الثلاثاء، ١١ شوال ١٤٢٨ هـ

د مردکي ځواب په مردکي مه ورکوئ


شريف الله سعادت
که څه هم زه د خالص بابا سره نزدې نه يم پاتې شوى خو د ملت د يو ايماندار، عالم، زړه سواندي، جرائتمند، ريښتونى او پياوړي مشر په توګه يې ځان پوروړى بولم، ترڅو يې د ژوند د کوم اړخ په اړه څه وليکم له دې امله اړ شوم چې د نوموړي د اسلامي حزب د النور جريدې د بېلابېلو ګڼو، د نوموړي د ليکنو، د نوموړي د نژدې ملګرو د خاطراتو او نورو خبري رسنيو په مټ د ده د ايماندارۍ، جرائت او سپينو ويناو په اړه څه ليکنه ولرم، په دې کښې شک نشته چې له يوې خوا د خالص بابا مړينه د اسلامي نړۍ د ټولو مجاهدينو او په ځانګړې توګه د افغان مجاهدينو لپاره يوه ستره ضايعه او غميزه ده او له بل پلوه په ځانګړي ډول زما لپاره ستره خواشيني دا ده چې د بشپړ کال په تېرېدو بريالى نه شوم چې د بابا د کورنۍ سره په تعزيت او تسليت کښې له نژدې ګډون وکړم او يا لږ تر لږه د تسليت او خواشينۍ پيغام ور واستوم.
هيله مند يم چې د بابا مجاهده کورنۍ دا څو کرښې ګوډمات خواره واره الفاظ د تعزيت او غم شريکۍ د پيغام په بڼه ومني.
د نن څخه شل کاله وړاندې په ١٣٦٥ لمريز کال چې د پېښور په دارالعلوم سرحد کښې په لومړنيو زده کړو بوخت وم د مدرسې تر ټولو عمر خوړلى استاذ کابل بابا په درس ويلو بوخت او زده کوونکي يې خواوشا راڅرخېدلي و، چې ناببره يو شډل، مينځ ميانه، پنډ، سورږيرى سړى خړ بخونه پګړۍ په سر چې په سينه يې د مردکيوکتار راځړېدلى و ټولګي ته د ننه راغى، او د سلام په ويلو سره يې نېغ په نېغه د ((کابل بابا)) ترڅنګ ګونډې ماتې کړې، يو تربله يې روغبړ وکړ زه چې د دوى تر منځ د تکلف د نشتوالي څخه خبر نه وم سور ږيرى راته کاواکه سړى وبرېښېد ګواکې د زده کړې د اصولو سره روږدى نه دى، خو د سورږيري هغه کړو وړو، مينې، د خوښۍ هغه نښو چې د نوموړي په تندي ځلېدې او هغه فکر احترام چې د کابل بابا په وړاندې يې څرګند کړ دوه زړى کړم تر څو په خپله انګېرنه له سره فکر وکړم، د ټولګي په برخه والو چوپتيا خوره وه او ټول هغه خلوص، مينې او متقابل احترام ته ځير او ګوته په غاښ ؤ چې د استاذ او سور ږيري مېلمه تر منځه يې جريان درلود خو دې چپتيا ته زما د څنګ ملګري هغې وينا چې غلي يې په غوږ کښې راته وويل چې دا مولوي خالص دى د پاى ټکى کېښود او په ټولګي کښې پسپسکې پيل شوې دا چې هغه مهال د يوې خوا د جهاد سنګر ښه تود او يرغلګرو څخه د غچ اخيستې. جذبه او ولوله په خوځښت وه له بلې خوا د مولوي خالص رح د نوم سره روږدى وم نو دا لومړى ناڅاپه ليدنه راته خورا جالبه او په زړه پورې وه د لږ ځنډ په تيريدو مولوي خالص د نوموړى مدرسې د مدير محمد ايوب بنورې صاحب ليدو خواته مخه کړه او پاڅيده.
کابل بابا راته بيرته په درس ويلو پيل وکړ، دوه کاله وروسته چې د مردان طورو نومې کلې ته د مولوي غلام محبوب د شاګردۍ په هيله د زده کړې لپاره ولاړم چې يو وخت مولوي خالص هم په نوموړې کلي کښې د سيمې د نامتو عالم سمندرخان مولوي صاحب سره شاګرد پاتې شوى و، د کلي مشرانو او سپين ږيرو مولوي خالص رح پيژندلو، د نوم سره يې اشنا وه او په زړه پورې خاطرې يې ورسره وې، هغه مهال زه دې پايلې ته ورسيدم چې د زده کړې د پيل څخه مولوي خالص د الله په توفيق يو ستر هدف ته د رسيدو په لار ګړندي ګامونه اخستل پيل کړي وو چې د فراغت څخه وروسته په کابل کښې د تدريس تر اخستنې په ښوونه روزنه کښې د توظيف او بيا د شهيد ګهيځ سره د همکارۍ او بالاخره د يرغلګرو په وړاندې د عملي جهاد تر ميدان وغزيدل خالص بابا په خپله خبره ولاړ او جدي شخصيت و، صريح، زغرد او پريکنده دريځ درلودونکى وو دوه مخي يې نه درلوده چې څه يې په زړه وه هغه يې په خوله وه چې کله به د اسلام او افغانانو په خلاف کوم جوړ جاړى او تړون کيده نو يواځې خالص بابا و، چې د دا ډول تړونونو په اړه به يې په زغرده د خپل غبرګون څرګندونه په تيزو الفاظو کوله او ويل به يې د دې تړون څخه د وينو بوي راځي د يو ګوند د مشر په توګه د خالص بابا سره بې شميره او ډول، ډول شونتياوې وى، خو د پيل څخه تر پاى پورې يې د نوموړي بابا په زړه سواندۍ سادګۍ او بې تکلفۍ هيڅ اغيزه نه تر سترګو کيده، ليډرانو ته يې د هغوى کمزورۍ د خپل شعر او نثر په ژبه په زغرده ورپه ګوته کولې چې همدې کړنې د نوموړي بابا د اخلاص، پاک نيتۍ او خواخوږۍ ښه ترجماني کوله. پورتنې سرليک د خالص بابا هغه سپارښتنه ده چې د خپل مينځې جګړو په اړه به يې خپلو مجاهدينو ته په ټينګار سره کوله کله چې په افغانستان کښې خپل منځې جګړې او يو پر بل يرغلونه پيل شول، مجاهدينو ته د خالص بابا لارښوونه دا وه چې هر څوک درباندې يرغل وکړي وسله ورته ډېرى کړۍ او د خپل څادر په ټک وهلو ترې خداى پاماني را واخلۍ، د مردکي ځواب په مردکي خو لا څه چې په خوله هم مه ورکوۍ، همدا لامل وه چې د جهاد د پيل څخه د ده د مرګ د ورځې پورې د نوموړي بابا مجاهدين او جنګيالي د افغانستان په لروبر کښې د هيڅ يو ګوند سره په خپل منځني جګړو کښې ښکيل نه شول او بابا د مشرتابه د هغه لقب په لاس ته راوړلو کښې پاتې راغې چې د واک لپاره يې هيواد او هېوادوال په سرو وينو لمبولي وي، يواځينى جهادي مشر وه چې د روسانو او د هغو د بړيڅو سره په مخامخ نښتو کښې يې په خپل شتون سره د مجاهدينو مورال لوړ او جهادي سنګر تود ساتلى و او د دا ډول نښتو په اړه يې د پام وړ تجربه درلوده.
همدغه خالص بابا وه چې د خپل غښتلي ايمان، بې ډاره او باوري ضمير په درلودلو سره يې په سپينه ماڼۍ کښې د هغه مهال امريکائي ولسمشر ريګن ته خپل دريځ د اسلام د مبارک دين په وړاندې کولو سره څرګند کړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې د اسلام مبارک دين د يوه جامع دين او قانون په بڼه ومني، البته دا کړنه د هغو ښېګړو په بدل کښې ده چې د شوروي په راپرځولو کښې مو راسره مرسته کړېده، دا ځکه چې افغانان د چا مرسته د پامه نه غورځوي او د هرې مرستې د غوره بدل په ورکولو روږدي دي، خو اوس مهال ترټولو غوره او ارزښتناکه پانګه چې زمونږ سره ده هغه زمونږ دين دى له همدې کبله يې تاسې ته ډالۍ کوم. هغه د خپلې ټولنې طبيعت او اړتياوې پېژندې او سم يې ورسره ځغاستل که به شعر اړين و نو يو ناقد شاعر و، که به ليکنه اړينه وه نو ليکوال وه، که به سياسي لوبه مينځ ته راتله نو په ارزونه او لارښوونه کښې ستر سياستوال و، که به په سنګر کښې د سرښندنې خبره کېده نو بيا د پايلې څخه بې پروا جنګيالى، اتل او مردميدان و، چې د دين او هېواد دښمنانو ته يې د خپلې تورې د ځلا په ښودلو د ميدان څخه د تېښتې پرته بله لار نه تر سترګو کېده.
خالص بابا قانع زاهد او د دنياوي سوکالۍ لاس ته راوړلو پورته انسان و، د ګردو ګوندى شتمنيو د شتون سره، سره ئې د ځان لپاره څه سپما ونه کړه ترڅو د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې د نجم الجهاد مينې د خټو په کور کښې د هستوګنې نوبت راشي او د ژوند اخري شېبې يې سوکاله تېرې شي، هو! ايماني غرور، ريښتونولي او همت يې له دې هم څو برابره لوړ او پورته و، کله چې کرزى همدغه خټين کورته د نوموړي پوښتنې ته ورغى او د بېرته ستنېدو پر مهال يې د دعا غوښتنه ترې وکړه نو خالص بابا د خپل ظرافت له مخې لنډه طنزيه دعا ورغبرګه کړه چې خداى دې له امريکايانو د غلامۍ خلاص کړه څرګنده ده چې کرزي ته د بابا دا طنزيه جواب د هغه ايمان، اخلاص، زړه سواندي، خواخوږي او د مسئوليت د احساس څخه سرچينه اخلي چې خداى ورباندې پېرزو کړې وه او ده د هيڅ يو هېوادوال آن د کرزي نه يې هم نه سپماوه، نوموړي د هېواد ټولو پرګنو او وګړو ته د مرستې لاس غزولى ساتلى و آن تر دې چې د يتيمانو، کونډو، بورو، مجاهدينو، علماو او طالبانو او د ملت نورو اړو وګړو سره يې څومره مرستې کړيدي يادونه يې اړينه نه بولم او په همدې يو مثال بسنه کوم او تر ټولو د پام وړ دا چې د خالص بابا په ايمان، عقېده او فکر باندې ظروفو او شرائطو، زوړوالي او نورو بهرنيو لاملونو هيڅ اغېزه نه درلوده چې څرګنده بېلګه يې په دې وروستيو کښې د يرغلګرو امريکايانو په خلاف د جهاد فتوا ورکول دي که څه هم د نوموړي اعلان په خلکو بلکې د بابا په نزدې ملګرو کښې يې هم ډول، ډول غبرګونونو ته لار پرانسته، چا ويل اعلان يې نه دى کړى، چا ويل د خالص بابا په خبرو کښې لاس وهنه شوېده، د هغه داسې اعلان کول هدف نه و تر دې چې ځينو يې د څوکۍ او واک ساتلو په موخه ويل چې د بابا صحي او فزيکي حالت په نظر کښې نيولو سره دا ډول اعلان شونى نه دى. زما په اند که د خلکو دغه ويناوې او جهادي فتوا پينه کول د يو بل چا په اړه چې خپل دريځ او پاليسي يې د ملت څخه پټه ساتلې وي شوى واى نو د منلو چانس به يې ډېر زيات او د دې څو برابره واى چې د خالص بابا په اړه ومنل شي او يا د جهاد اعلان د پينه کولو کوښښ داسې چا کړى واى چې د بابا څخه لرې پاتې شوي وي، د نوموړي ايمان، عقيده، دريځ، پاليسي، صراحت، جرائت او ريښتونولي ورته څرګنده نه واى نو بيا به يې هم د حقيقت سره د اړخ لګونې واټن راکم کړى واى خو د داسې چا لخوا چې د خالص بابا د دريځ په اړه بشپړ معلومات لري دا ډول پينې لګول د حقيقت څخه ډېر په لرې واټن کښې هيڅ د منلو وړتيا نه لري.
د امريکايانو سره د بابا کرکه د هغې دعا ښه بېلګه څرګنديږي چې کرزي ته يې د رخصتېدو په مهال کړې وه، نو د جهاد فتوا يې څه ډول ناشوني وګڼو له دې امله ويلى شو چې د بابا لخوا په پاى کښى د جهاد فتوا د امريکايانو سره د لا زياتې کرکې د څرګندونې او ايماني مسئوليت د سرته رسونې پرته بل څه مفهوم او هدف نه لري .

ليست هناك تعليقات: