الثلاثاء، ١١ شوال ١٤٢٨ هـ

د کاڼي کرښې

حاجى محمد يعقوب شرافت
مرحوم مولوى محمد يونس خالص زما ترۀ ، زما استاد او زما جهادى مشر ؤ، ما به هم له وړوکوالى څخه دکور دټولو ماشومانو په څير هغه ته اغا وئيلو. ما له هغه سره دکوچنيوالى څخه شپې او ورځې تيرې کړى. کۀ څه هم ډيرې دوړوکوالى پيښې مې هم سترګو سترګو ته کيږى خو خداې(ج) شته چې د1345 هـ ش کال څخه نيولې په جلال اباد کښې دهغه دهجرت تر وخته داسې ډير څه چې ما له هغه څخه اوريدلى اوس هم راته ياد دى. زۀ چې دلته څه ليکم هغه دمولوى صيب دليکنو او يا دبل چا څخه درواياتو په اساس نۀ دى بلکې دالفاظ ما ترې نه خپله اوريدلى دى. زۀ هيله لرم چې دهغه دموقف په لارښودنې کولو کښې به څه ناڅه مرسته وکړى.دمجاهدينو په مشرانو کښې حضرت صبغت الله مجددى تر ټولو زړور دے.کۀ مونږ ته واک په لاس راشى نو دروسانو څخه به دحفيظ الله امين دوينې پوښتنه کووم ځکه هغه افغان ؤ او روسانو دا حق نۀ درلودو چې هغه ووژنى، کۀ چرې ديو سړى يوه عضوه فاسده شى نو ډاکټر ئې هم پخپل سر نۀ شى غوڅولے بايد دمريض څخه ئې دپريکولو اجازه واخلى.خالص صيب دجهاد په مشرانو کښې يوازينے مشر ؤ چې خپله به جهاد ته تلو او دلمړى ځل دپاره اوسنى توره بوړه کښې هم دۀ او مجاهدينو ئې دنور محمد تره کى په وخت کښې مرکز ونيولو. هغه يوه ورځ ووئيل چې زۀ پخپله ځکه جهاد ته ځم چې يو خو مسلمان يم جهاد په ما هم فرض دے ، بل مشر چې په جنګ کښې نۀ وى نو جنګيالى به ئې څنګه جنګ وکړى.دطالبانو تحريک ډير ښۀ تحريک دے خو دمولوى منصور حرکتيان به ئې خراب کړى.کۀ داستاد ربانى سره دپښتو او فارسۍ خبره نۀ وى نو دا ډير ښۀ رهبر ؤ.د2001 ميلادى کال دستمبر ديوولسمې دبريدونو په باره کښې هغه ووئيل چې دستمبر ديوولسمې بريدونه روان دى دا ځکه چې پکښې ښځې، کوچنيان او زاړۀ ووژل شول او اسلام داسې کار روا نۀ ګڼى. په داسې حال کښې چې دمريضۍ په بستر پروت ؤ يوه ورځ ئې ووئيل چې دا ډيره بې غيرتى ده چې زمونږ هيواد کښې خارجيان ګرځيږى او مونږ غلى ناست يو.(دمريضۍ په وخت ئې انجنئير احمد شاه احمدزى ته هم په دې حقله سختې او دغيرت خبرې کړې وې چې زۀ پخپله هلته نۀ ؤم)هغه قوانين چې دظاهر شاه دباچا کيدلو په مهال دعلماؤ سره منل شوى وؤ هغه ټول سم وؤ کۀ اوس هم هغه عملى شى نو اسلامى حکومت راتلے شى.يوه ورځ دسردار محمد داؤد دحکومت په لمړنيو شپو کښې ئې ماته ووئيل کۀ داؤد ما دعدليې وزير هم کړى نو دا اميد مۀ کوئ چې داؤد به اسلام ته کار وکړى. هغه دافغانستان په حقله دپاکستان دټولو پاليسيو سره هم نظرے نۀ ؤ او يو وخت ئې ووئيل چې شهيد ضياء الحق کۀ دافغانستان دجهاد سره ډيره مرسته هم کړې خو ډيره جفا ئې هم کړې ده. هغه به بار بار وئيل چې اسلامى حکومت نۀ وى راغلے زۀ بل هيڅ حکومت په افغانستان کښې نۀ شم منلے.يوه ورځ ئې دطالبانو دحکومت په مهال ووئيل چې دطالبانو حکومت په دې ډول نۀ شى چليدلے چې د زراعت دپاره ئې هم ملا ټاکلے او دبل کار دپاره ئې هم ملا. هر کار بايد مسلکى خلقو ته حواله شى داسې خلقو ته چې اهليت او کفايت دواړه ولرى. يوه ورځ دوروستۍ اوږدې ناروغۍ په مهال ما ورته ووئيل چې اغا! تا خو دنيا کښې ډير ژوند وکړو ستا په نظر تر ټولو ښۀ شے څه شے دے نو هغه ووئيل چې اخلاص . دومره مزه چې په اخلاص کښې شته په بل هيڅ شى کښې نشته دے.يوه ورځ يو ملګرى ورته ووئيل چې داسې ورځ به راشى چې ټول به وايو کاش چې مونږ دحکمتيار او استاد ربانى په جنګ کښې داستاد ربانى ملګرتيا کړے وے نو مولوى صيب ورته ووئيل چې داسې نۀ ده اؤ هيڅکله به دا ارمان ونۀ کړو دواړه په ناحقه دى.هغه دعلماؤ ديو لوئې هيئت سره چې بهرنى علماء هم پکښې موجود ؤ داستاد ربانى او انجنئير حکمتيار ترمنځ دجنګ دپاې ته رسيدو دپاره افغانستان ته تللے ؤ کله چې بيرته راغلو نو وې وئيل چې استاد ربانى ته چې مونږ دجنګ بندولو او دحکمتيار سره دسولې خبره وکړه نو هغه ووئيل چې ترڅو زما مړے دکابل څخه نۀ وى وتلے نو دکابل څخه به ونۀ وځم او کله چې دمو دحکمتيار نه دجنګ دبندولو غوښتنه وکړه نو هغه ووئيل چې پينځه ويشت کاله به جنګ وکړم.مولوى صيب يوه ورځ دجهاد په لومړيو وختونو کښې ووئيل چې نن ټوله دنيا په مونږ(مجاهدينو) رحمت وائى خو کۀ زمونږ دبې اتفاقۍ همدا حال وى داسې ورځ به راشى چې ټوله دنيا به په مونږ لعنت وائى.کله چې دډاکټر نجيب الله دحکومت په وروستيو وختونو کښې دمجاهدينو په ضد سياسى لوبې زياتې شوې نو خالص صيب ووئيل چې امريکا او نور غواړى چې لمړے مجاهدين بدنام او بيا ئې داسې وځپى چې بيا په دنيا کښې څوک دمجاهد په نوم سر راپورته نۀ کړى او څوک چې سر پورته کوى په سر به ئې وهى.يوه ورځ ئې دمرزا اسلم بيګ سره له يو مجلس نه وروستو ووئيل چې پاکستان کښې مرزا اسلم بيګ ډير پوخ سړے دے .يوه ورځ ئې دمرحوم غلام اسحاق خان سره دملاقات څخه وروستو ووئيل چې هغه ډير شريف ، پوهه او ښۀ سړے دے خو دامريکا لخوا سخت مجبور دےدمحمد ظاهر شاه په حقله ئې وئيلى ؤ چې هغه زمونږ دجهاد يو شهيد ته هم ددعا لاس نۀ دے اوچت کړے نو اوس څنګه دهغه مشرى ومنل شى.دجهاد او هجرت څخه دمخه ئې په کابل کښې دډاکټر محب الله په نوم ديو ډاکټر سره دوستى وه هغه ورته يو ډير ښۀ مشکش ټوپک ورکړو او دتمسخر په توګه ئې ورته ووئيل چې مولوى صيب دا واخله کۀ جهاد شى نو په دې به کمونسټان وژنې! نو مولوى صيب ورته ووئيل چې ډاکټره! څه عجيبه خوند به وکړى چې هلته همداتۀ په مخه راشې(يعنى تا به هم په همدې ټوپک وژنم)يوه ورځ ورسره ځينو ملګرو دپښتنو او نيشنليزم په باره کښې بحث کولو نو مولوى صيب ورته ووئيل پښتون ډير غيرتى قوم دے يو دښمن هم نۀ غواړى چې هغوى متحد پاتې شى زۀ هم يو پښتون يم، قوميت ، پښتو او پښتونولى په کلکه سره منم خو دا هر څه داسلام تر سيورى لاندې.يوه ورځ دا بحث شو چې افغانستان کښې عربان شته او کۀ دوى ته کوم رسمى کار وسپارل شى دوى به ئې ښه وکړى مولوى صيب ووئيل چې دا غلطه ده چې افغانستان کښې دې په چوکيو خارجيان ناست وى او کۀ هغه هر څوک وى افغانستان دافغانانو وطن دے.يوه ورځ دامريکا دپخوانى جمهوررئيس جارج بش يو ځانګړے استازے پيټر ټامسن خالص بابا ته راغے نو ټامسن په افغانستان کښې دامريکا مرستې او کومکونه تشريح کړل خو خالص صيب ورته ووئيل چې دا مو دچاسره کړى؟ نو ټامسن دډيرو قوماندانانو نومونه واخستل خالص صيب ورته ووئيل چې دا مرسته نۀ بلکې مداخله ده تاسو پخپل سر هر څه کوئ او دا ځکه چې افغانستان بې مالکه هيواد دے. ټامسن په تعجب سره ووئيل چې تاسو مرستې نۀ منئ هغه ووئيل چې مونږ ديوې ستنې مرسته هم منو خو مداخله نۀ منو او اوس تاسو ځکه دا هر څه کوئ چې افغانستان درته بې مالکه وطن ښکارى. مولوى صيب په خارجى موسيسو ډير زيات بدګمانه ؤ او دخپل تنظيم له لارې ئې ورسره هيڅ ډول مکاتبه نۀ درلوده هغه يوه ورځ ووئيل چې دا ټول جاسوسان دى او عيسائيت خپروى.

ليست هناك تعليقات: