عبدالله تراب
له ډېره وخته دا هڅه روانه ده، چې د اسلام او افغانيت ترمنځه يو ډول رقابت څرگند کړي سره له دې، چې اسلام د قومونو د له منځه وړلو لپاره نه دى راغلى، بلکې د قومونو د هدايت لپاره راغلى؛ ځکه خو يې ښه روايتونه برقرار ساتي او بد يې له منځه وړي.د انساني تهذيبونو تر منځه افغاني يوازېنى هغه دى، چې له اسلام سره يې ټکر ډېر کم دى. حمزه بابا وايي
پښتو مې د اسلام د(الاالله) څخه زده کړې
همدې راته ښودلې د جنت د چمن لاره
ځينو خلکو دا ډېره عجيبه ښکاروله، چې څنگه دې يو سړى مسلمان او په عين وخت کې افغان واوسي. ډېرى رهبران د جهاد پر مهال پر همدې نظر و، چې د سختو شرموونکو تېروتنو ښکار شول، خو دا هيڅ عجيبه نه وه؛ ځکه چې ددې خبرې ځواب مونږ د خالص بابا په ژوند کې په ښکاره ډول گورو، هغه يو ښه مسلمان او اسلامپوه و، د اسلام پالنې په مخ کې يې هيڅ خنډ او ځنډ نه زغملو.
بابا ځکه په دې موقف ټينگ ولاړ و، چې دده په اسلام پالنه کې افغانيت پالنه نغښتې وه، هغه چې هر کله د بهرنيو يرغلگرو پر خلاف د جهاد او مبارزې اعلان کړى، نو ځان يې د اسلام د د سپېڅلي دين له خوا مکلف گڼلى، له يوې خوا يې د اسلامي مکلفاتو ادا کړې او له بلې خوا يې افغاني غرور او استقلال ساتلى دى. لنډه يې بايد ووايم چې بابا له نورو رهبرانو څخه په دې ممتاز و، چې هغه اسلامي او ملي پولې دواړه ساتلې البته تر هاغه بريده چې افغانيت پالنه به له اسلام سره په ټکر کې نه وه.د تېر جهاد څخه وړاندې، چې د اى، اين، پي گوند بنسټگر عبدالغفار خان افغانستان ته راغلى و، نو خالص بابا(رح) ورته د ښه راغلاست شعر ليکلى و، چې بيا د لېسې( د عيني شاهدانو له قوله) پر شاگردانو ويل شوى و، خو بالعکس چې خالص بابا(رح) د روسانو پر ضد د جهاد اعلان او پاکستان ته هجرت وکړ، نو عبدالغفار خان او ملگرو يې په جهاد او هجرت سترگې پټې او خړې کړې، نو بيا هم خالص بابا(رح) په پوره مېړانه غږ پورته کړ، چې اوس زمونږ او عبدالغفار خان لاره جدا شوه؛ ځکه چې هغه زمونږ اسلاميت او افغانيت دواړو ته سپک وکتل، خو بيا هم چې عبدالغفار خان ومړ او جسد يې جلال اباد ته وړل کېدو، نو خالص بابا(رح) خپلو مجاهدينو ته د پاچا خان د جسد د احترام لپاره د ډزبندۍ امر وکړ، ترڅو د هغو افغانانو زړونه ونه درزېږي چې پاچاخان ته معتقد وو.خالص بابا(رح) که له يوې خوا د بهرنيو د گوډاگيانو سخت مخالف و له بله پلوه يې دا هم زړه نه منله، چې بېرته دې د بهرنيو له خوا ووژل شي.
د تېر جهاد پرمهال يو خبريال له خالص بابا(رح) څخه وپوښتل، چې که کابل مجاهدين ونيسي او اقتدار تاته وسپاري، نو له روسانو سره به ستاسې تعامل څنگه وي؟ خالص بابا(رح) ورته په څواب کې وويل چې زه له هرڅه نه وړاندې هغوى د حساب پر مېز کېنوم او داسې محاسبه ورسره کوم، چې د حفيظ الله امين او ببرک کارمل پوښتنه به هم ورڅخه کوم، چې ولې مو اقتدار ته ورسول؟ او ولې مو ووژل؟ دوى افغانان ول بايد د افغانانو په لاس اقتدار ته رسول شوي وى او که بيا يې د مرگ وړتيا لرله، نو هم بايد افغانانو وژلي وى، تاسو ته يې خير؟.په دې ټولو سربېره هغه خپل اسلاميت او افغانيت په سنگر ساتنه کې هم ښودلى و، هغه له اوو رهبرانو څخه يوازينى هغه و، چې د يو زړور کومندان په حيث يې په جهاد کې برخه اخستله. همدا مېړانه د خالص بابا(رح) په اشعارو کې هم ښه ښکاره او څرگنده ده.
د هغه اشعار ډېر هدفمن او جامع و، خو تر هر څه حماسه او انقلاب په کې ډېر و، هغه له دې هرڅه سره پښتو او پښتانه هم پالل.
خالص بابا(رح) که له يوې خوا د لرې پښتونخوا او نشنلستانو سره په نا اسلامي دريځونو مخالف و، خو له بلې خوا يې د هغوى شعر او ادب ستايلى، چې غني خان او اجمل خټک دې په کې ښکاره ياد دي. هغه د افغانستان د پښتنو مشرانو څخه يوازينى هغه و، چې د حمزه بابا د رنځورتيا پرمهال يې په روغتون کې د هغه پوښتنه وکړه.دا ټول هغه څه دي، چې د خالص بابا(رح) په اسلام پالنه او فغانيت پالنه ښکاره دلالت کوي، خو له بده مرغه د خالص بابا(رح) له وروستنۍ مېړانې سره دده ملگري په پوره استقامت همغږي نه شول؛ څه خو يې د هغه له عقل او ذهن څخه منکر شول او چا چې يې تاييد کاوه هغوى هم هاغسې اواز پورته نه کړ لکه څرنگه چې بابا پورته کړى و، بې له انوارالحق مجاهد (زوى)او شمس الاسلام نبي خېل(وراره) څخه.خالص بابا(رح) يو لوى شخصيت و، خو د څنگ ملگري يې بې زړه او کمزوري وو.
خلکو د کاڼو له مجسمو څخه قيمتي انسانان جوړ کړل، خو د خالص بابا(رح) له ملگرو سره داسې يو شخصيت چې هم عالم، اديب مجاهد او هم سياستوال وي هيڅ قدر نشته او نه و.دا ټولې هغه ځانگړتياوې دي، چې د يو رهبر لپاره ډېرې اړينې دي او له نېکه مرغه بابا له دې ځانگړتياوو څخه برخمن و، خو دا چې هغه پرې ونه ځلول شو، د هغه په وياړ غونډې او سيمينارونه جوړ نه شول؛ دا کار هڅه، هاند او زړورتيا غواړي او له بده مرغه د خالص بابا(رح) په ملگرو کې داسې څوک نه و او بابا هم پېژندلي وو، ځکه يې ويلي وو:خلص له بل چانه گېله نه کويپوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختوخو کاش چې دا کار د هغه له مړينې وروسته پيل ومومي لکه څه رنگه چې د افغانانو ناځوانه دود دى ، چې په ژوند ښه او له مړينې وروسته بد سړى نه لري.د بابا د مړينې ابتدا هم د هغه د ملگرو په داسې دريځ راغله، چې چا يې مناسبه فاتحه هم وانه خستله.اخ بابا لکه يو دروېش له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې، روح دې تل ښاد او فکر دې يې تلپاتې وي.
له پردو خلکو يې و خپل ديار ته کډه وکړه
د ښار غريب اخر د مړو ښار ته کډه وکړه
په دې نفرت، نفرت جهان کې زندگي شوه گرانه
ځکه دروېش نن د خپل ذات حصار ته کډه وکړه
دروېش درانى
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق