې نه کړي
سم کاږه دي پيـدا شـوي پـــــه خــــــپل وار
خالص بابا(رح)

خالص بابا(رح) تل خپلمنځي جنگ بد گڼلو او لکه مخکې مو چې ياده کړه چې خپلمنځي جنگ د اسلام، هېواد او وگړو په زيات تمامېږي؛ نو ځکه خالص بابا(رح) تل خپل جهادي قومندانان او نور له خپلمنځي جنگ څخه راگرځول، چې په دې اړه د شمالي سيمو د قومندان کېسه يې مشهوره ده،هغه دا چې قومندان ورته راغلى و چې مولوي صيب زمونږ په سيمو کې خپلمنځي جگړې تر اوجه رسېدلي او اوس زمونږ تر دروازې رارسېلي، نو څه لارښوونه راته کوې چې څه پرې وکړو، نو خالص بابا(رح) ور غبرگه کړې وه، چې په خپلمنځي جگړو کې ښکېل کېدل نامناسب دي او ستا عزت په دې کې نه دى چې ورښکېل شې بلکې ستا عزت په دې کې دى چې په لاس گاډي کې روميان او پياز خرڅ کړې، خو خپلمنځي جگړو ته ورونه لوېږې.
کله چې خپلمنځي جگړې په هېواد کې تر اوجه ورسېدې، نو خالص بابا(رح) د کابل د بوتخاک په سيمه کې خپل ټول قومندانان او د تنظيم لوړپوړي ارواکي او مشران راټول کړل او ټولو ته يې د خپلمنځي جنگ بدې پايلې په گوته او پرې يې نښودل چې په خپلمنځي جنگ کې ورگډ شي او څرگنده يې کړه چې د خپلمنځي جنگونو هيڅ لوري ته ميلان نه لري او نه ورسره برخه اخلي.
د خپلمنځي جگړو په اړه خالص بابا(رح) ډېر شعرونه وويل او ډېرې ليکنې يې وکړې، خو چا يې خبرې ته غوږ کېنښود او همدا لامل و، چې هېواد مو د ستر نړېوال لوبغالي ډگر وگرځېد.

ليست هناك تعليقات: