الثلاثاء، ١١ شوال ١٤٢٨ هـ

د خالص بابا(رح) د ژوند ځانگړتياوې

عارف الله عارفي

خالص بابا خپلې کورنۍ لومړنۍ زده کړې له خپل پلار ارواښاد عبدالاکبر څخه او بيا له خپل ماما عبدالرازق څخه کړې وې، خو د نورو زده کړو لپاره گاونډي هېواد پاکستان ته له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره لاړ او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په پاکستان کې يې د وخت له مشهورو او نوموتو عالمانو څخه خپلې زده کړې پيل کړې او هلته يې په فقه، نحوه، صرف، عقايد، منطق، فلسفه، اصول فقه، معاني، بديع، بيان، عروض، ادب، سيرت، حديث، او تفسير کې خپلې زده کړې ترسره کړې. ارواښاد خالص بابا (رح) د حديثو ستره دوره د وخت له مشهور او نامتو عالم ارواښاد شېخ الحديث عبدالحق حقاني (رح) څخه په اکوړه خټک دارالعلوم حقانيه کې وکړه. نوموړي استاد به د خپلو زده کوونکو له ډلې ارواښاد خالص بابا(رح) يو پياوړى زده کوونکى باله او هماغه وخت يې ترې د لوړ شخصيت تمه لرله او همدا لامل و، چې خالص بابا به هم په خپلو ټولو ښوونکو کې پر ارواښاد حقاني صاحب وياړ کاوه او تل به يې د خپلو تگلارو د بنسټگر په توگه ياداوه.خالص بابا(رح) به ويل، چې کله مونږ زده کړې کولې، نو داسې وخت هم پر مونږ راغلى چې په پښو به مو بوټان او څپلکې نه وې او پياده به مدرسې ته پښې لوڅي تلو او هيڅ به مو په سخته گرمۍ کې هم د گرمۍ احساس نه کاوه؛ خالص بابا به ويل، چې ملايکې د علم زده کوونکو ته د رحمت وزرې په لاره خپروي.د خالص بابا(رح) شخصيت او زکاوت تردې و، چې نن ټولو ته د بېلگې په بڼه راپاتې او هغه دا چې خالص بابا(رح) د قرانکريم په يادو يادول په ډېر کم وخت کې وکړل او بل دا چې خالص بابا(رح) هغه شخصيت و چې هيڅکله هم له کوم بل چا څخه نه په سياست کې او نه هم په نورو چارو کې متاثره کېدو. د حيرانۍ خبره خو داده، چې خالص بابا(رح) چې کومې وړاندوينې دېرش کاله مخکې کړې وې هغه نن په ټوله مانا مونږ ته روڼې شوې د بېلگې په توگه څه له پاسه شل کاله مخکې به خالص بابا(رح) ويل، چې اوس کفر افغانستان ته په غير رسمي بڼه راغلى، يو وخت به داسې راشي چې کفر به په رسمي ډول هېواد ته راشي مانا دا چې زمونږ واکمن به يې په خپله خوښه راولي او رښتيا هم همداسې وشول، چې نن يې د امريکا راتگ هېواد ته روڼه بېلگه ده.مونږ په دې هم سترگې نه شو پټولى، چې خالص بابا(رح) ډېر ځېرک او ټولمنلى شخصيت و او ځيرکتيا خو يې له هرې کړنې ډېره وه، د بېلگې په توگه کله چې د ملگرو ملتونو له لورې د جينوا کميسيون د بينيان سيوان په مشرۍ جوړ شو، نو ټولو تنظيمي مشرانو بې له کوم غوره ورته غاړه کېښوده، خو ارواښاد خالص بابا(رح) دېته په پام سره چې په دې غونډه کې به له کفر سره په يو ټغر کېنو او واک به بېرته د مجاهدينو له لاسه ووځي، ځکه يې په کې گډون ونه کړ.د خالص بابا(رح) ملي کړنه دا وه، چې د ډېورنډ کرښه يې هيڅکله هم په رسميت نه پېژندله او تل يې ويل، چې پر دې خبره څه کول د ولس حق دى نه د يو څو مشرانو.

ليست هناك تعليقات: