الأربعاء، ١٩ ديسمبر ٢٠٠٧
د خالص بابا فرهنگي ټولنه ټولو هېوادوالو ته د نېکمرغه لوى اختر مبارکي د زړه له کومې ورکوي او ټولو هېوادوالو ته راغلى لوى اختر په خوښۍ او خوشالۍ سره غواړي او لوى څښتن ته لاسونه لپه کوي، چې هېواد دې تل سوکاله او خپلواک لري او تل دې له خوښيو ډک وي. ټولو هغه هېوادوالو ته چې سپېڅلې قربانۍ يې کړي دي؛ د زړه له تله غواړي چې خداى دې ددوى قربانۍ قبولې کړي. همدا ډول هغو افغان حاجيانو ته چې د اختر ورځې يې د حج په چاپېريال کې تېرېږي د زړه له تله دعا کوي، چې ستر څښن(ج) دې د دوى د حج قربانۍ په خپل دربار کې ومني.
الأربعاء، ٣١ أكتوبر ٢٠٠٧
الأربعاء، ٢٤ أكتوبر ٢٠٠٧
اى زما بابا
دا نه يوازې دا چې خپل ځان پرې گران و، بلکې ددې پر ځاى ټول افغان قوم پرې گران و، دا زمونږ د هېواد ځلانده ستورى ارواښاد محمد يونس خالص بابا(رح) و.خالص بابا(رح) لکه څنگه چې يې له نوم څخه څرگندېږي(خالص) نو تاسو يې له معنا څخه پوه شئ، چې دا يو پاک او منلى سړى و، د دستار سړى واو په خلکو کې ډېر ياد او يار سړى و.خالص بابا(رح) نه يوازې دا چې د سياست په ميدان کې روښانه او ځلانده نوم لري، بلکې له افغانستان څخه د سرو روسانو په ويستلو کې يو ځانگړى نوم لري او د بابا لقب يې په ډېرو مېړانو کولو له ولس څخه لاس ته راوړى.د خالص بابا(رح) له سياست څخه داسې څرگندېږي، چې دده سياست ژوندى او پرمختللى سياست و، ځکه په اوسني وخت کې اوس هم ځينې سياستوال دده د سياست په تگلاره روان دي او پرې مخکې گامونه پورته کوي.خالص بابا په ټوله مانا اوس هم له مونږ سره په زړونوم او فکرونو کې ژوندى دى او له مونږ سره به تر هغې پورې وي، چې تر څو مونږ ژوندي يو او د ياد کلى مو خاورې شوى نه وي.
د بابا د لقب وياړ
دبابا دلقب وياړدبابا لقب ډېرو کمو خلکو ته حاصلېږي او هغه څوک نېکمرغه دي چې په ژوند دبابا په لقب ووياړل شي. استاد محمد زمان مزمل په خپل کتاب کې د بابا د مقام په هکله ليکلي چې:( باباهغه مقام دى چې دنورو هېوادونو روحاني شخصيتونه يې په ارمان کې مړه شول.) خو زه وايم چې چاته په ژوند دبابا لقب ورکړل شي له دې نوره ستره ډالۍ نشته او خالص بابا نېکمرغه و چې په ژوند بابا ګڼل کېدو او دستر ملي بابا وياړ يې درلود
د خالص بابا پر مړينه
الثلاثاء، ٢٣ أكتوبر ٢٠٠٧
دخالص بابا(رح) ادبي او جهادي رسالت
پر خالص بابا(رح) څه ليکل زما په څېر د ادب د مدرسې د يوه کوچني چڼي کار نه دى، د هغه شخصيت، جهادي کړنې، ادبي هلې ځلې، اسلامي جذبه، اخلاقي سپېڅلتيا، قوي عزم، بشري درناوى او..... دومره څېړنه غواړي، چې په زرگونو بابونه او په لکونو کتابونه پرې ليکل کېږي.
د مردکي ځواب په مردکي مه ورکوئ
شريف الله سعادت
هيله مند يم چې د بابا مجاهده کورنۍ دا څو کرښې ګوډمات خواره واره الفاظ د تعزيت او غم شريکۍ د پيغام په بڼه ومني.
د نن څخه شل کاله وړاندې په ١٣٦٥ لمريز کال چې د پېښور په دارالعلوم سرحد کښې په لومړنيو زده کړو بوخت وم د مدرسې تر ټولو عمر خوړلى استاذ کابل بابا په درس ويلو بوخت او زده کوونکي يې خواوشا راڅرخېدلي و، چې ناببره يو شډل، مينځ ميانه، پنډ، سورږيرى سړى خړ بخونه پګړۍ په سر چې په سينه يې د مردکيوکتار راځړېدلى و ټولګي ته د ننه راغى، او د سلام په ويلو سره يې نېغ په نېغه د ((کابل بابا)) ترڅنګ ګونډې ماتې کړې، يو تربله يې روغبړ وکړ زه چې د دوى تر منځ د تکلف د نشتوالي څخه خبر نه وم سور ږيرى راته کاواکه سړى وبرېښېد ګواکې د زده کړې د اصولو سره روږدى نه دى، خو د سورږيري هغه کړو وړو، مينې، د خوښۍ هغه نښو چې د نوموړي په تندي ځلېدې او هغه فکر احترام چې د کابل بابا په وړاندې يې څرګند کړ دوه زړى کړم تر څو په خپله انګېرنه له سره فکر وکړم، د ټولګي په برخه والو چوپتيا خوره وه او ټول هغه خلوص، مينې او متقابل احترام ته ځير او ګوته په غاښ ؤ چې د استاذ او سور ږيري مېلمه تر منځه يې جريان درلود خو دې چپتيا ته زما د څنګ ملګري هغې وينا چې غلي يې په غوږ کښې راته وويل چې دا مولوي خالص دى د پاى ټکى کېښود او په ټولګي کښې پسپسکې پيل شوې دا چې هغه مهال د يوې خوا د جهاد سنګر ښه تود او يرغلګرو څخه د غچ اخيستې. جذبه او ولوله په خوځښت وه له بلې خوا د مولوي خالص رح د نوم سره روږدى وم نو دا لومړى ناڅاپه ليدنه راته خورا جالبه او په زړه پورې وه د لږ ځنډ په تيريدو مولوي خالص د نوموړى مدرسې د مدير محمد ايوب بنورې صاحب ليدو خواته مخه کړه او پاڅيده.
کابل بابا راته بيرته په درس ويلو پيل وکړ، دوه کاله وروسته چې د مردان طورو نومې کلې ته د مولوي غلام محبوب د شاګردۍ په هيله د زده کړې لپاره ولاړم چې يو وخت مولوي خالص هم په نوموړې کلي کښې د سيمې د نامتو عالم سمندرخان مولوي صاحب سره شاګرد پاتې شوى و، د کلي مشرانو او سپين ږيرو مولوي خالص رح پيژندلو، د نوم سره يې اشنا وه او په زړه پورې خاطرې يې ورسره وې، هغه مهال زه دې پايلې ته ورسيدم چې د زده کړې د پيل څخه مولوي خالص د الله په توفيق يو ستر هدف ته د رسيدو په لار ګړندي ګامونه اخستل پيل کړي وو چې د فراغت څخه وروسته په کابل کښې د تدريس تر اخستنې په ښوونه روزنه کښې د توظيف او بيا د شهيد ګهيځ سره د همکارۍ او بالاخره د يرغلګرو په وړاندې د عملي جهاد تر ميدان وغزيدل خالص بابا په خپله خبره ولاړ او جدي شخصيت و، صريح، زغرد او پريکنده دريځ درلودونکى وو دوه مخي يې نه درلوده چې څه يې په زړه وه هغه يې په خوله وه چې کله به د اسلام او افغانانو په خلاف کوم جوړ جاړى او تړون کيده نو يواځې خالص بابا و، چې د دا ډول تړونونو په اړه به يې په زغرده د خپل غبرګون څرګندونه په تيزو الفاظو کوله او ويل به يې د دې تړون څخه د وينو بوي راځي د يو ګوند د مشر په توګه د خالص بابا سره بې شميره او ډول، ډول شونتياوې وى، خو د پيل څخه تر پاى پورې يې د نوموړي بابا په زړه سواندۍ سادګۍ او بې تکلفۍ هيڅ اغيزه نه تر سترګو کيده، ليډرانو ته يې د هغوى کمزورۍ د خپل شعر او نثر په ژبه په زغرده ورپه ګوته کولې چې همدې کړنې د نوموړي بابا د اخلاص، پاک نيتۍ او خواخوږۍ ښه ترجماني کوله. پورتنې سرليک د خالص بابا هغه سپارښتنه ده چې د خپل مينځې جګړو په اړه به يې خپلو مجاهدينو ته په ټينګار سره کوله کله چې په افغانستان کښې خپل منځې جګړې او يو پر بل يرغلونه پيل شول، مجاهدينو ته د خالص بابا لارښوونه دا وه چې هر څوک درباندې يرغل وکړي وسله ورته ډېرى کړۍ او د خپل څادر په ټک وهلو ترې خداى پاماني را واخلۍ، د مردکي ځواب په مردکي خو لا څه چې په خوله هم مه ورکوۍ، همدا لامل وه چې د جهاد د پيل څخه د ده د مرګ د ورځې پورې د نوموړي بابا مجاهدين او جنګيالي د افغانستان په لروبر کښې د هيڅ يو ګوند سره په خپل منځني جګړو کښې ښکيل نه شول او بابا د مشرتابه د هغه لقب په لاس ته راوړلو کښې پاتې راغې چې د واک لپاره يې هيواد او هېوادوال په سرو وينو لمبولي وي، يواځينى جهادي مشر وه چې د روسانو او د هغو د بړيڅو سره په مخامخ نښتو کښې يې په خپل شتون سره د مجاهدينو مورال لوړ او جهادي سنګر تود ساتلى و او د دا ډول نښتو په اړه يې د پام وړ تجربه درلوده.
همدغه خالص بابا وه چې د خپل غښتلي ايمان، بې ډاره او باوري ضمير په درلودلو سره يې په سپينه ماڼۍ کښې د هغه مهال امريکائي ولسمشر ريګن ته خپل دريځ د اسلام د مبارک دين په وړاندې کولو سره څرګند کړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې د اسلام مبارک دين د يوه جامع دين او قانون په بڼه ومني، البته دا کړنه د هغو ښېګړو په بدل کښې ده چې د شوروي په راپرځولو کښې مو راسره مرسته کړېده، دا ځکه چې افغانان د چا مرسته د پامه نه غورځوي او د هرې مرستې د غوره بدل په ورکولو روږدي دي، خو اوس مهال ترټولو غوره او ارزښتناکه پانګه چې زمونږ سره ده هغه زمونږ دين دى له همدې کبله يې تاسې ته ډالۍ کوم. هغه د خپلې ټولنې طبيعت او اړتياوې پېژندې او سم يې ورسره ځغاستل که به شعر اړين و نو يو ناقد شاعر و، که به ليکنه اړينه وه نو ليکوال وه، که به سياسي لوبه مينځ ته راتله نو په ارزونه او لارښوونه کښې ستر سياستوال و، که به په سنګر کښې د سرښندنې خبره کېده نو بيا د پايلې څخه بې پروا جنګيالى، اتل او مردميدان و، چې د دين او هېواد دښمنانو ته يې د خپلې تورې د ځلا په ښودلو د ميدان څخه د تېښتې پرته بله لار نه تر سترګو کېده.
خالص بابا قانع زاهد او د دنياوي سوکالۍ لاس ته راوړلو پورته انسان و، د ګردو ګوندى شتمنيو د شتون سره، سره ئې د ځان لپاره څه سپما ونه کړه ترڅو د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې د نجم الجهاد مينې د خټو په کور کښې د هستوګنې نوبت راشي او د ژوند اخري شېبې يې سوکاله تېرې شي، هو! ايماني غرور، ريښتونولي او همت يې له دې هم څو برابره لوړ او پورته و، کله چې کرزى همدغه خټين کورته د نوموړي پوښتنې ته ورغى او د بېرته ستنېدو پر مهال يې د دعا غوښتنه ترې وکړه نو خالص بابا د خپل ظرافت له مخې لنډه طنزيه دعا ورغبرګه کړه چې خداى دې له امريکايانو د غلامۍ خلاص کړه څرګنده ده چې کرزي ته د بابا دا طنزيه جواب د هغه ايمان، اخلاص، زړه سواندي، خواخوږي او د مسئوليت د احساس څخه سرچينه اخلي چې خداى ورباندې پېرزو کړې وه او ده د هيڅ يو هېوادوال آن د کرزي نه يې هم نه سپماوه، نوموړي د هېواد ټولو پرګنو او وګړو ته د مرستې لاس غزولى ساتلى و آن تر دې چې د يتيمانو، کونډو، بورو، مجاهدينو، علماو او طالبانو او د ملت نورو اړو وګړو سره يې څومره مرستې کړيدي يادونه يې اړينه نه بولم او په همدې يو مثال بسنه کوم او تر ټولو د پام وړ دا چې د خالص بابا په ايمان، عقېده او فکر باندې ظروفو او شرائطو، زوړوالي او نورو بهرنيو لاملونو هيڅ اغېزه نه درلوده چې څرګنده بېلګه يې په دې وروستيو کښې د يرغلګرو امريکايانو په خلاف د جهاد فتوا ورکول دي که څه هم د نوموړي اعلان په خلکو بلکې د بابا په نزدې ملګرو کښې يې هم ډول، ډول غبرګونونو ته لار پرانسته، چا ويل اعلان يې نه دى کړى، چا ويل د خالص بابا په خبرو کښې لاس وهنه شوېده، د هغه داسې اعلان کول هدف نه و تر دې چې ځينو يې د څوکۍ او واک ساتلو په موخه ويل چې د بابا صحي او فزيکي حالت په نظر کښې نيولو سره دا ډول اعلان شونى نه دى. زما په اند که د خلکو دغه ويناوې او جهادي فتوا پينه کول د يو بل چا په اړه چې خپل دريځ او پاليسي يې د ملت څخه پټه ساتلې وي شوى واى نو د منلو چانس به يې ډېر زيات او د دې څو برابره واى چې د خالص بابا په اړه ومنل شي او يا د جهاد اعلان د پينه کولو کوښښ داسې چا کړى واى چې د بابا څخه لرې پاتې شوي وي، د نوموړي ايمان، عقيده، دريځ، پاليسي، صراحت، جرائت او ريښتونولي ورته څرګنده نه واى نو بيا به يې هم د حقيقت سره د اړخ لګونې واټن راکم کړى واى خو د داسې چا لخوا چې د خالص بابا د دريځ په اړه بشپړ معلومات لري دا ډول پينې لګول د حقيقت څخه ډېر په لرې واټن کښې هيڅ د منلو وړتيا نه لري.
د امريکايانو سره د بابا کرکه د هغې دعا ښه بېلګه څرګنديږي چې کرزي ته يې د رخصتېدو په مهال کړې وه، نو د جهاد فتوا يې څه ډول ناشوني وګڼو له دې امله ويلى شو چې د بابا لخوا په پاى کښى د جهاد فتوا د امريکايانو سره د لا زياتې کرکې د څرګندونې او ايماني مسئوليت د سرته رسونې پرته بل څه مفهوم او هدف نه لري .
د ٢ دوهمې پيړۍ د جهاد د کاروان په يو ستر لارښود خالص بابا(رح)
دا هغه څوک ؤ، چې د زمانى هيڅ ستمګر او استعمارګر ته يې د غلامۍ سر ټيټ نه کړو بلکه د هغوى پر خلاف او د ولس د بيدارۍ په خاطر په عملي مبارزه پيل وکړ خالص بابارح د خپل ايماني، افغاني، جهادي، پښتونولۍ کارناموپه نتيجه کې د هيواد په سختو او حساسو شرائطو کښې د هيواد د زرين تاريخ کې يو د هغه اتلانو څخه وګرزيد، چې سارې يې د ګردې نړۍ په کارناموعجم ولسونوکښې نه ليدل کيږي.
خالص بابا(رح) د مبارزى له پيل څخه تر پايه پورى په دواړو ډګرونوکښې که هغه د جهاد ډګر ؤ، چې له ځانه يې يو ستر تاريخي او نه په شاکيدونکې توره بوړه تاسيس کړه او که په مطبوعاتي او د شعر په ډګر کې د داسې يو اوچت خيال خاوندؤ، چې مدام به يې د تخيل کوتره د پامير، هندوکش، سپين غر او د ارياناپه ټولو غرونو الوت کوه تل مدام يې خپل د خيال ګربت يې د مجاهدينو په سنګرونو ګرځولي دي او د شعر په ژبه يې مدام د نرۍ ملا، سروشونډو، تورو او زيړو زلفو، ګودر، منګي، بنګړي پر ځاى يې د حق د لارى لاروي او مجاهدين ستايلي او آن تر دى، چې خپل د شعر ژبه يې د دوى د زخمونو د مرهم او پټۍ په ځاى استعمال کړى ده، چې په دواړو ډګرونو کښې يو بريالى او شهکار شخص راووت د دنيا ماديات او د نړۍ والو ګواښونو يې د مبارزى پر مخکى هيڅ خنډ ونه ګرځيد آن دا، چې په کال ١٩٨٨م کې د امريکا په سپينه ماڼۍ کې د وخت جمهور رئيس (رونالډريګن) سره په ليدنه کې هغه ته د اسلام بلنه ورکړه خالص بابا په خپل ټول ژوند کې له ځانه داسې کار نامى وښودى، چې نن يې د نړۍ مسلمانان له يو تنکي ځوان څخه د کيدو هيله کوي خالص بابا(رح) که اوس زمونږ په منځ کې نشته خو له ځانه وروسته يې داسې اتلان پريښودل، چې اوس د ده پر ځاى له افغانستان څخه واخله تر عراقه پورى د استعمارګرو او فرعوني لښکرو په مقابل کې د مرحوم خالص بابا(رح) په شان د ميلونهاو مسلمانانو او سرتورو خويندو او ميندو د هيلو د پوره کيدو او په نړۍ کښې د کفري بلاک د نړيدو او اسلامي امارت د ټينګښت پر خاطر مبارزه او جهاد کوي، خالص بابا(رح) په خپل جهادي مرکز توره بوړه کښې داسې ځوانان په عقيدوي، فکري، حماسي درسونو تربيه کړه، چې د نن زمانې شيطاني لښکر او ملګري يې د خپلو خوبونو د تعبير د پوره کيدو څخه مايوس او خالي لاس ښکاري خالص بابا(رح) مدام سپينى خبرى کولې او له چا څخه يې هيڅ قسم ويره او ترهه نه درلوده، چې د نمونى په ډول يې لاندى قيصه دلته رانقلوم، يوه ورځ حاجي دين محمد، چې اوس د کابل والي دى او د مرحوم خالص بابا(رح) د شوروي يرغل پر وخت د روسانو په خلاف د جهاد د وخت معاون ؤ د يو څو امريکائي عسکرو سره د خالص بابا(رح) پوښتنى ته، چې په نجم الجهاد فاميلۍ کښې اوسيده ورغې او هلته يې د بابا(رح) سره ملاقات وکړ حاجي دين محمد مرحوم بابا(رح) ته وويل:- چې دا(امريکايان) ستاسو پوښتنې ته راغلي دي خالص بابا(رح) موسکى شو حاجي دين محمد ته يې وويل دا زما پوښتنې ته نه دي راغلي دا راغلي، چې ما له نژدى وګوري، چې آيا وسله له ځانه سره انتقالولى شي که نه ..........دا چې خالص بابا(رح) نن د ژوند له بهيره کډه کړى او د خپل څښتن غوښتنې ته يې لبيک ويلي نو مونږ او تاسو ټول بايد خالص بابا(رح) او دده په شان نورى د تاريخ زرينى او ښکلى څيرى نه تنها په مقالو او مجلو کې مطرح کړو بلکه د هغوى د هيلو او ارمانونو د پوره کيدو پر خاطر عملي اقدام وکړو او د عمل جامه ورواغوندو هسى نه، چې خداى جل جلاله مه کړه د قيامت په ورځ سره مخ شو بيا به خجل نارام او ملامت اوسو. د مرحوم خالص بابا(رح) د هيلو او ارمانونو د پوره کيدو په هيله
خالص بابا(رح) د يو مسلمان افغان په توگه
د خالص بابا(رح) مقاومت او کړنې
کله چې روسي ښکېلاکگرو د افغانستان په خاوره ناحقه تېرى وکړ، يوازې دانه چې د افغانانو په وژنه يې لاس پورې کړ، بلکې د هېواد په جواهراتو يې هم خپله خېټه واچوله او د هېواد وگړو ته يې يوازې غلامي او بېچاره گي ور په برخه کړه، نو همدا لامل و، چې غيرتمنو افغانانو چې همېشه يې د غلامۍ او اسارت زنځيرونه شکولي دا ونه شوه زغملى چې د بل تر غلامۍ لاندې ژوند وکړي؛ نو ځکه يې د هېواد او اسلام د ساتنې لپاره توپک ته لاس کړ او په جهاد يې لاس پورې کړ. ارواښاد خالص بابا(رح) د رسول الله(ص) په څېر هجرت ته اړ شو او گاونډي هېواد پاکستان ته له خپلو نورو مجاهدينو سره د خپل پت او عزت د ساتلو په موخه مهاجر شو. دا داسې هم نه وه، چې گوندې خالص بابا(رح) د هجرت په کولو سره له جهاد څخه څنگ ته شو ، بکې له مهاجر کېدو څو مياشتې وروسته بېرته د سپين غر څوکو ته له خپلو مجاهدينو سره راستون شو. څه رنگه چې دښمن د سپين غر په هره دره کې ځاى نېولى و، ترڅو د مجاهدينو مورچلونه تر بريد لاندې ونيسي، خالص بابا(رح) د تورې په شرنگ سره د دښمن په له منځه وړلو کې داسې ورگډ شو لکه شاهين د مرغيو په سيل کې. د دښمن پوځونه به يې داسې تيت او پرک کړل، چې بيا به يې د سپين غر په لور د کتلو جرئت هم نه شو کولى. ارواښاد خالص بابا(رح)، چې د سپين غر په څوکو لکه غيبانه شاهين راښکاره شو او د سپين غر په لوړو او گړنگونو يې داسې الوت پيل کړ، چې د دښمن هر مورچل د بابا د ټوپک ښکار شو؛ په داسې حال کې چې دښمن به يې له وېرې په مورچلونو کې هم د ټينگې نه و.همدا لامل و، چې د هر مېړني مجاهد په غوږونو کې د خالص بابا(رح) د نوم او شهامت انگازې خپرې شوې کله چې د سپين غر غيرتمنو مجاهدينو د ارواښاد خالص بابا(رح) هوښيارتيا، مېړانه او زړورتوب وليد، نو د خپل افغاني غرور ډکې ککرۍ د بابا پر وړاندې ټيټې او ارواښاد خالص بابا(رح) يې د مشرتابه په توگه وټاکه، چې د غنمو د وږي گټونکې شمله د خالص بابا(رح) شمله وگڼل شوه.ارواښاد خالص بابا(رح) په کال ١٣٥٧ل کې خپل حزب د افغانستان اسلامي حزب په نوم تاسيس کړ او په ١٣٥٨ل کې يې خپل جهادي مرکز توره بوړه وټاکه.څرنگه چې خالص بابا(رح) په وسله وال جهاد کې له ټولو گړندى او نوميالى و، نو په قلموال جهاد کې هم له هيچا وروسته او پاتې نه و، بلکې د قلم په ژبه يې هم د جهاد اعلان وکړ، د قلم مينه والو ته يې داسې ډېر څه وړاندې کړل، چې تل به د هر بااحساسه افغان د ژوند لاره وي.په رښتيا هم په داسې وختونو کې بابا يوازينۍ څېره وه، چې د قلم په ژبه يې خپله ناپوهه ټولنه يوې سمې تگلارې ته رابلله او دښمن ته به يې بيا په توره ځواب وايه.له قلم سره همدې بې کچې مينې اړ کړ چې په ديارلس سوه نهه پنځو(١٣٥٩ل) کې يې د مهاجرينو او د غازيانو د بچيو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره د الهجرت والجهاد په نوم عالي مدرسه د پېښور د بورډ په گل اباد کې تاسيس کړه، چې يو زيات شمېر په همدې نوم نورې مدرسې يې په نورو کمپونو کې پرانېستې، چې له نورو پرته يوازې په بورډ کې جوړې شوې مدرسې چې اوس د خالص بابا(رح) په فاميلۍ شمشتو کېده تر دامهاله نېږدې پينځه سوه شاگران فارغين ورکړي او په زرگونو يې په خپله غېږه کې روزلي.
د خالص بابا(رح) د ژوند ځانگړتياوې
خالص بابا خپلې کورنۍ لومړنۍ زده کړې له خپل پلار ارواښاد عبدالاکبر څخه او بيا له خپل ماما عبدالرازق څخه کړې وې، خو د نورو زده کړو لپاره گاونډي هېواد پاکستان ته له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره لاړ او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په پاکستان کې يې د وخت له مشهورو او نوموتو عالمانو څخه خپلې زده کړې پيل کړې او هلته يې په فقه، نحوه، صرف، عقايد، منطق، فلسفه، اصول فقه، معاني، بديع، بيان، عروض، ادب، سيرت، حديث، او تفسير کې خپلې زده کړې ترسره کړې. ارواښاد خالص بابا (رح) د حديثو ستره دوره د وخت له مشهور او نامتو عالم ارواښاد شېخ الحديث عبدالحق حقاني (رح) څخه په اکوړه خټک دارالعلوم حقانيه کې وکړه. نوموړي استاد به د خپلو زده کوونکو له ډلې ارواښاد خالص بابا(رح) يو پياوړى زده کوونکى باله او هماغه وخت يې ترې د لوړ شخصيت تمه لرله او همدا لامل و، چې خالص بابا به هم په خپلو ټولو ښوونکو کې پر ارواښاد حقاني صاحب وياړ کاوه او تل به يې د خپلو تگلارو د بنسټگر په توگه ياداوه.خالص بابا(رح) به ويل، چې کله مونږ زده کړې کولې، نو داسې وخت هم پر مونږ راغلى چې په پښو به مو بوټان او څپلکې نه وې او پياده به مدرسې ته پښې لوڅي تلو او هيڅ به مو په سخته گرمۍ کې هم د گرمۍ احساس نه کاوه؛ خالص بابا به ويل، چې ملايکې د علم زده کوونکو ته د رحمت وزرې په لاره خپروي.د خالص بابا(رح) شخصيت او زکاوت تردې و، چې نن ټولو ته د بېلگې په بڼه راپاتې او هغه دا چې خالص بابا(رح) د قرانکريم په يادو يادول په ډېر کم وخت کې وکړل او بل دا چې خالص بابا(رح) هغه شخصيت و چې هيڅکله هم له کوم بل چا څخه نه په سياست کې او نه هم په نورو چارو کې متاثره کېدو. د حيرانۍ خبره خو داده، چې خالص بابا(رح) چې کومې وړاندوينې دېرش کاله مخکې کړې وې هغه نن په ټوله مانا مونږ ته روڼې شوې د بېلگې په توگه څه له پاسه شل کاله مخکې به خالص بابا(رح) ويل، چې اوس کفر افغانستان ته په غير رسمي بڼه راغلى، يو وخت به داسې راشي چې کفر به په رسمي ډول هېواد ته راشي مانا دا چې زمونږ واکمن به يې په خپله خوښه راولي او رښتيا هم همداسې وشول، چې نن يې د امريکا راتگ هېواد ته روڼه بېلگه ده.مونږ په دې هم سترگې نه شو پټولى، چې خالص بابا(رح) ډېر ځېرک او ټولمنلى شخصيت و او ځيرکتيا خو يې له هرې کړنې ډېره وه، د بېلگې په توگه کله چې د ملگرو ملتونو له لورې د جينوا کميسيون د بينيان سيوان په مشرۍ جوړ شو، نو ټولو تنظيمي مشرانو بې له کوم غوره ورته غاړه کېښوده، خو ارواښاد خالص بابا(رح) دېته په پام سره چې په دې غونډه کې به له کفر سره په يو ټغر کېنو او واک به بېرته د مجاهدينو له لاسه ووځي، ځکه يې په کې گډون ونه کړ.د خالص بابا(رح) ملي کړنه دا وه، چې د ډېورنډ کرښه يې هيڅکله هم په رسميت نه پېژندله او تل يې ويل، چې پر دې خبره څه کول د ولس حق دى نه د يو څو مشرانو.
د کاڼي کرښې
د خالص بابا سياسي دريځ
الخميس، ١٨ أكتوبر ٢٠٠٧
دامونواودانوته يوه کتنه
استاد محمداصف صميم
په بزم ورزم باندې چې راشي
د توتي ژبه، زړه دپلنګ لر ي
خوشال بابا
پر١٣٦٨ل کال چې دجهادي بهير وتلي ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي شهرت ننګيال وينه په قلم کې نومې تذکره د جهادي څيړنو مرکز له خوا خپره کړه، نو د هجرت په چاپېريال کې يې د يوې غنيمت تذکرې په توګه ښه تود هرکلى وشو، خو نقادانو ته بيا د ادبي تذکرې د ښووليو آرونو او معيارونو له مخې ادبي تذکره ښکاره نه شوه، ځکه د ادبي تذکرې کچ مېچ ،دا ښوول شوىاو منل شوى دى، چې په ادبي تذکر ه يوازې د هغو ليکوالو او شاعرانو پر ژوند او افکارو باندې مفصله څېړنه کېږي، چې د يوه ادبي سبک يا ادبي مکتب بنسټګر يا غوره استازي وي. پردې سربېره څينې هغه ليکوال او شاعران هم د ادبي تذکرې تر وزر لاندې راتلاى شي، چې که د کوم ادبي اوښتون ښکارندوى هم نه وي، خو د خپل هنري کمال له مخې په ادبي تذکروکې د ځلونې حق او ځاى لري.
د ښاغلي ننګيال په دغه تذکره کې هم تر ادبي ارزښت زيات سياسي، جهادي او قيادي ارزښتونو ته ارزښت ورکړ شوى و، داسې چې په تذکره کې له ټول ټال ٧٧کسو ځنې يوازې ٥٤ کسو په يوه نه يوه بڼه له ادب سره تړاو درلود. البته د همدغو جهادي قيادي معيارونو په لړ کې يوازې يو مولوي محمد يونس خالص هغه څوک و، چې د خپلې ادبي مخينې( سابقې ) له مخې يې د ننګيال په تذکره کې پر ګډون نېوکه ونه شوه، ځکه په دغسې تذکرو کې د خالص بابا په څېر قلموالو ګډون، پرده احسان نه، بلکې دده حق و او بيا پر داسې مهال، چې که په اويا کلنۍ کې يې هم په زړو هډوکيو د خپلې خاورې او خپلې ګروهې (عقيدې) د دښمن پروړاندې خپله تېره توره چلوله، نو د قلم په ډګر کې يې په خپل وياړلي قلم کې د زړه وينه څڅوله او د خپل ميړني او اتل اولس په برخليک ټاکنه کې يې ترې کاراخيسته.
د علامه اقبال رح وينا رښتيا ده، چې وايي
اولسونه د شاعر په ضمير کې زيږي، خو د سياستوالو په لاس مري
خالص بابا هم له ځايه شاعر و، خو د خپلې ټولنې اړتيا او غوښتنې سياست غاړې ته ورواچاوه.ګنې دا خو هغه شاعر و، چې د شعر په زور يې هم د خپلواکۍ هوسۍ د بلوسګر ښکاري له منګولو راخپلولاى شوه .هغه دا کار د خپل شعر په سحرهم کولاى شو، ځکه د هغه په هنرکې چې کومه ښکلا، ځلا او پياوړتيا وه، هغه له دغو تاوجنو او ويرجنو حالاتو نه څو لسيزې وړاندې دې هنر پوه اولس پېژندلې وه، ددې هنر مينې ټولنې هر هنرمين وګړي دده له خولې دده رندي او دده د شعر دا رنګيني اورېدلې وه، چې
ماتـــه مـــې کاسه شوه پـــه شرابـــو مسته مځکه شوه
خوار شـې اى کولا لـــه له دې ماتو کــــنډولــــو سره
کابل.١٣٣٨وږى
خالص بابا که د خپلې خاورې او عقيدې دښمن ته د خپلې تورې ځلا وښوده او پر دښمن يې د خپلې تورې زور ومانه، نو د هغه د شعر ښکلې ملکې لا وختي د هنرمنو زړونو پر هېواد واکمني چلولې وه
دا وخت چې خالص بابا د خپل وياړلي ژوندانه پر داسې مورګه ولاړ دى، چې د هنري رنګينيو د هستونې تمه ترې مه بويه، سملاسي دده د نمانځنې، په پار دده هغه درې جلا جلا خپرې شوې کوچنۍ ټولګې په دې هيله ګډلې وړاندې کول،هم يوبختورښوګڼ ( پال ) دى،ترڅو چې يې په هېوادنيو او هجري مطبوعاتو کې خواره واره شعرونه ترلاسه کېږي، په لاس کې وسله هم د زوقونو موخه نښه کولاى او شوقونه پارولاى شي
زه ددې ګډلې ټولګې د بيا وړاندې کولو او خپراوي په نوښت، احسان خپرندويه ټولنه بختوره بولم او ددې ټولګې ځښتن ته دده د سپېڅلي هنر د ارزښت په پار، دده د روغمن او پتمن ژوند لپاره د ستر څښتن درشل ته لاسونه لپه کوم
ځلانده دې وي د خالص بابا د رزمي او بزمي ښکلا د اغيز لمر.
د خداى ښــــــــــه دي
د ارواښاد خالص بابا لنډه پېژندنه
د خالص بابا ليكنې او ژباړې:
1_ ديني ملغلرې
د خالص بابا د شعر پر ليکه گډه ټولگه خپره شوه
د (مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې) پر نوم د ارواښاد مولوي محمد يونس خالص بابا د شعر پر ليکه د شاعرانو د شعرونو گډه ټولگه خپره شوه. دغه ټولگه چې په پېژندنه کې يې ليکل شوي، د ښاغلي لطف الله خيرخوا او عرفان الله څپاند پر زيار راټوله شوې او د خالص بابا فرهنگي ټولنې خپره کړې.
دا گډه شعري ټولگه له سريزو او پېژندنې پرته اوه اويا(٧٧) مخه لري او په ښکلي سپين کاغذ خپره شوې. پر دې ټولگه د خالص بابا د فرهنگي ټولنې رييس استاد دلاورخان سېلاب، نوموتي ليکوال او غزلبول شاعر استاد فضل ولي ناگار او د هېواد ستر ليکوال ښاغلي استاد محمد اصف صميم سريزې کښلي.
دا ټولگه د خالص بابا د لانديني بيت پرليکه راټوله شوې:
مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې
گوره نتېجه کې اخر کار د زولنو ته مې
په دې ټولگه کې د پورتني شعر پر ليکه د لاندې شاعرانو شعرونه يو په بل پسې راغلي:
١_ ارواښاد خالص بابا
٢_ حاجي احمد شاه وردگ
٣_ اقامحمد گړندى
٤_ بخت وزير سپېڅلى
٥_ بصير احمد ياد
٦_ پلوشه ښکلې
٧_ تاج محمد عرفان
٨_ خان اغا حميدي
٩_ دلسوز ابوبکر خان رودوال
١٠_ رحمت الله غالب
١١_ رحمت گل وقار
١٢_ زړور خان مفکر
١٣_ سردار ولي حقمل
١٤_ سعدالله فطرت
١٥_ سيد ملا الف خېل
١٦_ سيدولي قاطن
١٧_ شاکره فقيرزۍ
١٨_ شاه منور منور
١٩_ ضياالرحمان حسرت
٢٠_ مولوي عبدالغني خيبر
٢١_ عبدالله صداقت
٢٢_ عبدالله وړ
٢٣_ عبدالکبير طلايي
٢٤_ عبدالمالک ستانکزى
٢٥_ عبدالمتين سروري
٢٦_ عرفان الله څپاند
٢٧_ عصمت الله سېلاب
٢٨_ علامه عبدالستار محمدي
٢٩_ استاد فضل ولي ناگار
٣٠_ فضل هادي سالک
٣١_ فياض اپرېدى
٣٢_ قتيل خوږياڼى
٣٣_ لطف الله خيرخوا
٣٤_ لطيف الله صادق
٣٥_ محبت جان ژوندى
٣٦_ محمد اسماعيل عندليب
٣٧_ محمد حنيف حيران توتاخېل
٣٨_ محمد داود ستومان
٣٩_ مفتون غرق و پرق
٤٠_ نصرت الله الهام
٤١_ نظيرالحق قريشي
٤٢_ ننگيالى ننگ.
ددغې ټولگې چاپ چارې دانش خپرندويې ټولنې تر سره کړي او مالي لگښت يې د خالص بابا فرهنگي ټولنې ترسره کړي.
د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص باباد فرهنګي ټولنې مبارکي
د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص باباد فرهنګي ټولنې مبارکي
خالص بابافرهنګي ټولنه دنيکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي او ټولو هېوادوالو ته تر بل کوچني اختره پورې څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوي او له څښتن تعالی څخه ټولو هېوادوالو ته خوږ ژوند او خوږې شېبې غواړي
خالص بابا فرهنګي ټولنه
څلوريزه
د خالص بابا(رح) له ځانګړتياو څخه
ملا و خو درباري نه
شاعر و خو درباري نه
رهبر و خو د اقتدار تږی نه
مجاهد و خو د خلکو د مالونو او وینو تږی نه
مهاجر و خو د هجرت په نامه د خپل جېب لپاره خیرات ټولوونکی نه و
د هغوی په لیکنو، شعرونو، ویناو او عمل کې د حقپالنې، ولسپالنې، پند، غیرت او خپلواکۍ اړخونه خورا روښانه دي.
د خالص بابا په ځانګړتیاو کې تر ټولو مهم ټکی حقپالنه ده او هغه څه چې د هغوی شخصیت ته یې ځلا وربخښلې ده د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له پېر نه رانیولې د وفات تر وخته یې د بېلابېلو وختونو په لیکنو، ویناو او عمل کې د حقپالنې ځلانده جوهر دی.
هغوی د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په دور کې (د ۱۳۲۰ لمریزې لسیزې څخه راپدېخوا) د یو ریښتوني داعي په توګه هم د ښوونې او روزنې، تالیف، رادېو او هم د نورو رسنیو له لارې خپله د حقپالنې دنده پر مخ وړله مګر کله یې هم د دربار چوکټ نه دی نیولی او کله یې هم خپله مبارزه د وخت د واکدارانو یا شخصي اغراضو په چوپړ کې نه ده کارولې.
خالص بابا د روسي یرغلګرو پر خلاف د جهاد په دوران کې تش په نامه جهادي رهبر نه بلکه د یو مجاهد په توګه هغه هم په سپینه ږیره په عملي مسلح جهاد کې پراخه ونډه درلوده او هم یې د یو ریښتوني مشر په توګه مجاهدینو ته لارښوونه کوله. د مجاهدینو لپاره به یې بېلابیل لارښود کتابونه هم لیکل تر څو د جهاد له اصلي مسیر څخه انحراف ونکړي. د خپل منځي جنګونو څخه یې همېشه ډډه کړې او نورو ته یې هم د ډډې کولو توصیه کړې او تر پایه پورې پر همدې دریځ ولاړ پاته شو.
بابا د ډېر لوی عزیمت څښتن و. د امریکا د متحدو آیالتونو د وخت رییس جمهور رونالډ ریګن ته په سپینه ماڼۍ کې مخامخ د بابا له اړخه د اسلام د سپېڅلي دین د راوړلو بلنه د ارواښاد د عزیمت یوه داسې بېلګه ده چې په نننۍ نړۍ کې هېڅ سیال نه لري.
په هجرت کې یې نسبتاً دروېشانه ژوند اختیار کړی و او هر چا کولای شول د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره په آسانه ورسره وګوري. له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ پورې بنده د بابا مرحوم سره د هغوی په حجره کې حاضرِ خدمت و. لومړی ترې ډېر وېرېدم، ملامت نه وم کشر وم او هغه دې هم خدای پاک وبښي امسا یې بیخي له لاسه نه لرې کوله خو بیا زر ورسره عادي شوم. بابا چې به کله کورته راغی نو د جماعت له لمونځونو څخه پرته زیات وخت به په حجره کې ناست و. په دې درېو کلونو کې زما یوه ورځ هم داسې نه ده په یاد چې په حجره کې دې میلمه موجود وي او بابا دې ډوډۍ په کور کې خوړلې وي. له مېلمنو سره به یې خوږه مرکه کوله او د موقع په مناسبت سره به یې خورا ښې ټوکې هم کولې. بابا چې به کله پوه شو چې څوک ورڅخه خفه دی نو مرور به یې سمدستي راپخلا کولو او کله خو به د سهار له لمانځه څخه وروسته د مرور د پخلا کولو پسې کور ته هم ورتللو، مرور بېوزله به هم حیرا ن شو چې له ده سره اوس څه کوې؟ له مرور څخه به هم د تېښتې لاره ورکه شوه او بېچاره به یې پخپله مرورۍ پښېمانه کړ. معمولاً به له ماذیګر څخه تر ماسختنه او بیا د سهار له لمانځه څخه نیولې تر سباناري پورې د مولوي صاحب په مصروفیاتو کې د قرآن کریم تلاوت، د میلمنو سره لیدنه، د خلکو د ستونزو اورېدل او په هکله یې مناسب اقدام کول، خبرونه اورېدل او مطالعه کول شامل و. د هومیوپیتهک ډاکټر هم و او تقریباً هره ورځ به یې حجرې ته د راغلو ناروغانو درملنه کوله او په حجره کې له موجود خپل درملتون څخه به یې دوا ورکوله.
د خالص بابا په سینه کې د لوی خدای جل جلاله پاک کلام خوندي و. بابا د هېواد نوموتی عالم او د مروجه اسلامي علومو او فنونو لکه تفسیر، حدیث، عقیدې، فقهې، اصول فقهې، سیرت، تاریخ، معاني بدیع او بیان، منطق، حکمت او د عربي، پښتو او دري له ژبدودونو څخه خورا متمکن و، او هم یې د دې تر څنګ قوي او معاصره مطالعه درلوده. په اردو ژبه هم پوهېدو. خدای دې یې اوبښي ډېرې سختې پوښتنې به یې کولې. هر خوارندوکي زده کوونکي یې نو په مخ کې پر نه شو وهلی. بابا مرحوم د نوي کهول زده کړې او تعلیم ته ډېر لېواله و، هر ځوان چې به ورسره مخ شو نو بابا به ترې څخه د تعلیمي سرګرمۍ پوښتنه خامخوا کوله، وړکیه سبق وایې؟ چېرته یې وایې؟ کوم کتابونه وایې؟ بیا نو که له چا سره به نصیب ډېره یاري وکړه نو امتحان به یې پر همدې خلاص شو چې پلانکی څه صیغه ده؟. زه به چې له ۱۹۹۰ نه دمخه کله کله ورسره مخ کېدم نو هم به مې همدا سرنوشت و او ډېر ځله به مجبور وو چې د بابا سره د مخ کېدلو له ویرې هم یو څه مطالعه ولرو او که نه نو د مُلا له سلام ګرځولو سره سمې پښې سپکې کړو، خو کله چې بیا پوخ ورسره شوم نو یو څو ورځې پوښتنې موښتنې زیاتې وې بیا وروسته نو خدای پاک خیر کړ، ګویا خاموشه سند مې ترلاسه کړ.
بابا په پښتو، عربي او څه نا څه په دري ژبه کې په بېلابېلو موضوعاتو کې لوی او واړه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي لکه اسلامي روح، اسلام او انساني تمدن، روح الاجتماع (د علامه ګوستاولوبون د کتاب له عربي ژباړې څخه پښتو ته ژباړه)، دینې ملغلرې، د عقیدة الطحاوي شرحه (له عربي څخه پښتو ته ژباړه)، ژوندي اشعار (شعري ټولګه)، دامونه او دانې (شعري ټولګه)، تور زړو ته یم توره او سپين زړو ته یم سپینه (شعري ټولګه)، خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه (شعري ټولګه)، عقل، تقلید او دنیوي ګټې وټې، باغي څوک دی؟، حقیقي مجاهد څوک دی او باید څه وکړي؟، موقف حزب اسلامي(دري)، جهادي لار او لارښوونې، د اسلامي عالم نن او پرون، ناوړه دودونه (له عربي څخه ژباړه)، مفتاح الصرف (په پښتو ژبه) او د (آزموده را آزمودن خطا است) او د (ښځه او نر یا د انساني ټولنې دوه وزرونه) په شان لسګونه کوچني کتابګوټي او داسې نور.
د نثر تر څنګ یې خورا خوږه او روانه شاعري هم لرله چې په شعرونو کې یې (بډه)، (پوچ کارتوس)، (ګوته په غاښ) او (مار او لړم) زیات شهرت موندلی دی او په شعري ټولګو کې یې د ښاغلي عبدالهادي ملاخېل لخوا را ټوله شوې ټولګه (دامونه او دانې) یوه ډېره ښه پانګه ده.
بابا په کافي اندازه سیاسي بصیرت درلود او سیاسي وړاندوینې یې ډېرې مشهورې دي. د اسلام آباد د ۱۹۹۴ کال د مارچ د میاشتې د تړون په هکله چې بابا ویلي وو (ما ته له دې تړون څخه د وینو بوی راځي) نو لومړی سر دې وینا ته زیاتو خلکو د حیرانتیا او حتی ځینو ناپوهانو د ټوکو او تمسخر په نظر کتل خو له تړون څخه وروسته په لنډو ورځو کې جوته شوه چې د مولوي صاحب اټکل پر ځای وخوت. نېږدې څوارلس کاله پخوا کله چې بابا د جګړه مارو اړخونو تر منځ د سولې لپاره هلې ځلې کولې ما ترې څخه پخپلو غوږونو اوریدلي وو چې (د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت او داخلي جګړې به ښایي د دې لامل شي چې یوه ورځ به د افغانستان خپلواک حیثیت ختم او لکه د سویس په شان خلع سلاح او د ملګرو ملتونو په نامه پوځونه به ورته راولېږل شي ...) اوس یې مونږ هر یو وینو چې څه وشول او څه روان دي.
د پردیو له خوا د افغان ولس پر خلاف له شویو ظلمونو سره دومره حساس و چې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د سخت نظریاتي اختلاف سره سره یې دا خبره کوله چې مونږ به له روسانو څخه د تره کي او امین پوښتنه هم کوو.
ولسپال خالص بابا د پښتون ولس د زړه پر منځ د انګرېز ډېورنډ لخوا راکښل شوې تورې کرښې لاسلیک کولو ته کله هم غاړه کېنښوده.
په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط څخه څه وخت وروسته (د ۱۹۹۴م د جنوري په لومړۍ نېټه) بابا په بشپړ ډول هېواد ته راستون شو او خپل دروېشانه ژوند ته یې ادامه ورکړه. د اقتدار تږی نه و ځکه نو له هېچا سره یې په دې موخه کوم جوړښت نه دی کړی مګر کله یې هم د حقپالنې لمن پرېنښودله او لومړی یې د مجاهدینو او بیا د طالبانو واکدارانو ښو ته ښه او بدو ته بد ویلي او د تل لپاره یې د وخت د واکدارانو په وړاندې د حقې وینا فریضه سر ته رسولې ده.
د ګران هېواد پر خلاف د امریکایي یرغلګرو په مشرۍ د رامنځته شوي ظالمانه یرغل پر وړاندې خالص بابا چپ پاته نشو او په داسې حالت کې چې خپلو مبارکو پښو یې هم د هغه د کمزوري ځان د وړلو تاب نه درلود نامعلوم
ځای ته یې یو ځل بیا د هجرت لیاره ونیوله او په خپل کلک عزم سره یې د خپل دین او ولس د دښمنانو او
یرغلګر نړیوال زبر ځواک پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ. خیر خواه یې په هکله بیخي ریښتیا ویلي دي چې : زمری که زوړ هم شي همت له لاسه نه ورکوي.
د جهاد له اعلان څخه وروسته هم بابا د یو دیني عالم او سیاسي لارښود په توګه د رسنیو له لارې وخت په وخت پر خپل ولس غږ کړی او هغوی ته یې لارښوونه کړې او د تورې بوړې شاهین یو ځل بیا دښمن دېته پرېنښود چې زمونږ په پاکه خاوره په ډاډه زړه وګرځي.
خدای پاک دې پرې رحم وکړي خالص بابا په نامعلوم هجرتځای کې وفات شو مګر پخپل نامعلوم قبر سره یې خپل ولس ته د پښتو دا متل په غوږ کې ښه ورکېښود چې : له کلي ووځه خو له نرخه مه ووځه. هغه له نرخه و نه ووت او تر پایه خپل رب ته پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شو.
د سپین غره څوکې به د تل لپاره د حال په ژبه د بابا د اتلولۍ ترانې زمزمه کوي، البته دا یو جلا درد دی چې ترڅو پورې به مو په زړونو پورې د حسرت دا غوټه تړلې پاته وي چې:
ګېدړانو باندې جوړ شول مزارونه
د وطن د زمرو ورک مو شول قبرونه
په پای کې، نه وایم چې معصوم و، هغه هم زمونږ او ستاسې د آخرالزمانه ټولنې یو انسان و او له هر لوستونکي څخه ورته د بخښنې او دعا هیله لرو. خو دا توپیر هم پر خپل ځای یو اټل حقیقت دی چې بابا د خپلې شپېته کلنې مبارزې په بهیر کې:
ملا و خو درباري نه
شاعر و خو درباري نه
رهبر و خو د اقتدار تږی نه
مجاهد و خو د خلکو د مالونو او وینو تږی نه
مهاجر و خو د هجرت په نامه د خپل جېب لپاره خیرات ټولوونکی نه و! د تقدیر له دود سره سم د تورې بوړې شاهین د اجل داعي ته په پراخه ټنډه هرکلی ووایه او تاریخ پخپلو پاڼو کې د اتلولۍ یو ریښتونی داستان راونغاړه.