الأربعاء، ٩ ذو الحجة ١٤٢٨ هـ

خالص بابا(رح) د امريکا له پخواني ولسمشر ريگن سره

خالص بابا(رح) د امريکا له پخواني ولسمشر ريگن سره په ليدنه کې، چې په همدې ليکنه کې يې ريگن ته د اسلام بلنه ورکړه.
د خالص بابا فرهنگي ټولنه هېوادوالو ته د لوى اختر مبارکي وايي

د خالص بابا فرهنگي ټولنه ټولو هېوادوالو ته د نېکمرغه لوى اختر مبارکي د زړه له کومې ورکوي او ټولو هېوادوالو ته راغلى لوى اختر په خوښۍ او خوشالۍ سره غواړي او لوى څښتن ته لاسونه لپه کوي، چې هېواد دې تل سوکاله او خپلواک لري او تل دې له خوښيو ډک وي. ټولو هغه هېوادوالو ته چې سپېڅلې قربانۍ يې کړي دي؛ د زړه له تله غواړي چې خداى دې ددوى قربانۍ قبولې کړي. همدا ډول هغو افغان حاجيانو ته چې د اختر ورځې يې د حج په چاپېريال کې تېرېږي د زړه له تله دعا کوي، چې ستر څښن(ج) دې د دوى د حج قربانۍ په خپل دربار کې ومني.

الأربعاء، ١٩ شوال ١٤٢٨ هـ

الأربعاء، ١٢ شوال ١٤٢٨ هـ

اى زما بابا

عارف همدرد
وختونه به ډېر زيات تېر شي، مشران به ډېر شي، خو د هر چا ځانگړى مقام وي او تر ټولو لوى مقام هر وخت او هر ځاى د عالمانو وي، ځکه عالمان د دين پتنگان دي او له پيغمبرانو څخه وروسته دوى د هغوى مرثه دي؛ ځکه خو الله تعالى همدې خلکو ته ځانگړي مقامونه ورکړي.دا چې زه نن د چا په مقام باندې څه ليکم، زه دومره توان نه لرم، چې د داسې شخصيت په ژوند باندې څه او يا په شخصيت باندې څه وليکم، ځکه دغه شخصيت يوه روښانه څېره ده او له ډېرو رنگونو ډک سړى دى
دا نه يوازې دا چې خپل ځان پرې گران و، بلکې ددې پر ځاى ټول افغان قوم پرې گران و، دا زمونږ د هېواد ځلانده ستورى ارواښاد محمد يونس خالص بابا(رح) و.خالص بابا(رح) لکه څنگه چې يې له نوم څخه څرگندېږي(خالص) نو تاسو يې له معنا څخه پوه شئ، چې دا يو پاک او منلى سړى و، د دستار سړى واو په خلکو کې ډېر ياد او يار سړى و.خالص بابا(رح) نه يوازې دا چې د سياست په ميدان کې روښانه او ځلانده نوم لري، بلکې له افغانستان څخه د سرو روسانو په ويستلو کې يو ځانگړى نوم لري او د بابا لقب يې په ډېرو مېړانو کولو له ولس څخه لاس ته راوړى.د خالص بابا(رح) له سياست څخه داسې څرگندېږي، چې دده سياست ژوندى او پرمختللى سياست و، ځکه په اوسني وخت کې اوس هم ځينې سياستوال دده د سياست په تگلاره روان دي او پرې مخکې گامونه پورته کوي.خالص بابا په ټوله مانا اوس هم له مونږ سره په زړونوم او فکرونو کې ژوندى دى او له مونږ سره به تر هغې پورې وي، چې تر څو مونږ ژوندي يو او د ياد کلى مو خاورې شوى نه وي.
که نن هغه له مونږه تللى، خو بيا هم د هغه فکرونه او اندونه له مونږ سره شته، ځکه مونږ نشو ويلى چې هغه زمونږ له منځه تللى.خالص بابا(رح) د سياست او سنگر له دواړو بهيرونو سره يو تکړه او منلى شاعر او ليکوال هم و او په شعر کې خو يې له ډېرو شاعرانو پرمختللى او منلى پيغام او وزن پروت دى او ټول شعرونه يې خامخا د پښتون قوم د سوکالۍ او يووالي پر کړۍ څرخي.
په لاندې بيت کې يې وگورئ چې د پښتنو دود او کولتور ته يې څومره ښه اشاره کړې
پښتو ژبه شوه ډېره، خو پښتو شوه بې درکه
دا سيمه د پښتون پښتنو خپله کړله سپکه
په پورتني بيت کې خالص بابا(رح) د زړه خبره کړې، زه به ځکه پرې څه نه وايم چې له هره اړخه منلى دى، خو دا به ووايم، چې بابا که بابا دى هم له مينې خالي نه دى او ډېر شعرونه يې په مينه څرخي او په لاندې بيت کې يې څومره ښه ويلي چې انسانيت بې له مينې او د انسان ژوند بې له مينې ستونزمن دى
مينې، محبت چې کډې بار له دې دنيا نه کړې
هيلې ارزوگانې د بشر يې پرېشانه کړې
زه به خپلې خبرې په دې راغونډې کړم او خداى ته به لپه ونيسم چې بابا مو د جنت الفردوس د بڼونو څښتن کړې

د بابا د لقب وياړ

عارف الله عارفي
دبابا دلقب وياړدبابا لقب ډېرو کمو خلکو ته حاصلېږي او هغه څوک نېکمرغه دي چې په ژوند دبابا په لقب ووياړل شي. استاد محمد زمان مزمل په خپل کتاب کې د بابا د مقام په هکله ليکلي چې:( باباهغه مقام دى چې دنورو هېوادونو روحاني شخصيتونه يې په ارمان کې مړه شول.) خو زه وايم چې چاته په ژوند دبابا لقب ورکړل شي له دې نوره ستره ډالۍ نشته او خالص بابا نېکمرغه و چې په ژوند بابا ګڼل کېدو او دستر ملي بابا وياړ يې درلود

د خالص بابا پر مړينه


نصرت الله الهام
بس تر پايه له اغازه

ژوند دې ډک شو له اعجازه

نور باطل او حق جلا شول

پرده پورته شوه له رازه

پس له مرګه زندګي دې

شوه دخداې په کرم سازه

ځينې وخت خو معلوميږي

د روحونو له پروازه

دا معلوم کړئ چې خپه يم

دزړګي له اهتزازه

حقيقت به سره وايو

او بغير له امتيازه

تانه نور څه پاتې نه دي

تانه پاتې دوه محاذه

ته زمونږ دويم بابا يې

اى ثاني غريب نوازه!

الثلاثاء، ١١ شوال ١٤٢٨ هـ

دخالص بابا(رح) ادبي او جهادي رسالت


محمد حنيف حيران توتاخېل


پر خالص بابا(رح) څه ليکل زما په څېر د ادب د مدرسې د يوه کوچني چڼي کار نه دى، د هغه شخصيت، جهادي کړنې، ادبي هلې ځلې، اسلامي جذبه، اخلاقي سپېڅلتيا، قوي عزم، بشري درناوى او..... دومره څېړنه غواړي، چې په زرگونو بابونه او په لکونو کتابونه پرې ليکل کېږي.
خالص بابا(رح) که عامې خبرې کولې، که د خداى(ج) په لاره کې به يې جهاد کولو، که پر قلم به يې څه کښل، يوازې يو هدف يې و، چې هغه ټولو ته څرگند دى.په دې لمبه لمبه حالاتو کې دا ډول کارونه کول زما په اند د يو نابغه کار و، هو دا نبوغ ستر څښتن پر دوى لورولى و.که د يوه جهادي رهبر په څېر يې فرض کړو، د خپل جهادي مرکز(هېواد) هر يو بوټى، کاڼى، لاره، هواره او غر به ددې شاهدي هرو مرو ورکړي، چې نبي خېل پر دوى پولادي پښې د ستر مرام لپاره ايښې دي. جهادي سالار له ټولو مجاهدينو مخکې د دښمن هرې مرمۍ ته سېنه نېولې ده، خو دې مرمۍ څنگه زړه کولاى شو چې د بابا سېنه دې وڅيري، د هغوى سپېڅلى هوډ دې مات کړي.
بابا چې د شهادت مرگ يې د هېواد په غرونو رغونو کې غوښت، مرگ ترې منډې وهلې او ملايکو به پرې د عظمت وزرې د مهربانۍ له مخې غوړولې وې.هغه بابا چې د ځمکې تورې شگې يې قالينې او فرشونه وو، د اتلو مجاهدينو په منځ کې به ناست و او داسې کيسې او ويناوې به يې کولې، چې شيطان او د هغه ملگري به ترې په څنگ تېرېدل. هغه بابا چې په مورچل کې به يې د الله اکبر د نعرې ازانگې له غرونو او درو داسې پورته شوې ته وا بوټي يې له مجاهدينو سره بدرگه کوي په دې وخت کې دښمن خو دې ټينگ واى، دښمن خو دې پښه نېولې واى.
ارواښاد خالص بابا(رح) د نورو ډېرو په څېر خپل سپېڅلى جهاد او جهادي مقاومت په ډالرو او مادياتو ونه پلوره او نه يې هم تر پايه پورې چاته د يوې انې لاس ونيو او تر ټولو غوره رسالت يې دا وو، چې د امريکې د خپل وخت پاچا رونالډ رېگن ته يې په سپينه ماڼۍ کې د اسلام راوړلو بلنه ورکړه.
په رښتيا چې د وخت د واکمن په مخ کې د حق خبره کول تر ټولو غوره جهاد دى او دا جهاد ښايي په تېرو ډېرو پېړيو کې کوم يو جهادي رهبر، قاضي او يا هم کوم پاچا نه وي کړى، خو دوى په داسې حال کې وکړ، چې زما په اند نور مسلمانان وروڼه به پرې شرمېدل چې دا يې څه خبره وکړه، مونږ په څه پسې راغلي يو يا څه ته راغوښتل شوي يو او دا څه وايي.
هو دا رسالت د يوه داسې پيغمبر کار و، چې د خپلې ايماني او اسلامي وحې له مخې د وخت فرعون ته د اسلام راوړلو وايي او معجزه يې خپلې هغه نوراني مخ او مبارکه ږيره وي، چې نور په کې له ورايه ځلېږي.شډله ځواني، ساده خبرې او ساده لباس د خالص بابا(رح) ځانگړتياوې وې. دې بابا نه ماڼۍ جوړې کړې او نه هم په فرشونو کېناست، بلکې تر پايه د کفارو او بلوسگرو دښمن پاتې شو. بابا ورسره خپله جهادي مبارزه تر پايه بوتله او د غلامۍ سر يې ورته ټيټ نه کړ.
د بابا په مرگ او ژوند هيچا هم ونه ويل، چې خالص بابا(رح) خداى مه کړه غدار، خاين او له خپل ملت سره جفاکار رهبر و، بلکې ټولو ددې خبرو برعکس گڼلو.رابه شو د خالص بابا(رح) ادبي نړۍ ته؛ لکه چې ومو ويل بابا که د جهادي بهير نوموتى او لومړى شاعر ونوموو هم مبالغه به نه وي.
بابا مونږ ته داسې ادبي ملغلرې پريښې دي، چې تر عمره به ځلا کوي. ارواښاد خالص بابا(رح) سخت دريځه نه او او د وخت د ملايانو او شېخانو څخه يې هم په سخت دريځۍ کې ځان ساتلى و، چې ويل به يې (مجازي شاعري هيڅ گټه نه لري) دوى همداسې وکړل چې د محبوب زلفې، برخوگان، رخسار او شونډې يې نه په رمز کې يادې کړې او نه په طنز کې، خو ما اورېدلي وو، چې د خالص بابا(رح) به کله طبعيت روغ و، نو ډېرې ټوکې به يې کولې، خو په چوکاټ کې.
د خالص بابا(رح) هر شعر ځانگړى پيغام لري او هغه هم غوره پيغام.د ملنگ جان په څېر يې هېواد ته شعرونه ويلي دي، خلک يې جهاد ته هڅولي دي او عالمانه خبرې يې په شعر کې کړي دي:بيا بــه کـړئ ارمان د نبــي خېل هسې وينا پسې ډېر د گټې وخت، نه ښايي تېر شي له انسان څخه د بابا شعر دومره روڼ او شفاف دى، چې د هر چا فکر يې تل ته په اسانه رسېدى شي، ځکه تر ډېره يې په شعر کې استعارې او کنايې نه دي راوړي او روان شعر يې ويلى دى.
د بابا د شعر پيغام دومره څرگند او روښانه دى، چې د هر چا فکر يې اخلي، بابا په هر شعر کې تمه گر، بلوسگر، خلقيان، پرچميان او لاسپوڅي ټکولي دي، نېک مشران او رهبران يې ستايلي دي او بد يې غندلي دي
چې په زوره مشري غواړي مشر نه دى
يا مـزدور د استعمـــار دى يا حمار دى
خالص بابا(رح) له هغو مجاهدينو او په دين وينو څخه هم ډېر گېله من دى، چې يو وخت د دين پتنگان وو او اوس د اغيارو او کفارو په څنگ کې کار کوي
د امــريکا پـــــه ډالــــر ونڅــــېده
د خداى(ج) له مرستې نه مايوس وختو
خــالص د بل چــانــه گېلـه نه کوي
پـــوچ يې د خپل جېبه کارتوس وختو
پر ارواښاد خالص بابا(رح) د نور څه لېکلو لپاره به بيا قلم راپورته کړم اوس همدومره که خداى کول که بيا مې قلم راپورته کړ، نو همدغه ليکنه به پسې نوره هم وغزوم.

د مردکي ځواب په مردکي مه ورکوئ


شريف الله سعادت
که څه هم زه د خالص بابا سره نزدې نه يم پاتې شوى خو د ملت د يو ايماندار، عالم، زړه سواندي، جرائتمند، ريښتونى او پياوړي مشر په توګه يې ځان پوروړى بولم، ترڅو يې د ژوند د کوم اړخ په اړه څه وليکم له دې امله اړ شوم چې د نوموړي د اسلامي حزب د النور جريدې د بېلابېلو ګڼو، د نوموړي د ليکنو، د نوموړي د نژدې ملګرو د خاطراتو او نورو خبري رسنيو په مټ د ده د ايماندارۍ، جرائت او سپينو ويناو په اړه څه ليکنه ولرم، په دې کښې شک نشته چې له يوې خوا د خالص بابا مړينه د اسلامي نړۍ د ټولو مجاهدينو او په ځانګړې توګه د افغان مجاهدينو لپاره يوه ستره ضايعه او غميزه ده او له بل پلوه په ځانګړي ډول زما لپاره ستره خواشيني دا ده چې د بشپړ کال په تېرېدو بريالى نه شوم چې د بابا د کورنۍ سره په تعزيت او تسليت کښې له نژدې ګډون وکړم او يا لږ تر لږه د تسليت او خواشينۍ پيغام ور واستوم.
هيله مند يم چې د بابا مجاهده کورنۍ دا څو کرښې ګوډمات خواره واره الفاظ د تعزيت او غم شريکۍ د پيغام په بڼه ومني.
د نن څخه شل کاله وړاندې په ١٣٦٥ لمريز کال چې د پېښور په دارالعلوم سرحد کښې په لومړنيو زده کړو بوخت وم د مدرسې تر ټولو عمر خوړلى استاذ کابل بابا په درس ويلو بوخت او زده کوونکي يې خواوشا راڅرخېدلي و، چې ناببره يو شډل، مينځ ميانه، پنډ، سورږيرى سړى خړ بخونه پګړۍ په سر چې په سينه يې د مردکيوکتار راځړېدلى و ټولګي ته د ننه راغى، او د سلام په ويلو سره يې نېغ په نېغه د ((کابل بابا)) ترڅنګ ګونډې ماتې کړې، يو تربله يې روغبړ وکړ زه چې د دوى تر منځ د تکلف د نشتوالي څخه خبر نه وم سور ږيرى راته کاواکه سړى وبرېښېد ګواکې د زده کړې د اصولو سره روږدى نه دى، خو د سورږيري هغه کړو وړو، مينې، د خوښۍ هغه نښو چې د نوموړي په تندي ځلېدې او هغه فکر احترام چې د کابل بابا په وړاندې يې څرګند کړ دوه زړى کړم تر څو په خپله انګېرنه له سره فکر وکړم، د ټولګي په برخه والو چوپتيا خوره وه او ټول هغه خلوص، مينې او متقابل احترام ته ځير او ګوته په غاښ ؤ چې د استاذ او سور ږيري مېلمه تر منځه يې جريان درلود خو دې چپتيا ته زما د څنګ ملګري هغې وينا چې غلي يې په غوږ کښې راته وويل چې دا مولوي خالص دى د پاى ټکى کېښود او په ټولګي کښې پسپسکې پيل شوې دا چې هغه مهال د يوې خوا د جهاد سنګر ښه تود او يرغلګرو څخه د غچ اخيستې. جذبه او ولوله په خوځښت وه له بلې خوا د مولوي خالص رح د نوم سره روږدى وم نو دا لومړى ناڅاپه ليدنه راته خورا جالبه او په زړه پورې وه د لږ ځنډ په تيريدو مولوي خالص د نوموړى مدرسې د مدير محمد ايوب بنورې صاحب ليدو خواته مخه کړه او پاڅيده.
کابل بابا راته بيرته په درس ويلو پيل وکړ، دوه کاله وروسته چې د مردان طورو نومې کلې ته د مولوي غلام محبوب د شاګردۍ په هيله د زده کړې لپاره ولاړم چې يو وخت مولوي خالص هم په نوموړې کلي کښې د سيمې د نامتو عالم سمندرخان مولوي صاحب سره شاګرد پاتې شوى و، د کلي مشرانو او سپين ږيرو مولوي خالص رح پيژندلو، د نوم سره يې اشنا وه او په زړه پورې خاطرې يې ورسره وې، هغه مهال زه دې پايلې ته ورسيدم چې د زده کړې د پيل څخه مولوي خالص د الله په توفيق يو ستر هدف ته د رسيدو په لار ګړندي ګامونه اخستل پيل کړي وو چې د فراغت څخه وروسته په کابل کښې د تدريس تر اخستنې په ښوونه روزنه کښې د توظيف او بيا د شهيد ګهيځ سره د همکارۍ او بالاخره د يرغلګرو په وړاندې د عملي جهاد تر ميدان وغزيدل خالص بابا په خپله خبره ولاړ او جدي شخصيت و، صريح، زغرد او پريکنده دريځ درلودونکى وو دوه مخي يې نه درلوده چې څه يې په زړه وه هغه يې په خوله وه چې کله به د اسلام او افغانانو په خلاف کوم جوړ جاړى او تړون کيده نو يواځې خالص بابا و، چې د دا ډول تړونونو په اړه به يې په زغرده د خپل غبرګون څرګندونه په تيزو الفاظو کوله او ويل به يې د دې تړون څخه د وينو بوي راځي د يو ګوند د مشر په توګه د خالص بابا سره بې شميره او ډول، ډول شونتياوې وى، خو د پيل څخه تر پاى پورې يې د نوموړي بابا په زړه سواندۍ سادګۍ او بې تکلفۍ هيڅ اغيزه نه تر سترګو کيده، ليډرانو ته يې د هغوى کمزورۍ د خپل شعر او نثر په ژبه په زغرده ورپه ګوته کولې چې همدې کړنې د نوموړي بابا د اخلاص، پاک نيتۍ او خواخوږۍ ښه ترجماني کوله. پورتنې سرليک د خالص بابا هغه سپارښتنه ده چې د خپل مينځې جګړو په اړه به يې خپلو مجاهدينو ته په ټينګار سره کوله کله چې په افغانستان کښې خپل منځې جګړې او يو پر بل يرغلونه پيل شول، مجاهدينو ته د خالص بابا لارښوونه دا وه چې هر څوک درباندې يرغل وکړي وسله ورته ډېرى کړۍ او د خپل څادر په ټک وهلو ترې خداى پاماني را واخلۍ، د مردکي ځواب په مردکي خو لا څه چې په خوله هم مه ورکوۍ، همدا لامل وه چې د جهاد د پيل څخه د ده د مرګ د ورځې پورې د نوموړي بابا مجاهدين او جنګيالي د افغانستان په لروبر کښې د هيڅ يو ګوند سره په خپل منځني جګړو کښې ښکيل نه شول او بابا د مشرتابه د هغه لقب په لاس ته راوړلو کښې پاتې راغې چې د واک لپاره يې هيواد او هېوادوال په سرو وينو لمبولي وي، يواځينى جهادي مشر وه چې د روسانو او د هغو د بړيڅو سره په مخامخ نښتو کښې يې په خپل شتون سره د مجاهدينو مورال لوړ او جهادي سنګر تود ساتلى و او د دا ډول نښتو په اړه يې د پام وړ تجربه درلوده.
همدغه خالص بابا وه چې د خپل غښتلي ايمان، بې ډاره او باوري ضمير په درلودلو سره يې په سپينه ماڼۍ کښې د هغه مهال امريکائي ولسمشر ريګن ته خپل دريځ د اسلام د مبارک دين په وړاندې کولو سره څرګند کړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې د اسلام مبارک دين د يوه جامع دين او قانون په بڼه ومني، البته دا کړنه د هغو ښېګړو په بدل کښې ده چې د شوروي په راپرځولو کښې مو راسره مرسته کړېده، دا ځکه چې افغانان د چا مرسته د پامه نه غورځوي او د هرې مرستې د غوره بدل په ورکولو روږدي دي، خو اوس مهال ترټولو غوره او ارزښتناکه پانګه چې زمونږ سره ده هغه زمونږ دين دى له همدې کبله يې تاسې ته ډالۍ کوم. هغه د خپلې ټولنې طبيعت او اړتياوې پېژندې او سم يې ورسره ځغاستل که به شعر اړين و نو يو ناقد شاعر و، که به ليکنه اړينه وه نو ليکوال وه، که به سياسي لوبه مينځ ته راتله نو په ارزونه او لارښوونه کښې ستر سياستوال و، که به په سنګر کښې د سرښندنې خبره کېده نو بيا د پايلې څخه بې پروا جنګيالى، اتل او مردميدان و، چې د دين او هېواد دښمنانو ته يې د خپلې تورې د ځلا په ښودلو د ميدان څخه د تېښتې پرته بله لار نه تر سترګو کېده.
خالص بابا قانع زاهد او د دنياوي سوکالۍ لاس ته راوړلو پورته انسان و، د ګردو ګوندى شتمنيو د شتون سره، سره ئې د ځان لپاره څه سپما ونه کړه ترڅو د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې د نجم الجهاد مينې د خټو په کور کښې د هستوګنې نوبت راشي او د ژوند اخري شېبې يې سوکاله تېرې شي، هو! ايماني غرور، ريښتونولي او همت يې له دې هم څو برابره لوړ او پورته و، کله چې کرزى همدغه خټين کورته د نوموړي پوښتنې ته ورغى او د بېرته ستنېدو پر مهال يې د دعا غوښتنه ترې وکړه نو خالص بابا د خپل ظرافت له مخې لنډه طنزيه دعا ورغبرګه کړه چې خداى دې له امريکايانو د غلامۍ خلاص کړه څرګنده ده چې کرزي ته د بابا دا طنزيه جواب د هغه ايمان، اخلاص، زړه سواندي، خواخوږي او د مسئوليت د احساس څخه سرچينه اخلي چې خداى ورباندې پېرزو کړې وه او ده د هيڅ يو هېوادوال آن د کرزي نه يې هم نه سپماوه، نوموړي د هېواد ټولو پرګنو او وګړو ته د مرستې لاس غزولى ساتلى و آن تر دې چې د يتيمانو، کونډو، بورو، مجاهدينو، علماو او طالبانو او د ملت نورو اړو وګړو سره يې څومره مرستې کړيدي يادونه يې اړينه نه بولم او په همدې يو مثال بسنه کوم او تر ټولو د پام وړ دا چې د خالص بابا په ايمان، عقېده او فکر باندې ظروفو او شرائطو، زوړوالي او نورو بهرنيو لاملونو هيڅ اغېزه نه درلوده چې څرګنده بېلګه يې په دې وروستيو کښې د يرغلګرو امريکايانو په خلاف د جهاد فتوا ورکول دي که څه هم د نوموړي اعلان په خلکو بلکې د بابا په نزدې ملګرو کښې يې هم ډول، ډول غبرګونونو ته لار پرانسته، چا ويل اعلان يې نه دى کړى، چا ويل د خالص بابا په خبرو کښې لاس وهنه شوېده، د هغه داسې اعلان کول هدف نه و تر دې چې ځينو يې د څوکۍ او واک ساتلو په موخه ويل چې د بابا صحي او فزيکي حالت په نظر کښې نيولو سره دا ډول اعلان شونى نه دى. زما په اند که د خلکو دغه ويناوې او جهادي فتوا پينه کول د يو بل چا په اړه چې خپل دريځ او پاليسي يې د ملت څخه پټه ساتلې وي شوى واى نو د منلو چانس به يې ډېر زيات او د دې څو برابره واى چې د خالص بابا په اړه ومنل شي او يا د جهاد اعلان د پينه کولو کوښښ داسې چا کړى واى چې د بابا څخه لرې پاتې شوي وي، د نوموړي ايمان، عقيده، دريځ، پاليسي، صراحت، جرائت او ريښتونولي ورته څرګنده نه واى نو بيا به يې هم د حقيقت سره د اړخ لګونې واټن راکم کړى واى خو د داسې چا لخوا چې د خالص بابا د دريځ په اړه بشپړ معلومات لري دا ډول پينې لګول د حقيقت څخه ډېر په لرې واټن کښې هيڅ د منلو وړتيا نه لري.
د امريکايانو سره د بابا کرکه د هغې دعا ښه بېلګه څرګنديږي چې کرزي ته يې د رخصتېدو په مهال کړې وه، نو د جهاد فتوا يې څه ډول ناشوني وګڼو له دې امله ويلى شو چې د بابا لخوا په پاى کښى د جهاد فتوا د امريکايانو سره د لا زياتې کرکې د څرګندونې او ايماني مسئوليت د سرته رسونې پرته بل څه مفهوم او هدف نه لري .

د ٢ دوهمې پيړۍ د جهاد د کاروان په يو ستر لارښود خالص بابا(رح)


سروري


ليکنه او په هغه کې د هغه په ژوند او اند کتنه زمونږ د کمزوري قلم له وسې څخه ډيره لوړه خبر ده، خو د داسې شخص په کارنامو او سرښندنه باندى، چې په مرګي يې غربي ميډيا هم وکړنګيدله چوپتيايې هم د يو ويښ او بيدار ځلمي او مسلمان لپاره لويه ګناه ده دا چې غرب اوانډيوالان يې پر مونږ باندى له کار غوځيدلي او د تاريخ منحوسى او شرميدلى څيرى د بابا، غازي، مارشال په نامه مني نو د دوى په مقابل کې د خپلو اتلانو او د اريانا د ريښتينوبچيانو په کارنامو کتنه او ليکنه مى د غربي واکمنانو په مقابل کې له ډيره درده او د مرحوم خالص بابا رح سره له ډيرى مينى مى خپله قلم عاجز په ګوتوکې ونيو او يو څو کرښې مې پرى تورى کړى، چې ستاسو محترم حضور ته يې وړاندى کوم زمونږ د هيواد بډاى او غني تاريخ شاهد دى، چې ډېر داسې اشخاص تير شوي، چې په يو لاس کې قلم او په بل لاس کې توره درلوده او په دواړو يې خپل اولس ته خدمتونه کړي د دغې قافلې يو لاروى د ٢٠ مى صدۍ په دوهمه لسيزه کې د سپين غر په واورينه فضاء کې دى نړۍ ته سترګې وغړولې نوموړى شخص نه تنها، چې يو ليکوال او شاعرو بلکى هر اړخيزشخص و د الهي کتاب حافظ ؤ د نړۍ د کائناتو د پيداکوونکي حبيب يو حقيقي او ريښتونى وارث ؤ دا ستر شخص خالص بابا رح ؤ هغه بابا درته يادوم چې يو ريښتونى او د بابا د لقب د ګټلو ټول شرائط يې پوره کړي و دا د افغان مجاهد او غيرتي ولس بابا دا د غرب له خوا تپل شوى بابا نه و هغه بابا و، چې د جهاد له لومړۍ ورځې څخه د روسانو تر وتو او بيا د دوهم وار له استعمارګر سره له جهادي فتوى څخه تر مرګه پورى اوږه په اوږه د ولس سره ولاړ ؤ.
دا هغه څوک ؤ، چې د زمانى هيڅ ستمګر او استعمارګر ته يې د غلامۍ سر ټيټ نه کړو بلکه د هغوى پر خلاف او د ولس د بيدارۍ په خاطر په عملي مبارزه پيل وکړ خالص بابارح د خپل ايماني، افغاني، جهادي، پښتونولۍ کارناموپه نتيجه کې د هيواد په سختو او حساسو شرائطو کښې د هيواد د زرين تاريخ کې يو د هغه اتلانو څخه وګرزيد، چې سارې يې د ګردې نړۍ په کارناموعجم ولسونوکښې نه ليدل کيږي.
خالص بابا(رح) د مبارزى له پيل څخه تر پايه پورى په دواړو ډګرونوکښې که هغه د جهاد ډګر ؤ، چې له ځانه يې يو ستر تاريخي او نه په شاکيدونکې توره بوړه تاسيس کړه او که په مطبوعاتي او د شعر په ډګر کې د داسې يو اوچت خيال خاوندؤ، چې مدام به يې د تخيل کوتره د پامير، هندوکش، سپين غر او د ارياناپه ټولو غرونو الوت کوه تل مدام يې خپل د خيال ګربت يې د مجاهدينو په سنګرونو ګرځولي دي او د شعر په ژبه يې مدام د نرۍ ملا، سروشونډو، تورو او زيړو زلفو، ګودر، منګي، بنګړي پر ځاى يې د حق د لارى لاروي او مجاهدين ستايلي او آن تر دى، چې خپل د شعر ژبه يې د دوى د زخمونو د مرهم او پټۍ په ځاى استعمال کړى ده، چې په دواړو ډګرونو کښې يو بريالى او شهکار شخص راووت د دنيا ماديات او د نړۍ والو ګواښونو يې د مبارزى پر مخکى هيڅ خنډ ونه ګرځيد آن دا، چې په کال ١٩٨٨م کې د امريکا په سپينه ماڼۍ کې د وخت جمهور رئيس (رونالډريګن) سره په ليدنه کې هغه ته د اسلام بلنه ورکړه خالص بابا په خپل ټول ژوند کې له ځانه داسې کار نامى وښودى، چې نن يې د نړۍ مسلمانان له يو تنکي ځوان څخه د کيدو هيله کوي خالص بابا(رح) که اوس زمونږ په منځ کې نشته خو له ځانه وروسته يې داسې اتلان پريښودل، چې اوس د ده پر ځاى له افغانستان څخه واخله تر عراقه پورى د استعمارګرو او فرعوني لښکرو په مقابل کې د مرحوم خالص بابا(رح) په شان د ميلونهاو مسلمانانو او سرتورو خويندو او ميندو د هيلو د پوره کيدو او په نړۍ کښې د کفري بلاک د نړيدو او اسلامي امارت د ټينګښت پر خاطر مبارزه او جهاد کوي، خالص بابا(رح) په خپل جهادي مرکز توره بوړه کښې داسې ځوانان په عقيدوي، فکري، حماسي درسونو تربيه کړه، چې د نن زمانې شيطاني لښکر او ملګري يې د خپلو خوبونو د تعبير د پوره کيدو څخه مايوس او خالي لاس ښکاري خالص بابا(رح) مدام سپينى خبرى کولې او له چا څخه يې هيڅ قسم ويره او ترهه نه درلوده، چې د نمونى په ډول يې لاندى قيصه دلته رانقلوم، يوه ورځ حاجي دين محمد، چې اوس د کابل والي دى او د مرحوم خالص بابا(رح) د شوروي يرغل پر وخت د روسانو په خلاف د جهاد د وخت معاون ؤ د يو څو امريکائي عسکرو سره د خالص بابا(رح) پوښتنى ته، چې په نجم الجهاد فاميلۍ کښې اوسيده ورغې او هلته يې د بابا(رح) سره ملاقات وکړ حاجي دين محمد مرحوم بابا(رح) ته وويل:- چې دا(امريکايان) ستاسو پوښتنې ته راغلي دي خالص بابا(رح) موسکى شو حاجي دين محمد ته يې وويل دا زما پوښتنې ته نه دي راغلي دا راغلي، چې ما له نژدى وګوري، چې آيا وسله له ځانه سره انتقالولى شي که نه ..........دا چې خالص بابا(رح) نن د ژوند له بهيره کډه کړى او د خپل څښتن غوښتنې ته يې لبيک ويلي نو مونږ او تاسو ټول بايد خالص بابا(رح) او دده په شان نورى د تاريخ زرينى او ښکلى څيرى نه تنها په مقالو او مجلو کې مطرح کړو بلکه د هغوى د هيلو او ارمانونو د پوره کيدو پر خاطر عملي اقدام وکړو او د عمل جامه ورواغوندو هسى نه، چې خداى جل جلاله مه کړه د قيامت په ورځ سره مخ شو بيا به خجل نارام او ملامت اوسو. د مرحوم خالص بابا(رح) د هيلو او ارمانونو د پوره کيدو په هيله

خالص بابا(رح) د يو مسلمان افغان په توگه


عبدالله تراب


له ډېره وخته دا هڅه روانه ده، چې د اسلام او افغانيت ترمنځه يو ډول رقابت څرگند کړي سره له دې، چې اسلام د قومونو د له منځه وړلو لپاره نه دى راغلى، بلکې د قومونو د هدايت لپاره راغلى؛ ځکه خو يې ښه روايتونه برقرار ساتي او بد يې له منځه وړي.د انساني تهذيبونو تر منځه افغاني يوازېنى هغه دى، چې له اسلام سره يې ټکر ډېر کم دى. حمزه بابا وايي
پښتو مې د اسلام د(الاالله) څخه زده کړې
همدې راته ښودلې د جنت د چمن لاره
ځينو خلکو دا ډېره عجيبه ښکاروله، چې څنگه دې يو سړى مسلمان او په عين وخت کې افغان واوسي. ډېرى رهبران د جهاد پر مهال پر همدې نظر و، چې د سختو شرموونکو تېروتنو ښکار شول، خو دا هيڅ عجيبه نه وه؛ ځکه چې ددې خبرې ځواب مونږ د خالص بابا په ژوند کې په ښکاره ډول گورو، هغه يو ښه مسلمان او اسلامپوه و، د اسلام پالنې په مخ کې يې هيڅ خنډ او ځنډ نه زغملو.
بابا ځکه په دې موقف ټينگ ولاړ و، چې دده په اسلام پالنه کې افغانيت پالنه نغښتې وه، هغه چې هر کله د بهرنيو يرغلگرو پر خلاف د جهاد او مبارزې اعلان کړى، نو ځان يې د اسلام د د سپېڅلي دين له خوا مکلف گڼلى، له يوې خوا يې د اسلامي مکلفاتو ادا کړې او له بلې خوا يې افغاني غرور او استقلال ساتلى دى. لنډه يې بايد ووايم چې بابا له نورو رهبرانو څخه په دې ممتاز و، چې هغه اسلامي او ملي پولې دواړه ساتلې البته تر هاغه بريده چې افغانيت پالنه به له اسلام سره په ټکر کې نه وه.د تېر جهاد څخه وړاندې، چې د اى، اين، پي گوند بنسټگر عبدالغفار خان افغانستان ته راغلى و، نو خالص بابا(رح) ورته د ښه راغلاست شعر ليکلى و، چې بيا د لېسې( د عيني شاهدانو له قوله) پر شاگردانو ويل شوى و، خو بالعکس چې خالص بابا(رح) د روسانو پر ضد د جهاد اعلان او پاکستان ته هجرت وکړ، نو عبدالغفار خان او ملگرو يې په جهاد او هجرت سترگې پټې او خړې کړې، نو بيا هم خالص بابا(رح) په پوره مېړانه غږ پورته کړ، چې اوس زمونږ او عبدالغفار خان لاره جدا شوه؛ ځکه چې هغه زمونږ اسلاميت او افغانيت دواړو ته سپک وکتل، خو بيا هم چې عبدالغفار خان ومړ او جسد يې جلال اباد ته وړل کېدو، نو خالص بابا(رح) خپلو مجاهدينو ته د پاچا خان د جسد د احترام لپاره د ډزبندۍ امر وکړ، ترڅو د هغو افغانانو زړونه ونه درزېږي چې پاچاخان ته معتقد وو.خالص بابا(رح) که له يوې خوا د بهرنيو د گوډاگيانو سخت مخالف و له بله پلوه يې دا هم زړه نه منله، چې بېرته دې د بهرنيو له خوا ووژل شي.
د تېر جهاد پرمهال يو خبريال له خالص بابا(رح) څخه وپوښتل، چې که کابل مجاهدين ونيسي او اقتدار تاته وسپاري، نو له روسانو سره به ستاسې تعامل څنگه وي؟ خالص بابا(رح) ورته په څواب کې وويل چې زه له هرڅه نه وړاندې هغوى د حساب پر مېز کېنوم او داسې محاسبه ورسره کوم، چې د حفيظ الله امين او ببرک کارمل پوښتنه به هم ورڅخه کوم، چې ولې مو اقتدار ته ورسول؟ او ولې مو ووژل؟ دوى افغانان ول بايد د افغانانو په لاس اقتدار ته رسول شوي وى او که بيا يې د مرگ وړتيا لرله، نو هم بايد افغانانو وژلي وى، تاسو ته يې خير؟.په دې ټولو سربېره هغه خپل اسلاميت او افغانيت په سنگر ساتنه کې هم ښودلى و، هغه له اوو رهبرانو څخه يوازينى هغه و، چې د يو زړور کومندان په حيث يې په جهاد کې برخه اخستله. همدا مېړانه د خالص بابا(رح) په اشعارو کې هم ښه ښکاره او څرگنده ده.
د هغه اشعار ډېر هدفمن او جامع و، خو تر هر څه حماسه او انقلاب په کې ډېر و، هغه له دې هرڅه سره پښتو او پښتانه هم پالل.
خالص بابا(رح) که له يوې خوا د لرې پښتونخوا او نشنلستانو سره په نا اسلامي دريځونو مخالف و، خو له بلې خوا يې د هغوى شعر او ادب ستايلى، چې غني خان او اجمل خټک دې په کې ښکاره ياد دي. هغه د افغانستان د پښتنو مشرانو څخه يوازينى هغه و، چې د حمزه بابا د رنځورتيا پرمهال يې په روغتون کې د هغه پوښتنه وکړه.دا ټول هغه څه دي، چې د خالص بابا(رح) په اسلام پالنه او فغانيت پالنه ښکاره دلالت کوي، خو له بده مرغه د خالص بابا(رح) له وروستنۍ مېړانې سره دده ملگري په پوره استقامت همغږي نه شول؛ څه خو يې د هغه له عقل او ذهن څخه منکر شول او چا چې يې تاييد کاوه هغوى هم هاغسې اواز پورته نه کړ لکه څرنگه چې بابا پورته کړى و، بې له انوارالحق مجاهد (زوى)او شمس الاسلام نبي خېل(وراره) څخه.خالص بابا(رح) يو لوى شخصيت و، خو د څنگ ملگري يې بې زړه او کمزوري وو.
خلکو د کاڼو له مجسمو څخه قيمتي انسانان جوړ کړل، خو د خالص بابا(رح) له ملگرو سره داسې يو شخصيت چې هم عالم، اديب مجاهد او هم سياستوال وي هيڅ قدر نشته او نه و.دا ټولې هغه ځانگړتياوې دي، چې د يو رهبر لپاره ډېرې اړينې دي او له نېکه مرغه بابا له دې ځانگړتياوو څخه برخمن و، خو دا چې هغه پرې ونه ځلول شو، د هغه په وياړ غونډې او سيمينارونه جوړ نه شول؛ دا کار هڅه، هاند او زړورتيا غواړي او له بده مرغه د خالص بابا(رح) په ملگرو کې داسې څوک نه و او بابا هم پېژندلي وو، ځکه يې ويلي وو:خلص له بل چانه گېله نه کويپوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختوخو کاش چې دا کار د هغه له مړينې وروسته پيل ومومي لکه څه رنگه چې د افغانانو ناځوانه دود دى ، چې په ژوند ښه او له مړينې وروسته بد سړى نه لري.د بابا د مړينې ابتدا هم د هغه د ملگرو په داسې دريځ راغله، چې چا يې مناسبه فاتحه هم وانه خستله.اخ بابا لکه يو دروېش له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې، روح دې تل ښاد او فکر دې يې تلپاتې وي.

له پردو خلکو يې و خپل ديار ته کډه وکړه

د ښار غريب اخر د مړو ښار ته کډه وکړه

په دې نفرت، نفرت جهان کې زندگي شوه گرانه

ځکه دروېش نن د خپل ذات حصار ته کډه وکړه

دروېش درانى

د خالص بابا(رح) مقاومت او کړنې

رحمت گل وقار

کله چې روسي ښکېلاکگرو د افغانستان په خاوره ناحقه تېرى وکړ، يوازې دانه چې د افغانانو په وژنه يې لاس پورې کړ، بلکې د هېواد په جواهراتو يې هم خپله خېټه واچوله او د هېواد وگړو ته يې يوازې غلامي او بېچاره گي ور په برخه کړه، نو همدا لامل و، چې غيرتمنو افغانانو چې همېشه يې د غلامۍ او اسارت زنځيرونه شکولي دا ونه شوه زغملى چې د بل تر غلامۍ لاندې ژوند وکړي؛ نو ځکه يې د هېواد او اسلام د ساتنې لپاره توپک ته لاس کړ او په جهاد يې لاس پورې کړ. ارواښاد خالص بابا(رح) د رسول الله(ص) په څېر هجرت ته اړ شو او گاونډي هېواد پاکستان ته له خپلو نورو مجاهدينو سره د خپل پت او عزت د ساتلو په موخه مهاجر شو. دا داسې هم نه وه، چې گوندې خالص بابا(رح) د هجرت په کولو سره له جهاد څخه څنگ ته شو ، بکې له مهاجر کېدو څو مياشتې وروسته بېرته د سپين غر څوکو ته له خپلو مجاهدينو سره راستون شو. څه رنگه چې دښمن د سپين غر په هره دره کې ځاى نېولى و، ترڅو د مجاهدينو مورچلونه تر بريد لاندې ونيسي، خالص بابا(رح) د تورې په شرنگ سره د دښمن په له منځه وړلو کې داسې ورگډ شو لکه شاهين د مرغيو په سيل کې. د دښمن پوځونه به يې داسې تيت او پرک کړل، چې بيا به يې د سپين غر په لور د کتلو جرئت هم نه شو کولى. ارواښاد خالص بابا(رح)، چې د سپين غر په څوکو لکه غيبانه شاهين راښکاره شو او د سپين غر په لوړو او گړنگونو يې داسې الوت پيل کړ، چې د دښمن هر مورچل د بابا د ټوپک ښکار شو؛ په داسې حال کې چې دښمن به يې له وېرې په مورچلونو کې هم د ټينگې نه و.همدا لامل و، چې د هر مېړني مجاهد په غوږونو کې د خالص بابا(رح) د نوم او شهامت انگازې خپرې شوې کله چې د سپين غر غيرتمنو مجاهدينو د ارواښاد خالص بابا(رح) هوښيارتيا، مېړانه او زړورتوب وليد، نو د خپل افغاني غرور ډکې ککرۍ د بابا پر وړاندې ټيټې او ارواښاد خالص بابا(رح) يې د مشرتابه په توگه وټاکه، چې د غنمو د وږي گټونکې شمله د خالص بابا(رح) شمله وگڼل شوه.ارواښاد خالص بابا(رح) په کال ١٣٥٧ل کې خپل حزب د افغانستان اسلامي حزب په نوم تاسيس کړ او په ١٣٥٨ل کې يې خپل جهادي مرکز توره بوړه وټاکه.څرنگه چې خالص بابا(رح) په وسله وال جهاد کې له ټولو گړندى او نوميالى و، نو په قلموال جهاد کې هم له هيچا وروسته او پاتې نه و، بلکې د قلم په ژبه يې هم د جهاد اعلان وکړ، د قلم مينه والو ته يې داسې ډېر څه وړاندې کړل، چې تل به د هر بااحساسه افغان د ژوند لاره وي.په رښتيا هم په داسې وختونو کې بابا يوازينۍ څېره وه، چې د قلم په ژبه يې خپله ناپوهه ټولنه يوې سمې تگلارې ته رابلله او دښمن ته به يې بيا په توره ځواب وايه.له قلم سره همدې بې کچې مينې اړ کړ چې په ديارلس سوه نهه پنځو(١٣٥٩ل) کې يې د مهاجرينو او د غازيانو د بچيو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره د الهجرت والجهاد په نوم عالي مدرسه د پېښور د بورډ په گل اباد کې تاسيس کړه، چې يو زيات شمېر په همدې نوم نورې مدرسې يې په نورو کمپونو کې پرانېستې، چې له نورو پرته يوازې په بورډ کې جوړې شوې مدرسې چې اوس د خالص بابا(رح) په فاميلۍ شمشتو کېده تر دامهاله نېږدې پينځه سوه شاگران فارغين ورکړي او په زرگونو يې په خپله غېږه کې روزلي.

د خالص بابا(رح) د ژوند ځانگړتياوې

عارف الله عارفي

خالص بابا خپلې کورنۍ لومړنۍ زده کړې له خپل پلار ارواښاد عبدالاکبر څخه او بيا له خپل ماما عبدالرازق څخه کړې وې، خو د نورو زده کړو لپاره گاونډي هېواد پاکستان ته له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره لاړ او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په پاکستان کې يې د وخت له مشهورو او نوموتو عالمانو څخه خپلې زده کړې پيل کړې او هلته يې په فقه، نحوه، صرف، عقايد، منطق، فلسفه، اصول فقه، معاني، بديع، بيان، عروض، ادب، سيرت، حديث، او تفسير کې خپلې زده کړې ترسره کړې. ارواښاد خالص بابا (رح) د حديثو ستره دوره د وخت له مشهور او نامتو عالم ارواښاد شېخ الحديث عبدالحق حقاني (رح) څخه په اکوړه خټک دارالعلوم حقانيه کې وکړه. نوموړي استاد به د خپلو زده کوونکو له ډلې ارواښاد خالص بابا(رح) يو پياوړى زده کوونکى باله او هماغه وخت يې ترې د لوړ شخصيت تمه لرله او همدا لامل و، چې خالص بابا به هم په خپلو ټولو ښوونکو کې پر ارواښاد حقاني صاحب وياړ کاوه او تل به يې د خپلو تگلارو د بنسټگر په توگه ياداوه.خالص بابا(رح) به ويل، چې کله مونږ زده کړې کولې، نو داسې وخت هم پر مونږ راغلى چې په پښو به مو بوټان او څپلکې نه وې او پياده به مدرسې ته پښې لوڅي تلو او هيڅ به مو په سخته گرمۍ کې هم د گرمۍ احساس نه کاوه؛ خالص بابا به ويل، چې ملايکې د علم زده کوونکو ته د رحمت وزرې په لاره خپروي.د خالص بابا(رح) شخصيت او زکاوت تردې و، چې نن ټولو ته د بېلگې په بڼه راپاتې او هغه دا چې خالص بابا(رح) د قرانکريم په يادو يادول په ډېر کم وخت کې وکړل او بل دا چې خالص بابا(رح) هغه شخصيت و چې هيڅکله هم له کوم بل چا څخه نه په سياست کې او نه هم په نورو چارو کې متاثره کېدو. د حيرانۍ خبره خو داده، چې خالص بابا(رح) چې کومې وړاندوينې دېرش کاله مخکې کړې وې هغه نن په ټوله مانا مونږ ته روڼې شوې د بېلگې په توگه څه له پاسه شل کاله مخکې به خالص بابا(رح) ويل، چې اوس کفر افغانستان ته په غير رسمي بڼه راغلى، يو وخت به داسې راشي چې کفر به په رسمي ډول هېواد ته راشي مانا دا چې زمونږ واکمن به يې په خپله خوښه راولي او رښتيا هم همداسې وشول، چې نن يې د امريکا راتگ هېواد ته روڼه بېلگه ده.مونږ په دې هم سترگې نه شو پټولى، چې خالص بابا(رح) ډېر ځېرک او ټولمنلى شخصيت و او ځيرکتيا خو يې له هرې کړنې ډېره وه، د بېلگې په توگه کله چې د ملگرو ملتونو له لورې د جينوا کميسيون د بينيان سيوان په مشرۍ جوړ شو، نو ټولو تنظيمي مشرانو بې له کوم غوره ورته غاړه کېښوده، خو ارواښاد خالص بابا(رح) دېته په پام سره چې په دې غونډه کې به له کفر سره په يو ټغر کېنو او واک به بېرته د مجاهدينو له لاسه ووځي، ځکه يې په کې گډون ونه کړ.د خالص بابا(رح) ملي کړنه دا وه، چې د ډېورنډ کرښه يې هيڅکله هم په رسميت نه پېژندله او تل يې ويل، چې پر دې خبره څه کول د ولس حق دى نه د يو څو مشرانو.

د کاڼي کرښې

حاجى محمد يعقوب شرافت
مرحوم مولوى محمد يونس خالص زما ترۀ ، زما استاد او زما جهادى مشر ؤ، ما به هم له وړوکوالى څخه دکور دټولو ماشومانو په څير هغه ته اغا وئيلو. ما له هغه سره دکوچنيوالى څخه شپې او ورځې تيرې کړى. کۀ څه هم ډيرې دوړوکوالى پيښې مې هم سترګو سترګو ته کيږى خو خداې(ج) شته چې د1345 هـ ش کال څخه نيولې په جلال اباد کښې دهغه دهجرت تر وخته داسې ډير څه چې ما له هغه څخه اوريدلى اوس هم راته ياد دى. زۀ چې دلته څه ليکم هغه دمولوى صيب دليکنو او يا دبل چا څخه درواياتو په اساس نۀ دى بلکې دالفاظ ما ترې نه خپله اوريدلى دى. زۀ هيله لرم چې دهغه دموقف په لارښودنې کولو کښې به څه ناڅه مرسته وکړى.دمجاهدينو په مشرانو کښې حضرت صبغت الله مجددى تر ټولو زړور دے.کۀ مونږ ته واک په لاس راشى نو دروسانو څخه به دحفيظ الله امين دوينې پوښتنه کووم ځکه هغه افغان ؤ او روسانو دا حق نۀ درلودو چې هغه ووژنى، کۀ چرې ديو سړى يوه عضوه فاسده شى نو ډاکټر ئې هم پخپل سر نۀ شى غوڅولے بايد دمريض څخه ئې دپريکولو اجازه واخلى.خالص صيب دجهاد په مشرانو کښې يوازينے مشر ؤ چې خپله به جهاد ته تلو او دلمړى ځل دپاره اوسنى توره بوړه کښې هم دۀ او مجاهدينو ئې دنور محمد تره کى په وخت کښې مرکز ونيولو. هغه يوه ورځ ووئيل چې زۀ پخپله ځکه جهاد ته ځم چې يو خو مسلمان يم جهاد په ما هم فرض دے ، بل مشر چې په جنګ کښې نۀ وى نو جنګيالى به ئې څنګه جنګ وکړى.دطالبانو تحريک ډير ښۀ تحريک دے خو دمولوى منصور حرکتيان به ئې خراب کړى.کۀ داستاد ربانى سره دپښتو او فارسۍ خبره نۀ وى نو دا ډير ښۀ رهبر ؤ.د2001 ميلادى کال دستمبر ديوولسمې دبريدونو په باره کښې هغه ووئيل چې دستمبر ديوولسمې بريدونه روان دى دا ځکه چې پکښې ښځې، کوچنيان او زاړۀ ووژل شول او اسلام داسې کار روا نۀ ګڼى. په داسې حال کښې چې دمريضۍ په بستر پروت ؤ يوه ورځ ئې ووئيل چې دا ډيره بې غيرتى ده چې زمونږ هيواد کښې خارجيان ګرځيږى او مونږ غلى ناست يو.(دمريضۍ په وخت ئې انجنئير احمد شاه احمدزى ته هم په دې حقله سختې او دغيرت خبرې کړې وې چې زۀ پخپله هلته نۀ ؤم)هغه قوانين چې دظاهر شاه دباچا کيدلو په مهال دعلماؤ سره منل شوى وؤ هغه ټول سم وؤ کۀ اوس هم هغه عملى شى نو اسلامى حکومت راتلے شى.يوه ورځ دسردار محمد داؤد دحکومت په لمړنيو شپو کښې ئې ماته ووئيل کۀ داؤد ما دعدليې وزير هم کړى نو دا اميد مۀ کوئ چې داؤد به اسلام ته کار وکړى. هغه دافغانستان په حقله دپاکستان دټولو پاليسيو سره هم نظرے نۀ ؤ او يو وخت ئې ووئيل چې شهيد ضياء الحق کۀ دافغانستان دجهاد سره ډيره مرسته هم کړې خو ډيره جفا ئې هم کړې ده. هغه به بار بار وئيل چې اسلامى حکومت نۀ وى راغلے زۀ بل هيڅ حکومت په افغانستان کښې نۀ شم منلے.يوه ورځ ئې دطالبانو دحکومت په مهال ووئيل چې دطالبانو حکومت په دې ډول نۀ شى چليدلے چې د زراعت دپاره ئې هم ملا ټاکلے او دبل کار دپاره ئې هم ملا. هر کار بايد مسلکى خلقو ته حواله شى داسې خلقو ته چې اهليت او کفايت دواړه ولرى. يوه ورځ دوروستۍ اوږدې ناروغۍ په مهال ما ورته ووئيل چې اغا! تا خو دنيا کښې ډير ژوند وکړو ستا په نظر تر ټولو ښۀ شے څه شے دے نو هغه ووئيل چې اخلاص . دومره مزه چې په اخلاص کښې شته په بل هيڅ شى کښې نشته دے.يوه ورځ يو ملګرى ورته ووئيل چې داسې ورځ به راشى چې ټول به وايو کاش چې مونږ دحکمتيار او استاد ربانى په جنګ کښې داستاد ربانى ملګرتيا کړے وے نو مولوى صيب ورته ووئيل چې داسې نۀ ده اؤ هيڅکله به دا ارمان ونۀ کړو دواړه په ناحقه دى.هغه دعلماؤ ديو لوئې هيئت سره چې بهرنى علماء هم پکښې موجود ؤ داستاد ربانى او انجنئير حکمتيار ترمنځ دجنګ دپاې ته رسيدو دپاره افغانستان ته تللے ؤ کله چې بيرته راغلو نو وې وئيل چې استاد ربانى ته چې مونږ دجنګ بندولو او دحکمتيار سره دسولې خبره وکړه نو هغه ووئيل چې ترڅو زما مړے دکابل څخه نۀ وى وتلے نو دکابل څخه به ونۀ وځم او کله چې دمو دحکمتيار نه دجنګ دبندولو غوښتنه وکړه نو هغه ووئيل چې پينځه ويشت کاله به جنګ وکړم.مولوى صيب يوه ورځ دجهاد په لومړيو وختونو کښې ووئيل چې نن ټوله دنيا په مونږ(مجاهدينو) رحمت وائى خو کۀ زمونږ دبې اتفاقۍ همدا حال وى داسې ورځ به راشى چې ټوله دنيا به په مونږ لعنت وائى.کله چې دډاکټر نجيب الله دحکومت په وروستيو وختونو کښې دمجاهدينو په ضد سياسى لوبې زياتې شوې نو خالص صيب ووئيل چې امريکا او نور غواړى چې لمړے مجاهدين بدنام او بيا ئې داسې وځپى چې بيا په دنيا کښې څوک دمجاهد په نوم سر راپورته نۀ کړى او څوک چې سر پورته کوى په سر به ئې وهى.يوه ورځ ئې دمرزا اسلم بيګ سره له يو مجلس نه وروستو ووئيل چې پاکستان کښې مرزا اسلم بيګ ډير پوخ سړے دے .يوه ورځ ئې دمرحوم غلام اسحاق خان سره دملاقات څخه وروستو ووئيل چې هغه ډير شريف ، پوهه او ښۀ سړے دے خو دامريکا لخوا سخت مجبور دےدمحمد ظاهر شاه په حقله ئې وئيلى ؤ چې هغه زمونږ دجهاد يو شهيد ته هم ددعا لاس نۀ دے اوچت کړے نو اوس څنګه دهغه مشرى ومنل شى.دجهاد او هجرت څخه دمخه ئې په کابل کښې دډاکټر محب الله په نوم ديو ډاکټر سره دوستى وه هغه ورته يو ډير ښۀ مشکش ټوپک ورکړو او دتمسخر په توګه ئې ورته ووئيل چې مولوى صيب دا واخله کۀ جهاد شى نو په دې به کمونسټان وژنې! نو مولوى صيب ورته ووئيل چې ډاکټره! څه عجيبه خوند به وکړى چې هلته همداتۀ په مخه راشې(يعنى تا به هم په همدې ټوپک وژنم)يوه ورځ ورسره ځينو ملګرو دپښتنو او نيشنليزم په باره کښې بحث کولو نو مولوى صيب ورته ووئيل پښتون ډير غيرتى قوم دے يو دښمن هم نۀ غواړى چې هغوى متحد پاتې شى زۀ هم يو پښتون يم، قوميت ، پښتو او پښتونولى په کلکه سره منم خو دا هر څه داسلام تر سيورى لاندې.يوه ورځ دا بحث شو چې افغانستان کښې عربان شته او کۀ دوى ته کوم رسمى کار وسپارل شى دوى به ئې ښه وکړى مولوى صيب ووئيل چې دا غلطه ده چې افغانستان کښې دې په چوکيو خارجيان ناست وى او کۀ هغه هر څوک وى افغانستان دافغانانو وطن دے.يوه ورځ دامريکا دپخوانى جمهوررئيس جارج بش يو ځانګړے استازے پيټر ټامسن خالص بابا ته راغے نو ټامسن په افغانستان کښې دامريکا مرستې او کومکونه تشريح کړل خو خالص صيب ورته ووئيل چې دا مو دچاسره کړى؟ نو ټامسن دډيرو قوماندانانو نومونه واخستل خالص صيب ورته ووئيل چې دا مرسته نۀ بلکې مداخله ده تاسو پخپل سر هر څه کوئ او دا ځکه چې افغانستان بې مالکه هيواد دے. ټامسن په تعجب سره ووئيل چې تاسو مرستې نۀ منئ هغه ووئيل چې مونږ ديوې ستنې مرسته هم منو خو مداخله نۀ منو او اوس تاسو ځکه دا هر څه کوئ چې افغانستان درته بې مالکه وطن ښکارى. مولوى صيب په خارجى موسيسو ډير زيات بدګمانه ؤ او دخپل تنظيم له لارې ئې ورسره هيڅ ډول مکاتبه نۀ درلوده هغه يوه ورځ ووئيل چې دا ټول جاسوسان دى او عيسائيت خپروى.

د خالص بابا سياسي دريځ


پوهنمل زاهدى احمدزي


دخالص بابا سياسى دريځ روښانه ؤ او هغه داسې چې د خپل ژوند تر پايه پورې په سوچه اسلامي سياسي دريځ ټينګ ولاړ ؤ، په سياست کې يې دينى او عقيدوى بدلون ته اجازه نۀ ورکوله، دين ئې له سياست څخه نۀ قربانولو، بلکې شرعى سياست ئې ددين يوه برخه ګڼله، دځينو نورو جهادى ليډرانو په څير ئې سياست ته په دين باندې ترجيح نۀ ورکوله. په دې معنى چې دوخت له غوښتنو سره سم به کله سلفيان شول، کله به شيعه شول او کله به حنفيان هم شول، مګر مولوى خالص دسوچه اسلامى سياست څښتن ؤ، هغه په خپل سياسى دريځ کښې په هيڅ قيمت او له هيچا سره هم معامله نۀ کوله، هغه په افغانستان کښې دسوچه اسلامى نظام دقيام پلوى ؤ، هغه داهم نۀ غوښتل چې پخپله دې يعنې مولوى صيب خالص دې هرومره واکمن شى څو اسلامى سياست حاکم وګرځى، بلکې دهغه په اند هر څوک چې وى دۀ ته قبول دے، خو په دې شرط چې په هيواد کښې سياسى نظام قائم کړى او دمولوى خالص دغه درې ګونې جهادى اهداف پلى کړى:١- دباديانته مشرانو په صلاح مشورې به داسلامى دولت مشر ټاکلے شى٢- ددولت اساسى قانون به قران او حديث وى.٣- اسلامى دولت مکملف دے چې په هيواد کښې به شرعى حجاب پلے کوى، ٤- اسلامى جهاد ته به دوام ورکوى ٥- مرتد شوؤ عناصرو ته به شرعى مجازات ورکوى.دغه راز مولوى صيب چې څومره ماته معلومه ده دسياست او دولت ګټلو په خاطر ئې خپل فقهى مسلک او سياست هم نۀ دے بدل کړے. ماته ښۀ په ياد دى کله چې په 1380هـ ش کال کښې دليندۍ په ديرشمه نيټه چې د1991 م کال ددسمبر له شلمې نيټې سره سمون خورى داستاد سياف داتحاد اسلامى او دمولوى صيب محمد يونس خالص دګوند ترمنځ دننګرهار په کچه ديو والى په مسئله دننګرهار په ګوړوکو کښې داستاد سياف دشمشاد په جهادى غونډه کښې ددوؤ تنظيونو ترمنځ غونډه وه. زۀ په هغه وخت کښې ددعوت او جهاد په پوهنتون کښې استاد ؤم په کدر علمى کښې دشمول په اړوند له الحاج سيد محمد حنيف سره چې داستاد سياف دګوند دلوګر ولايت جهادى امير ؤ اؤ داستاد سياف داجرايه شورا مهم غړے هم ؤ.لاړم شمشاد ته چې ورسيدو مولوى صيب هم له خپلو جهادى قوماندانانو او دخپل ګوند داجرايه شورا له غړو سره هلته راغے. ددواړو لورو ترمنځ غونډه پيل شوه. دغونډې دجريان په مهال دماسپښين دنمانځه وخت شو. دجمعې مبارکه ورځ وه دنمانځه دپاره تيارے ونيول شو. دسلو کسانو په خواؤشا کښې وګړى موجود ؤ. مولوى صيب خالص دامامت دپاره وړاندې شو. ماته ئې مخ راواړولو او په خندا کښې ئې راته ووئيل: زمونږ داحنافو په نيز په کليو او بانډو کښې دجمعې نمونځ ، دجمعې دوجوب او ادا دشرطونو نه موجوديت له امله فرض نۀ دے، له همدې کبله نن هم مونږ دماسپښين نمونځ کوؤ، نۀ دجمعې نمونځ، ما ورته ووئيل: مولوى صيب سمه ده ، مونږ هم دغه مسئله ستافتوا ته سپارو. مونږ ګردو دماسپښين نمونځ ورپسې ادا کړو. مګر هيچا به دا نۀ وى اوريدلى چې مولوى صيب محمد يونس خالص په نورو اسلامى فقهى مسلکونو نيوکه کړې وى يا ئې کوم متعصبانه غبرګون ښودلے دے. ځکه چې مولوى صيب محمد يونس خالص يو روڼ اندى عبقرى عالم ؤ او په ګردودينى مسائلو کښې دحق تابع ؤ. مولوى صيب محمد يونس خالص ددولت درئيس په ټاکلو کښې له عمومى انتخاباتو او ټول ټاکنو سره شديد مخالف ؤ. چې له هم دې امله په 1361 ل کال کښې کله چې داوه ګونې اتحاد په شورا کښې داسلامى دولت درئيس دانتخاباتو موضوع مطرح کړے شوه. مولوى صيب خالص دخپل ګوند فقها او علماؤ ته امر وکړو چې په اړونده موضوع کښې داسلامى شريعت په رڼا کښې شرعى فتوا صادره کړى. هغوى هم غونډه وکړه او دامام الحرمين جوينى الشافعى(عبدالمالک بن ابى محمد) متوفى 478 هـ په کتاب کښې غياث الامم استدلال کړے دے. چې درئيس ددولت دپاره عمومى ټولټاکنې شرعى صبغه نۀ لرى، بلکې ددولت رئيس بايد داهل حل و عقددغونډې له لارې وټاکلے شى. داسې عقد او حل، چې غړى ئې دينى عالمان وى، دويم عادل وى ، يعنى دکبايرو مرتکب شوے نۀ وى، دريم نارينه وى، څلورم متقى وى، پينځم دتدبير ځواک لرونکے وى او بيا داهل حل و عقد دشورا دګردو غړو حضور هم شرط نۀ دے لکه چې امام الحرمين وئيلى دى.

الخميس، ٦ شوال ١٤٢٨ هـ

دامونواودانوته يوه کتنه

استاد محمداصف صميم


په بزم ورزم باندې چې راشي

د توتي ژبه، زړه دپلنګ لر ي
خوشال بابا


پر١٣٦٨ل کال چې دجهادي بهير وتلي ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي شهرت ننګيال وينه په قلم کې نومې تذکره د جهادي څيړنو مرکز له خوا خپره کړه، نو د هجرت په چاپېريال کې يې د يوې غنيمت تذکرې په توګه ښه تود هرکلى وشو، خو نقادانو ته بيا د ادبي تذکرې د ښووليو آرونو او معيارونو له مخې ادبي تذکره ښکاره نه شوه، ځکه د ادبي تذکرې کچ مېچ ،دا ښوول شوىاو منل شوى دى، چې په ادبي تذکر ه يوازې د هغو ليکوالو او شاعرانو پر ژوند او افکارو باندې مفصله څېړنه کېږي، چې د يوه ادبي سبک يا ادبي مکتب بنسټګر يا غوره استازي وي. پردې سربېره څينې هغه ليکوال او شاعران هم د ادبي تذکرې تر وزر لاندې راتلاى شي، چې که د کوم ادبي اوښتون ښکارندوى هم نه وي، خو د خپل هنري کمال له مخې په ادبي تذکروکې د ځلونې حق او ځاى لري.
د ښاغلي ننګيال په دغه تذکره کې هم تر ادبي ارزښت زيات سياسي، جهادي او قيادي ارزښتونو ته ارزښت ورکړ شوى و، داسې چې په تذکره کې له ټول ټال ٧٧کسو ځنې يوازې ٥٤ کسو په يوه نه يوه بڼه له ادب سره تړاو درلود. البته د همدغو جهادي قيادي معيارونو په لړ کې يوازې يو مولوي محمد يونس خالص هغه څوک و، چې د خپلې ادبي مخينې( سابقې ) له مخې يې د ننګيال په تذکره کې پر ګډون نېوکه ونه شوه، ځکه په دغسې تذکرو کې د خالص بابا په څېر قلموالو ګډون، پرده احسان نه، بلکې دده حق و او بيا پر داسې مهال، چې که په اويا کلنۍ کې يې هم په زړو هډوکيو د خپلې خاورې او خپلې ګروهې (عقيدې) د دښمن پروړاندې خپله تېره توره چلوله، نو د قلم په ډګر کې يې په خپل وياړلي قلم کې د زړه وينه څڅوله او د خپل ميړني او اتل اولس په برخليک ټاکنه کې يې ترې کاراخيسته.
د علامه اقبال رح وينا رښتيا ده، چې وايي
اولسونه د شاعر په ضمير کې زيږي، خو د سياستوالو په لاس مري

خالص بابا هم له ځايه شاعر و، خو د خپلې ټولنې اړتيا او غوښتنې سياست غاړې ته ورواچاوه.ګنې دا خو هغه شاعر و، چې د شعر په زور يې هم د خپلواکۍ هوسۍ د بلوسګر ښکاري له منګولو راخپلولاى شوه .هغه دا کار د خپل شعر په سحرهم کولاى شو، ځکه د هغه په هنرکې چې کومه ښکلا، ځلا او پياوړتيا وه، هغه له دغو تاوجنو او ويرجنو حالاتو نه څو لسيزې وړاندې دې هنر پوه اولس پېژندلې وه، ددې هنر مينې ټولنې هر هنرمين وګړي دده له خولې دده رندي او دده د شعر دا رنګيني اورېدلې وه، چې

ماتـــه مـــې کاسه شوه پـــه شرابـــو مسته مځکه شوه
خوار شـې اى کولا لـــه له دې ماتو کــــنډولــــو سره
کابل.١٣٣٨وږى

خالص بابا که د خپلې خاورې او عقيدې دښمن ته د خپلې تورې ځلا وښوده او پر دښمن يې د خپلې تورې زور ومانه، نو د هغه د شعر ښکلې ملکې لا وختي د هنرمنو زړونو پر هېواد واکمني چلولې وه
دا وخت چې خالص بابا د خپل وياړلي ژوندانه پر داسې مورګه ولاړ دى، چې د هنري رنګينيو د هستونې تمه ترې مه بويه، سملاسي دده د نمانځنې، په پار دده هغه درې جلا جلا خپرې شوې کوچنۍ ټولګې په دې هيله ګډلې وړاندې کول،هم يوبختورښوګڼ ( پال ) دى،ترڅو چې يې په هېوادنيو او هجري مطبوعاتو کې خواره واره شعرونه ترلاسه کېږي، په لاس کې وسله هم د زوقونو موخه نښه کولاى او شوقونه پارولاى شي
زه ددې ګډلې ټولګې د بيا وړاندې کولو او خپراوي په نوښت، احسان خپرندويه ټولنه بختوره بولم او ددې ټولګې ځښتن ته دده د سپېڅلي هنر د ارزښت په پار، دده د روغمن او پتمن ژوند لپاره د ستر څښتن درشل ته لاسونه لپه کوم
ځلانده دې وي د خالص بابا د رزمي او بزمي ښکلا د اغيز لمر.
د خداى ښــــــــــه دي

د ارواښاد خالص بابا لنډه پېژندنه

عرفان الله څپاند
د١٢٩٧لمريز کال د مرغومي په يخو شپو کې د ننګرهار ولايت د خوږياڼو د ولسوالۍ دقاضيانو په کلي کې دمولوي عبدالاکبر په کور کې يو ماشوم سترګې وغړولې. کورنۍ پرې محمد يونس نوم کېښود. دې ماشوم خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق څخه پيل کړې کله چې لږ لوى شو، نو دنورو زده کړو لپاره دخپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره دلرې پښتونخوا په لور روان شو. په لره پښتونخوا کې يې په چج، طورومايار(مردان)، چکۍ سر،دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک او نورو ځايونو کې زده کړې تر سره کړې. نوموړي د خپلو زده کړو په لړ کې سپېڅلى قران هم حفظ کړ.له زده کړې وروسته کله چې يې دعالِم په توګه پګړۍ وتړله، نو خپل هېواد ته راستون شو.محمد يونس په لومړيو وختونو کې دځان لپاره اورنګي تخلص غوره کړ؛بيايې مېړنى غوره کړ، خو څه وخت وروسته يې دمولانا ارشاد په وړانديزخالص غوره کړ. مولوي محمديونس خالص بابا په ١٣٣٠لمريز کال کې دافغانستان داطلاعاتو او کولتور په وزارت کې د ( تربيه افکار ) په څانګه کې د غړي په توګه وټاکل شو او له همغې وخت څخه وروسته د (پيام حق) او ( وړانګه ) جرېدې چلول يو په بل پسې ورپه غاړه شول. تر ١٣٣٨ل پورې يې په ډېره سپېڅلتيا سره خپله دنده تر سره کوله. خالص بابا يو څه وخت له راديو افغانستان سره دتلاوت او تفسير کولوديني دنده سره له ژباړې ترسره کړې. خالص بابادکابل په دارالعلوم او نورو ښوونځيو کې دښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او له ١٣٣٠ل څخه تر ١٣٥٢ل پورې يې دهېواد له مطبوعاتو سره همکاري ساتلې، چې له ګهيځ اوونيزې سره همکاري يې دپام وړ ده.دخالص بابا لومړنى ليکلى اثر په کال ١٣٣٣ل کې کښلى چې دالحاد او دهريت پر خلاف د ( ديني ملغلرې ) په نوم دى. کله چې خالص بابا تقاعد شو، نو د بيهقي له کتاب خپرولو موسسې سره يې همکاري پيل کړه. خالص بابا دخپلو ليکنو په وسيله له ١٣٣٠ل څخه دکفر پر وړانړې مبارزه پيل کړې وه، خو دظاهرشاه دواکمنۍ په اخرو کلونوکې يې په حکومت کې دبې دينۍ پر وړاندې مبارزه په څرګنده بڼه پيل کړه.کله جې سردار محمد داود دواک پر ګدۍ کېناست؛ نو خالص بابا هم په دې لړ کې په ١٣٥٣ل کال کې دپاکستان سرحدي سيمو ته هجرت وکړ او دبې دينۍ پر وړاندې يې مبارزه نوره هم چټکه کړه. خالص بابا په ١٣٥٧ل کال کې د ( دافغانستان اسلامي حزب ) په نوم جهادي تنظيم جوړ کړ او په ١٣٥٨ل کې يې د هېواد مشهور او ستر جهادي مرکز ( توره بوړه ) د پلو هڅو مرکز کړ چې پيل يې دپچير ملا صيب له ځايه وکړ.دروسانو تر وتلو يې خپله مبارزه روانه وساتله او په خپله يې دسنګر په چوپړ کې په پوره مېړانه سره تر پايه دروسانو په ويستلو کې مبارزه وکړه. کله چې حکومت دمجاهدينو لاس ته ورغى , نو خالص بابا به لومريو كي د سووني او روزني د وزير به توكه دنده ترسره كوله, خو كله جي د ځينو چارواکو له لورې په هېواد کې خپلمنځي جنګ پيل شو، نو خالص بابا پر کور کيناست او له نورو يې هم وغوښتل تر څو خپلمنځي جنګ ونه کړي. کله چې په هېواد کې دواک چارې دطالبانو لاس ته ورغلې، نو خالص بابا ترې ديو مسلمان په توګه ملاتړ وکړ. داوسني حکومت په لومړيو کلونو کې خالص بابا د جلال ابادله ښار څخه شپږ کيلو مېتره جنوب لوري ته دنجم الجهاد په فاميلۍ کې چې دخالص بابا په ځانګړي زيار جوړه شوې؛ مېشت و، خو کله چې يې دامريکا پر مشرۍ له راغليو ځواکونو سره په دوه يم واردجهاد کولو اعلان وکړ، نو پر هماغه لومړۍ شپه له خپل کور څخه يو نامعلوم لوري ته په هجرت دبيا لپاره اړ شو.د معلوماتو له مخي خالص بابا د درې کلن هجرت په پاى کې له دې نړۍ څخه په ارمانجنو سترګو په سعودي عربستان کې سترګې دتل لپاره د١٣٨٥لمريز د چنګاښ پر ٢٨مه پټې کړې او جنازه يې د نوموړي د زوى مولوي انوالحق مجاهد, د بابا د وراره شمس الاسلام نبي خيل او نورو خواخوږو له لورې د سعودي عربستان د مديني منوري به نبوي جومات کې تر سره شول او د تدفين مراسم يي د جنت البقيع به مباركه هديره كي ترسره شول. د خالص بابا پر درنه مړينه دډېرو اوښکې تويې شوې او دارمان اهونه يې له سينو پورته شول.
د خالص بابا ليكنې او ژباړې:
1_ ديني ملغلرې
٢_ شرح العقيدة الطحاوية_ ژباړه(پښتو)3_ شرح العقيدة الطحاوية_تاليف(عربي)4_ عقل تقليد او دنيوي گټې وټې5_ اسلامي روح6_ د اسلامي عالم نن او پرون7_ المفاتيح_مفتاح الصرف(لومړۍ برخه)(پښتو) 8_ اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ(ژباړه)9_ دين او اسلامي تمدن(ژباړه)10_ روح الاجتماع11_ ژوندي اشعار(شعرونه)12_ دامونه او دانې(شعرونه)13_ تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)14_ خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه(شعرونه)15_ اسلامي جهاد او گټه يې16_ زه څوك يم او د څه لباره مبارزه كوم؟17_من انا ولمادا اجاهد؟18_ پښتون قوم او د هغوى وظيفه19_ دوه مقالې(لومړى ټوك)20_ دوه مقالې(دويم ټوك)21_ حكمتيار صيب څه وايي؟22_ رمضانيه23_ حقيقي مجاهد څوك دى او بايد څه وكړي؟24_ موقف حزب اسلامي(دري)25_ جهادي لار او لارښوونې26_ ازمودن را ازمودن خطا است(پښتو)27_ مجاهد ملت ته پيغام28_ د حج لارښوونكى29_ د اسلامي حزب نوې اساسنامه30_ د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى31_ باغي څوك دى؟32_ ديني گټې وټې33_ ناوړه دودونه34_ ښځه او نارينه يا د انساني ټولنې دوه وزرونه35_ حساب...36_ او ډېر نور.....

د خالص بابا د شعر پر ليکه گډه ټولگه خپره شوه



د (مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې) پر نوم د ارواښاد مولوي محمد يونس خالص بابا د شعر پر ليکه د شاعرانو د شعرونو گډه ټولگه خپره شوه. دغه ټولگه چې په پېژندنه کې يې ليکل شوي، د ښاغلي لطف الله خيرخوا او عرفان الله څپاند پر زيار راټوله شوې او د خالص بابا فرهنگي ټولنې خپره کړې.
دا گډه شعري ټولگه له سريزو او پېژندنې پرته اوه اويا(٧٧) مخه لري او په ښکلي سپين کاغذ خپره شوې. پر دې ټولگه د خالص بابا د فرهنگي ټولنې رييس استاد دلاورخان سېلاب، نوموتي ليکوال او غزلبول شاعر استاد فضل ولي ناگار او د هېواد ستر ليکوال ښاغلي استاد محمد اصف صميم سريزې کښلي.
دا ټولگه د خالص بابا د لانديني بيت پرليکه راټوله شوې:
مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې
گوره نتېجه کې اخر کار د زولنو ته مې
په دې ټولگه کې د پورتني شعر پر ليکه د لاندې شاعرانو شعرونه يو په بل پسې راغلي:
١_ ارواښاد خالص بابا
٢_ حاجي احمد شاه وردگ
٣_ اقامحمد گړندى
٤_ بخت وزير سپېڅلى
٥_ بصير احمد ياد
٦_ پلوشه ښکلې
٧_ تاج محمد عرفان
٨_ خان اغا حميدي
٩_ دلسوز ابوبکر خان رودوال
١٠_ رحمت الله غالب
١١_ رحمت گل وقار
١٢_ زړور خان مفکر
١٣_ سردار ولي حقمل
١٤_ سعدالله فطرت
١٥_ سيد ملا الف خېل
١٦_ سيدولي قاطن
١٧_ شاکره فقيرزۍ
١٨_ شاه منور منور
١٩_ ضياالرحمان حسرت
٢٠_ مولوي عبدالغني خيبر
٢١_ عبدالله صداقت
٢٢_ عبدالله وړ
٢٣_ عبدالکبير طلايي
٢٤_ عبدالمالک ستانکزى
٢٥_ عبدالمتين سروري
٢٦_ عرفان الله څپاند
٢٧_ عصمت الله سېلاب
٢٨_ علامه عبدالستار محمدي
٢٩_ استاد فضل ولي ناگار
٣٠_ فضل هادي سالک
٣١_ فياض اپرېدى
٣٢_ قتيل خوږياڼى
٣٣_ لطف الله خيرخوا
٣٤_ لطيف الله صادق
٣٥_ محبت جان ژوندى
٣٦_ محمد اسماعيل عندليب
٣٧_ محمد حنيف حيران توتاخېل
٣٨_ محمد داود ستومان
٣٩_ مفتون غرق و پرق
٤٠_ نصرت الله الهام
٤١_ نظيرالحق قريشي
٤٢_ ننگيالى ننگ.
ددغې ټولگې چاپ چارې دانش خپرندويې ټولنې تر سره کړي او مالي لگښت يې د خالص بابا فرهنگي ټولنې ترسره کړي.

د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص باباد فرهنګي ټولنې مبارکي

د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص باباد فرهنګي ټولنې مبارکي

خالص بابافرهنګي ټولنه دنيکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي او ټولو هېوادوالو ته تر بل کوچني اختره پورې څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوي او له څښتن تعالی څخه ټولو هېوادوالو ته خوږ ژوند او خوږې شېبې غواړي
خالص بابا فرهنګي ټولنه

څلوريزه

ارواښاد خالص بابا
وسکونډه باڼه چې مې تازه د زړه زخمونه شي
بيا چې پکې ياره جوړ د سرو وينو ډنډونه شي
راشه چې په ځاى د سپيلني درته لوګى شمه
مات چې د رقيب د بدو سترګو نظرونه شي

د خالص بابا(رح) له ځانګړتياو څخه

عبدالقادر الفت



یواځې د ځانګړتیاو پر یادونه یې ځکه بسیا کوم چې اروا ښاد خالص بابا د هېواد یوه داسې نوموتې مذهبي، علمي، سیاسي، ولسي او ادبي څېره ده چې په هکله یې بشپړه لیکنه کول دومره آسان او د هر چا کار نه دی ځکه چې خالص بابا یواځې د یو وګړي نوم نه دی، یواځې د یو دیني عالم نوم نه دی، یواځې د یو شاعر نوم نه دی، یواځې د یو رهبر نوم نه دی، یواځې د یو مجاهد نوم نه دی بلکه د نېږدې نیمې پېړۍ (شپېته کلنې) پاکې مبارزې نوم دی، هغه مبارزه چې د کښتۍ په شان د وخت د بادونو بنده نه بلکه د غره په شان تل پخپل ریښتیني دریځ ولاړه وه. هسې خو به ډېر خلک پیدا شي چې دا ځانګړتیاوې ولري چې هم ملا وي هم شاعر او هم ... خو د خالص بابا اصلي ځانګړتیاوې دا نه دي چې ملا و، شاعر و، رهبر و او داسې نور بلکه اصلي ځانګړتیاوې یې دا دي چې:
ملا و خو درباري نه
شاعر و خو درباري نه
رهبر و خو د اقتدار تږی نه
مجاهد و خو د خلکو د مالونو او وینو تږی نه
مهاجر و خو د هجرت په نامه د خپل جېب لپاره خیرات ټولوونکی نه و
د هغوی په لیکنو، شعرونو، ویناو او عمل کې د حقپالنې، ولسپالنې، پند، غیرت او خپلواکۍ اړخونه خورا روښانه دي.
د خالص بابا په ځانګړتیاو کې تر ټولو مهم ټکی حقپالنه ده او هغه څه چې د هغوی شخصیت ته یې ځلا وربخښلې ده د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له پېر نه رانیولې د وفات تر وخته یې د بېلابېلو وختونو په لیکنو، ویناو او عمل کې د حقپالنې ځلانده جوهر دی.
هغوی د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په دور کې (د ۱۳۲۰ لمریزې لسیزې څخه راپدېخوا) د یو ریښتوني داعي په توګه هم د ښوونې او روزنې، تالیف، رادېو او هم د نورو رسنیو له لارې خپله د حقپالنې دنده پر مخ وړله مګر کله یې هم د دربار چوکټ نه دی نیولی او کله یې هم خپله مبارزه د وخت د واکدارانو یا شخصي اغراضو په چوپړ کې نه ده کارولې.
خالص بابا د روسي یرغلګرو پر خلاف د جهاد په دوران کې تش په نامه جهادي رهبر نه بلکه د یو مجاهد په توګه هغه هم په سپینه ږیره په عملي مسلح جهاد کې پراخه ونډه درلوده او هم یې د یو ریښتوني مشر په توګه مجاهدینو ته لارښوونه کوله. د مجاهدینو لپاره به یې بېلابیل لارښود کتابونه هم لیکل تر څو د جهاد له اصلي مسیر څخه انحراف ونکړي. د خپل منځي جنګونو څخه یې همېشه ډډه کړې او نورو ته یې هم د ډډې کولو توصیه کړې او تر پایه پورې پر همدې دریځ ولاړ پاته شو.
بابا د ډېر لوی عزیمت څښتن و. د امریکا د متحدو آیالتونو د وخت رییس جمهور رونالډ ریګن ته په سپینه ماڼۍ کې مخامخ د بابا له اړخه د اسلام د سپېڅلي دین د راوړلو بلنه د ارواښاد د عزیمت یوه داسې بېلګه ده چې په نننۍ نړۍ کې هېڅ سیال نه لري.
په هجرت کې یې نسبتاً دروېشانه ژوند اختیار کړی و او هر چا کولای شول د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره په آسانه ورسره وګوري. له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ پورې بنده د بابا مرحوم سره د هغوی په حجره کې حاضرِ خدمت و. لومړی ترې ډېر وېرېدم، ملامت نه وم کشر وم او هغه دې هم خدای پاک وبښي امسا یې بیخي له لاسه نه لرې کوله خو بیا زر ورسره عادي شوم. بابا چې به کله کورته راغی نو د جماعت له لمونځونو څخه پرته زیات وخت به په حجره کې ناست و. په دې درېو کلونو کې زما یوه ورځ هم داسې نه ده په یاد چې په حجره کې دې میلمه موجود وي او بابا دې ډوډۍ په کور کې خوړلې وي. له مېلمنو سره به یې خوږه مرکه کوله او د موقع په مناسبت سره به یې خورا ښې ټوکې هم کولې. بابا چې به کله پوه شو چې څوک ورڅخه خفه دی نو مرور به یې سمدستي راپخلا کولو او کله خو به د سهار له لمانځه څخه وروسته د مرور د پخلا کولو پسې کور ته هم ورتللو، مرور بېوزله به هم حیرا ن شو چې له ده سره اوس څه کوې؟ له مرور څخه به هم د تېښتې لاره ورکه شوه او بېچاره به یې پخپله مرورۍ پښېمانه کړ. معمولاً به له ماذیګر څخه تر ماسختنه او بیا د سهار له لمانځه څخه نیولې تر سباناري پورې د مولوي صاحب په مصروفیاتو کې د قرآن کریم تلاوت، د میلمنو سره لیدنه، د خلکو د ستونزو اورېدل او په هکله یې مناسب اقدام کول، خبرونه اورېدل او مطالعه کول شامل و. د هومیوپیتهک ډاکټر هم و او تقریباً هره ورځ به یې حجرې ته د راغلو ناروغانو درملنه کوله او په حجره کې له موجود خپل درملتون څخه به یې دوا ورکوله.
د خالص بابا په سینه کې د لوی خدای جل جلاله پاک کلام خوندي و. بابا د هېواد نوموتی عالم او د مروجه اسلامي علومو او فنونو لکه تفسیر، حدیث، عقیدې، فقهې، اصول فقهې، سیرت، تاریخ، معاني بدیع او بیان، منطق، حکمت او د عربي، پښتو او دري له ژبدودونو څخه خورا متمکن و، او هم یې د دې تر څنګ قوي او معاصره مطالعه درلوده. په اردو ژبه هم پوهېدو. خدای دې یې اوبښي ډېرې سختې پوښتنې به یې کولې. هر خوارندوکي زده کوونکي یې نو په مخ کې پر نه شو وهلی. بابا مرحوم د نوي کهول زده کړې او تعلیم ته ډېر لېواله و، هر ځوان چې به ورسره مخ شو نو بابا به ترې څخه د تعلیمي سرګرمۍ پوښتنه خامخوا کوله، وړکیه سبق وایې؟ چېرته یې وایې؟ کوم کتابونه وایې؟ بیا نو که له چا سره به نصیب ډېره یاري وکړه نو امتحان به یې پر همدې خلاص شو چې پلانکی څه صیغه ده؟. زه به چې له ۱۹۹۰ نه دمخه کله کله ورسره مخ کېدم نو هم به مې همدا سرنوشت و او ډېر ځله به مجبور وو چې د بابا سره د مخ کېدلو له ویرې هم یو څه مطالعه ولرو او که نه نو د مُلا له سلام ګرځولو سره سمې پښې سپکې کړو، خو کله چې بیا پوخ ورسره شوم نو یو څو ورځې پوښتنې موښتنې زیاتې وې بیا وروسته نو خدای پاک خیر کړ، ګویا خاموشه سند مې ترلاسه کړ.
بابا په پښتو، عربي او څه نا څه په دري ژبه کې په بېلابېلو موضوعاتو کې لوی او واړه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي لکه اسلامي روح، اسلام او انساني تمدن، روح الاجتماع (د علامه ګوستاولوبون د کتاب له عربي ژباړې څخه پښتو ته ژباړه)، دینې ملغلرې، د عقیدة الطحاوي شرحه (له عربي څخه پښتو ته ژباړه)، ژوندي اشعار (شعري ټولګه)، دامونه او دانې (شعري ټولګه)، تور زړو ته یم توره او سپين زړو ته یم سپینه (شعري ټولګه)، خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه (شعري ټولګه)، عقل، تقلید او دنیوي ګټې وټې، باغي څوک دی؟، حقیقي مجاهد څوک دی او باید څه وکړي؟، موقف حزب اسلامي(دري)، جهادي لار او لارښوونې، د اسلامي عالم نن او پرون، ناوړه دودونه (له عربي څخه ژباړه)، مفتاح الصرف (په پښتو ژبه) او د (آزموده را آزمودن خطا است) او د (ښځه او نر یا د انساني ټولنې دوه وزرونه) په شان لسګونه کوچني کتابګوټي او داسې نور.
د نثر تر څنګ یې خورا خوږه او روانه شاعري هم لرله چې په شعرونو کې یې (بډه)، (پوچ کارتوس)، (ګوته په غاښ) او (مار او لړم) زیات شهرت موندلی دی او په شعري ټولګو کې یې د ښاغلي عبدالهادي ملاخېل لخوا را ټوله شوې ټولګه (دامونه او دانې) یوه ډېره ښه پانګه ده.

بابا په کافي اندازه سیاسي بصیرت درلود او سیاسي وړاندوینې یې ډېرې مشهورې دي. د اسلام آباد د ۱۹۹۴ کال د مارچ د میاشتې د تړون په هکله چې بابا ویلي وو (ما ته له دې تړون څخه د وینو بوی راځي) نو لومړی سر دې وینا ته زیاتو خلکو د حیرانتیا او حتی ځینو ناپوهانو د ټوکو او تمسخر په نظر کتل خو له تړون څخه وروسته په لنډو ورځو کې جوته شوه چې د مولوي صاحب اټکل پر ځای وخوت. نېږدې څوارلس کاله پخوا کله چې بابا د جګړه مارو اړخونو تر منځ د سولې لپاره هلې ځلې کولې ما ترې څخه پخپلو غوږونو اوریدلي وو چې (د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت او داخلي جګړې به ښایي د دې لامل شي چې یوه ورځ به د افغانستان خپلواک حیثیت ختم او لکه د سویس په شان خلع سلاح او د ملګرو ملتونو په نامه پوځونه به ورته راولېږل شي ...) اوس یې مونږ هر یو وینو چې څه وشول او څه روان دي.
د پردیو له خوا د افغان ولس پر خلاف له شویو ظلمونو سره دومره حساس و چې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د سخت نظریاتي اختلاف سره سره یې دا خبره کوله چې مونږ به له روسانو څخه د تره کي او امین پوښتنه هم کوو.
ولسپال خالص بابا د پښتون ولس د زړه پر منځ د انګرېز ډېورنډ لخوا راکښل شوې تورې کرښې لاسلیک کولو ته کله هم غاړه کېنښوده.
په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط څخه څه وخت وروسته (د ۱۹۹۴م د جنوري په لومړۍ نېټه) بابا په بشپړ ډول هېواد ته راستون شو او خپل دروېشانه ژوند ته یې ادامه ورکړه. د اقتدار تږی نه و ځکه نو له هېچا سره یې په دې موخه کوم جوړښت نه دی کړی مګر کله یې هم د حقپالنې لمن پرېنښودله او لومړی یې د مجاهدینو او بیا د طالبانو واکدارانو ښو ته ښه او بدو ته بد ویلي او د تل لپاره یې د وخت د واکدارانو په وړاندې د حقې وینا فریضه سر ته رسولې ده.
د ګران هېواد پر خلاف د امریکایي یرغلګرو په مشرۍ د رامنځته شوي ظالمانه یرغل پر وړاندې خالص بابا چپ پاته نشو او په داسې حالت کې چې خپلو مبارکو پښو یې هم د هغه د کمزوري ځان د وړلو تاب نه درلود نامعلوم
ځای ته یې یو ځل بیا د هجرت لیاره ونیوله او په خپل کلک عزم سره یې د خپل دین او ولس د دښمنانو او
یرغلګر نړیوال زبر ځواک پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ. خیر خواه یې په هکله بیخي ریښتیا ویلي دي چې : زمری که زوړ هم شي همت له لاسه نه ورکوي.
د جهاد له اعلان څخه وروسته هم بابا د یو دیني عالم او سیاسي لارښود په توګه د رسنیو له لارې وخت په وخت پر خپل ولس غږ کړی او هغوی ته یې لارښوونه کړې او د تورې بوړې شاهین یو ځل بیا دښمن دېته پرېنښود چې زمونږ په پاکه خاوره په ډاډه زړه وګرځي.
خدای پاک دې پرې رحم وکړي خالص بابا په نامعلوم هجرتځای کې وفات شو مګر پخپل نامعلوم قبر سره یې خپل ولس ته د پښتو دا متل په غوږ کې ښه ورکېښود چې : له کلي ووځه خو له نرخه مه ووځه. هغه له نرخه و نه ووت او تر پایه خپل رب ته پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شو.
د سپین غره څوکې به د تل لپاره د حال په ژبه د بابا د اتلولۍ ترانې زمزمه کوي، البته دا یو جلا درد دی چې ترڅو پورې به مو په زړونو پورې د حسرت دا غوټه تړلې پاته وي چې:
ګېدړانو باندې جوړ شول مزارونه
د وطن د زمرو ورک مو شول قبرونه
په پای کې، نه وایم چې معصوم و، هغه هم زمونږ او ستاسې د آخرالزمانه ټولنې یو انسان و او له هر لوستونکي څخه ورته د بخښنې او دعا هیله لرو. خو دا توپیر هم پر خپل ځای یو اټل حقیقت دی چې بابا د خپلې شپېته کلنې مبارزې په بهیر کې:
ملا و خو درباري نه
شاعر و خو درباري نه
رهبر و خو د اقتدار تږی نه
مجاهد و خو د خلکو د مالونو او وینو تږی نه
مهاجر و خو د هجرت په نامه د خپل جېب لپاره خیرات ټولوونکی نه و! د تقدیر له دود سره سم د تورې بوړې شاهین د اجل داعي ته په پراخه ټنډه هرکلی ووایه او تاریخ پخپلو پاڼو کې د اتلولۍ یو ریښتونی داستان راونغاړه.