الثلاثاء، ١١ شوال ١٤٢٨ هـ

د خالص بابا(رح) مقاومت او کړنې

رحمت گل وقار

کله چې روسي ښکېلاکگرو د افغانستان په خاوره ناحقه تېرى وکړ، يوازې دانه چې د افغانانو په وژنه يې لاس پورې کړ، بلکې د هېواد په جواهراتو يې هم خپله خېټه واچوله او د هېواد وگړو ته يې يوازې غلامي او بېچاره گي ور په برخه کړه، نو همدا لامل و، چې غيرتمنو افغانانو چې همېشه يې د غلامۍ او اسارت زنځيرونه شکولي دا ونه شوه زغملى چې د بل تر غلامۍ لاندې ژوند وکړي؛ نو ځکه يې د هېواد او اسلام د ساتنې لپاره توپک ته لاس کړ او په جهاد يې لاس پورې کړ. ارواښاد خالص بابا(رح) د رسول الله(ص) په څېر هجرت ته اړ شو او گاونډي هېواد پاکستان ته له خپلو نورو مجاهدينو سره د خپل پت او عزت د ساتلو په موخه مهاجر شو. دا داسې هم نه وه، چې گوندې خالص بابا(رح) د هجرت په کولو سره له جهاد څخه څنگ ته شو ، بکې له مهاجر کېدو څو مياشتې وروسته بېرته د سپين غر څوکو ته له خپلو مجاهدينو سره راستون شو. څه رنگه چې دښمن د سپين غر په هره دره کې ځاى نېولى و، ترڅو د مجاهدينو مورچلونه تر بريد لاندې ونيسي، خالص بابا(رح) د تورې په شرنگ سره د دښمن په له منځه وړلو کې داسې ورگډ شو لکه شاهين د مرغيو په سيل کې. د دښمن پوځونه به يې داسې تيت او پرک کړل، چې بيا به يې د سپين غر په لور د کتلو جرئت هم نه شو کولى. ارواښاد خالص بابا(رح)، چې د سپين غر په څوکو لکه غيبانه شاهين راښکاره شو او د سپين غر په لوړو او گړنگونو يې داسې الوت پيل کړ، چې د دښمن هر مورچل د بابا د ټوپک ښکار شو؛ په داسې حال کې چې دښمن به يې له وېرې په مورچلونو کې هم د ټينگې نه و.همدا لامل و، چې د هر مېړني مجاهد په غوږونو کې د خالص بابا(رح) د نوم او شهامت انگازې خپرې شوې کله چې د سپين غر غيرتمنو مجاهدينو د ارواښاد خالص بابا(رح) هوښيارتيا، مېړانه او زړورتوب وليد، نو د خپل افغاني غرور ډکې ککرۍ د بابا پر وړاندې ټيټې او ارواښاد خالص بابا(رح) يې د مشرتابه په توگه وټاکه، چې د غنمو د وږي گټونکې شمله د خالص بابا(رح) شمله وگڼل شوه.ارواښاد خالص بابا(رح) په کال ١٣٥٧ل کې خپل حزب د افغانستان اسلامي حزب په نوم تاسيس کړ او په ١٣٥٨ل کې يې خپل جهادي مرکز توره بوړه وټاکه.څرنگه چې خالص بابا(رح) په وسله وال جهاد کې له ټولو گړندى او نوميالى و، نو په قلموال جهاد کې هم له هيچا وروسته او پاتې نه و، بلکې د قلم په ژبه يې هم د جهاد اعلان وکړ، د قلم مينه والو ته يې داسې ډېر څه وړاندې کړل، چې تل به د هر بااحساسه افغان د ژوند لاره وي.په رښتيا هم په داسې وختونو کې بابا يوازينۍ څېره وه، چې د قلم په ژبه يې خپله ناپوهه ټولنه يوې سمې تگلارې ته رابلله او دښمن ته به يې بيا په توره ځواب وايه.له قلم سره همدې بې کچې مينې اړ کړ چې په ديارلس سوه نهه پنځو(١٣٥٩ل) کې يې د مهاجرينو او د غازيانو د بچيو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره د الهجرت والجهاد په نوم عالي مدرسه د پېښور د بورډ په گل اباد کې تاسيس کړه، چې يو زيات شمېر په همدې نوم نورې مدرسې يې په نورو کمپونو کې پرانېستې، چې له نورو پرته يوازې په بورډ کې جوړې شوې مدرسې چې اوس د خالص بابا(رح) په فاميلۍ شمشتو کېده تر دامهاله نېږدې پينځه سوه شاگران فارغين ورکړي او په زرگونو يې په خپله غېږه کې روزلي.

ليست هناك تعليقات: