الأربعاء، ١٢ شوال ١٤٢٨ هـ

اى زما بابا

عارف همدرد
وختونه به ډېر زيات تېر شي، مشران به ډېر شي، خو د هر چا ځانگړى مقام وي او تر ټولو لوى مقام هر وخت او هر ځاى د عالمانو وي، ځکه عالمان د دين پتنگان دي او له پيغمبرانو څخه وروسته دوى د هغوى مرثه دي؛ ځکه خو الله تعالى همدې خلکو ته ځانگړي مقامونه ورکړي.دا چې زه نن د چا په مقام باندې څه ليکم، زه دومره توان نه لرم، چې د داسې شخصيت په ژوند باندې څه او يا په شخصيت باندې څه وليکم، ځکه دغه شخصيت يوه روښانه څېره ده او له ډېرو رنگونو ډک سړى دى
دا نه يوازې دا چې خپل ځان پرې گران و، بلکې ددې پر ځاى ټول افغان قوم پرې گران و، دا زمونږ د هېواد ځلانده ستورى ارواښاد محمد يونس خالص بابا(رح) و.خالص بابا(رح) لکه څنگه چې يې له نوم څخه څرگندېږي(خالص) نو تاسو يې له معنا څخه پوه شئ، چې دا يو پاک او منلى سړى و، د دستار سړى واو په خلکو کې ډېر ياد او يار سړى و.خالص بابا(رح) نه يوازې دا چې د سياست په ميدان کې روښانه او ځلانده نوم لري، بلکې له افغانستان څخه د سرو روسانو په ويستلو کې يو ځانگړى نوم لري او د بابا لقب يې په ډېرو مېړانو کولو له ولس څخه لاس ته راوړى.د خالص بابا(رح) له سياست څخه داسې څرگندېږي، چې دده سياست ژوندى او پرمختللى سياست و، ځکه په اوسني وخت کې اوس هم ځينې سياستوال دده د سياست په تگلاره روان دي او پرې مخکې گامونه پورته کوي.خالص بابا په ټوله مانا اوس هم له مونږ سره په زړونوم او فکرونو کې ژوندى دى او له مونږ سره به تر هغې پورې وي، چې تر څو مونږ ژوندي يو او د ياد کلى مو خاورې شوى نه وي.
که نن هغه له مونږه تللى، خو بيا هم د هغه فکرونه او اندونه له مونږ سره شته، ځکه مونږ نشو ويلى چې هغه زمونږ له منځه تللى.خالص بابا(رح) د سياست او سنگر له دواړو بهيرونو سره يو تکړه او منلى شاعر او ليکوال هم و او په شعر کې خو يې له ډېرو شاعرانو پرمختللى او منلى پيغام او وزن پروت دى او ټول شعرونه يې خامخا د پښتون قوم د سوکالۍ او يووالي پر کړۍ څرخي.
په لاندې بيت کې يې وگورئ چې د پښتنو دود او کولتور ته يې څومره ښه اشاره کړې
پښتو ژبه شوه ډېره، خو پښتو شوه بې درکه
دا سيمه د پښتون پښتنو خپله کړله سپکه
په پورتني بيت کې خالص بابا(رح) د زړه خبره کړې، زه به ځکه پرې څه نه وايم چې له هره اړخه منلى دى، خو دا به ووايم، چې بابا که بابا دى هم له مينې خالي نه دى او ډېر شعرونه يې په مينه څرخي او په لاندې بيت کې يې څومره ښه ويلي چې انسانيت بې له مينې او د انسان ژوند بې له مينې ستونزمن دى
مينې، محبت چې کډې بار له دې دنيا نه کړې
هيلې ارزوگانې د بشر يې پرېشانه کړې
زه به خپلې خبرې په دې راغونډې کړم او خداى ته به لپه ونيسم چې بابا مو د جنت الفردوس د بڼونو څښتن کړې

ليست هناك تعليقات: