الخميس، ١٨ أكتوبر ٢٠٠٧

د خالص بابا(رح) له ځانګړتياو څخه

عبدالقادر الفت



یواځې د ځانګړتیاو پر یادونه یې ځکه بسیا کوم چې اروا ښاد خالص بابا د هېواد یوه داسې نوموتې مذهبي، علمي، سیاسي، ولسي او ادبي څېره ده چې په هکله یې بشپړه لیکنه کول دومره آسان او د هر چا کار نه دی ځکه چې خالص بابا یواځې د یو وګړي نوم نه دی، یواځې د یو دیني عالم نوم نه دی، یواځې د یو شاعر نوم نه دی، یواځې د یو رهبر نوم نه دی، یواځې د یو مجاهد نوم نه دی بلکه د نېږدې نیمې پېړۍ (شپېته کلنې) پاکې مبارزې نوم دی، هغه مبارزه چې د کښتۍ په شان د وخت د بادونو بنده نه بلکه د غره په شان تل پخپل ریښتیني دریځ ولاړه وه. هسې خو به ډېر خلک پیدا شي چې دا ځانګړتیاوې ولري چې هم ملا وي هم شاعر او هم ... خو د خالص بابا اصلي ځانګړتیاوې دا نه دي چې ملا و، شاعر و، رهبر و او داسې نور بلکه اصلي ځانګړتیاوې یې دا دي چې:
ملا و خو درباري نه
شاعر و خو درباري نه
رهبر و خو د اقتدار تږی نه
مجاهد و خو د خلکو د مالونو او وینو تږی نه
مهاجر و خو د هجرت په نامه د خپل جېب لپاره خیرات ټولوونکی نه و
د هغوی په لیکنو، شعرونو، ویناو او عمل کې د حقپالنې، ولسپالنې، پند، غیرت او خپلواکۍ اړخونه خورا روښانه دي.
د خالص بابا په ځانګړتیاو کې تر ټولو مهم ټکی حقپالنه ده او هغه څه چې د هغوی شخصیت ته یې ځلا وربخښلې ده د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له پېر نه رانیولې د وفات تر وخته یې د بېلابېلو وختونو په لیکنو، ویناو او عمل کې د حقپالنې ځلانده جوهر دی.
هغوی د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په دور کې (د ۱۳۲۰ لمریزې لسیزې څخه راپدېخوا) د یو ریښتوني داعي په توګه هم د ښوونې او روزنې، تالیف، رادېو او هم د نورو رسنیو له لارې خپله د حقپالنې دنده پر مخ وړله مګر کله یې هم د دربار چوکټ نه دی نیولی او کله یې هم خپله مبارزه د وخت د واکدارانو یا شخصي اغراضو په چوپړ کې نه ده کارولې.
خالص بابا د روسي یرغلګرو پر خلاف د جهاد په دوران کې تش په نامه جهادي رهبر نه بلکه د یو مجاهد په توګه هغه هم په سپینه ږیره په عملي مسلح جهاد کې پراخه ونډه درلوده او هم یې د یو ریښتوني مشر په توګه مجاهدینو ته لارښوونه کوله. د مجاهدینو لپاره به یې بېلابیل لارښود کتابونه هم لیکل تر څو د جهاد له اصلي مسیر څخه انحراف ونکړي. د خپل منځي جنګونو څخه یې همېشه ډډه کړې او نورو ته یې هم د ډډې کولو توصیه کړې او تر پایه پورې پر همدې دریځ ولاړ پاته شو.
بابا د ډېر لوی عزیمت څښتن و. د امریکا د متحدو آیالتونو د وخت رییس جمهور رونالډ ریګن ته په سپینه ماڼۍ کې مخامخ د بابا له اړخه د اسلام د سپېڅلي دین د راوړلو بلنه د ارواښاد د عزیمت یوه داسې بېلګه ده چې په نننۍ نړۍ کې هېڅ سیال نه لري.
په هجرت کې یې نسبتاً دروېشانه ژوند اختیار کړی و او هر چا کولای شول د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره په آسانه ورسره وګوري. له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ پورې بنده د بابا مرحوم سره د هغوی په حجره کې حاضرِ خدمت و. لومړی ترې ډېر وېرېدم، ملامت نه وم کشر وم او هغه دې هم خدای پاک وبښي امسا یې بیخي له لاسه نه لرې کوله خو بیا زر ورسره عادي شوم. بابا چې به کله کورته راغی نو د جماعت له لمونځونو څخه پرته زیات وخت به په حجره کې ناست و. په دې درېو کلونو کې زما یوه ورځ هم داسې نه ده په یاد چې په حجره کې دې میلمه موجود وي او بابا دې ډوډۍ په کور کې خوړلې وي. له مېلمنو سره به یې خوږه مرکه کوله او د موقع په مناسبت سره به یې خورا ښې ټوکې هم کولې. بابا چې به کله پوه شو چې څوک ورڅخه خفه دی نو مرور به یې سمدستي راپخلا کولو او کله خو به د سهار له لمانځه څخه وروسته د مرور د پخلا کولو پسې کور ته هم ورتللو، مرور بېوزله به هم حیرا ن شو چې له ده سره اوس څه کوې؟ له مرور څخه به هم د تېښتې لاره ورکه شوه او بېچاره به یې پخپله مرورۍ پښېمانه کړ. معمولاً به له ماذیګر څخه تر ماسختنه او بیا د سهار له لمانځه څخه نیولې تر سباناري پورې د مولوي صاحب په مصروفیاتو کې د قرآن کریم تلاوت، د میلمنو سره لیدنه، د خلکو د ستونزو اورېدل او په هکله یې مناسب اقدام کول، خبرونه اورېدل او مطالعه کول شامل و. د هومیوپیتهک ډاکټر هم و او تقریباً هره ورځ به یې حجرې ته د راغلو ناروغانو درملنه کوله او په حجره کې له موجود خپل درملتون څخه به یې دوا ورکوله.
د خالص بابا په سینه کې د لوی خدای جل جلاله پاک کلام خوندي و. بابا د هېواد نوموتی عالم او د مروجه اسلامي علومو او فنونو لکه تفسیر، حدیث، عقیدې، فقهې، اصول فقهې، سیرت، تاریخ، معاني بدیع او بیان، منطق، حکمت او د عربي، پښتو او دري له ژبدودونو څخه خورا متمکن و، او هم یې د دې تر څنګ قوي او معاصره مطالعه درلوده. په اردو ژبه هم پوهېدو. خدای دې یې اوبښي ډېرې سختې پوښتنې به یې کولې. هر خوارندوکي زده کوونکي یې نو په مخ کې پر نه شو وهلی. بابا مرحوم د نوي کهول زده کړې او تعلیم ته ډېر لېواله و، هر ځوان چې به ورسره مخ شو نو بابا به ترې څخه د تعلیمي سرګرمۍ پوښتنه خامخوا کوله، وړکیه سبق وایې؟ چېرته یې وایې؟ کوم کتابونه وایې؟ بیا نو که له چا سره به نصیب ډېره یاري وکړه نو امتحان به یې پر همدې خلاص شو چې پلانکی څه صیغه ده؟. زه به چې له ۱۹۹۰ نه دمخه کله کله ورسره مخ کېدم نو هم به مې همدا سرنوشت و او ډېر ځله به مجبور وو چې د بابا سره د مخ کېدلو له ویرې هم یو څه مطالعه ولرو او که نه نو د مُلا له سلام ګرځولو سره سمې پښې سپکې کړو، خو کله چې بیا پوخ ورسره شوم نو یو څو ورځې پوښتنې موښتنې زیاتې وې بیا وروسته نو خدای پاک خیر کړ، ګویا خاموشه سند مې ترلاسه کړ.
بابا په پښتو، عربي او څه نا څه په دري ژبه کې په بېلابېلو موضوعاتو کې لوی او واړه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي لکه اسلامي روح، اسلام او انساني تمدن، روح الاجتماع (د علامه ګوستاولوبون د کتاب له عربي ژباړې څخه پښتو ته ژباړه)، دینې ملغلرې، د عقیدة الطحاوي شرحه (له عربي څخه پښتو ته ژباړه)، ژوندي اشعار (شعري ټولګه)، دامونه او دانې (شعري ټولګه)، تور زړو ته یم توره او سپين زړو ته یم سپینه (شعري ټولګه)، خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه (شعري ټولګه)، عقل، تقلید او دنیوي ګټې وټې، باغي څوک دی؟، حقیقي مجاهد څوک دی او باید څه وکړي؟، موقف حزب اسلامي(دري)، جهادي لار او لارښوونې، د اسلامي عالم نن او پرون، ناوړه دودونه (له عربي څخه ژباړه)، مفتاح الصرف (په پښتو ژبه) او د (آزموده را آزمودن خطا است) او د (ښځه او نر یا د انساني ټولنې دوه وزرونه) په شان لسګونه کوچني کتابګوټي او داسې نور.
د نثر تر څنګ یې خورا خوږه او روانه شاعري هم لرله چې په شعرونو کې یې (بډه)، (پوچ کارتوس)، (ګوته په غاښ) او (مار او لړم) زیات شهرت موندلی دی او په شعري ټولګو کې یې د ښاغلي عبدالهادي ملاخېل لخوا را ټوله شوې ټولګه (دامونه او دانې) یوه ډېره ښه پانګه ده.

بابا په کافي اندازه سیاسي بصیرت درلود او سیاسي وړاندوینې یې ډېرې مشهورې دي. د اسلام آباد د ۱۹۹۴ کال د مارچ د میاشتې د تړون په هکله چې بابا ویلي وو (ما ته له دې تړون څخه د وینو بوی راځي) نو لومړی سر دې وینا ته زیاتو خلکو د حیرانتیا او حتی ځینو ناپوهانو د ټوکو او تمسخر په نظر کتل خو له تړون څخه وروسته په لنډو ورځو کې جوته شوه چې د مولوي صاحب اټکل پر ځای وخوت. نېږدې څوارلس کاله پخوا کله چې بابا د جګړه مارو اړخونو تر منځ د سولې لپاره هلې ځلې کولې ما ترې څخه پخپلو غوږونو اوریدلي وو چې (د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت او داخلي جګړې به ښایي د دې لامل شي چې یوه ورځ به د افغانستان خپلواک حیثیت ختم او لکه د سویس په شان خلع سلاح او د ملګرو ملتونو په نامه پوځونه به ورته راولېږل شي ...) اوس یې مونږ هر یو وینو چې څه وشول او څه روان دي.
د پردیو له خوا د افغان ولس پر خلاف له شویو ظلمونو سره دومره حساس و چې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د سخت نظریاتي اختلاف سره سره یې دا خبره کوله چې مونږ به له روسانو څخه د تره کي او امین پوښتنه هم کوو.
ولسپال خالص بابا د پښتون ولس د زړه پر منځ د انګرېز ډېورنډ لخوا راکښل شوې تورې کرښې لاسلیک کولو ته کله هم غاړه کېنښوده.
په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط څخه څه وخت وروسته (د ۱۹۹۴م د جنوري په لومړۍ نېټه) بابا په بشپړ ډول هېواد ته راستون شو او خپل دروېشانه ژوند ته یې ادامه ورکړه. د اقتدار تږی نه و ځکه نو له هېچا سره یې په دې موخه کوم جوړښت نه دی کړی مګر کله یې هم د حقپالنې لمن پرېنښودله او لومړی یې د مجاهدینو او بیا د طالبانو واکدارانو ښو ته ښه او بدو ته بد ویلي او د تل لپاره یې د وخت د واکدارانو په وړاندې د حقې وینا فریضه سر ته رسولې ده.
د ګران هېواد پر خلاف د امریکایي یرغلګرو په مشرۍ د رامنځته شوي ظالمانه یرغل پر وړاندې خالص بابا چپ پاته نشو او په داسې حالت کې چې خپلو مبارکو پښو یې هم د هغه د کمزوري ځان د وړلو تاب نه درلود نامعلوم
ځای ته یې یو ځل بیا د هجرت لیاره ونیوله او په خپل کلک عزم سره یې د خپل دین او ولس د دښمنانو او
یرغلګر نړیوال زبر ځواک پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ. خیر خواه یې په هکله بیخي ریښتیا ویلي دي چې : زمری که زوړ هم شي همت له لاسه نه ورکوي.
د جهاد له اعلان څخه وروسته هم بابا د یو دیني عالم او سیاسي لارښود په توګه د رسنیو له لارې وخت په وخت پر خپل ولس غږ کړی او هغوی ته یې لارښوونه کړې او د تورې بوړې شاهین یو ځل بیا دښمن دېته پرېنښود چې زمونږ په پاکه خاوره په ډاډه زړه وګرځي.
خدای پاک دې پرې رحم وکړي خالص بابا په نامعلوم هجرتځای کې وفات شو مګر پخپل نامعلوم قبر سره یې خپل ولس ته د پښتو دا متل په غوږ کې ښه ورکېښود چې : له کلي ووځه خو له نرخه مه ووځه. هغه له نرخه و نه ووت او تر پایه خپل رب ته پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شو.
د سپین غره څوکې به د تل لپاره د حال په ژبه د بابا د اتلولۍ ترانې زمزمه کوي، البته دا یو جلا درد دی چې ترڅو پورې به مو په زړونو پورې د حسرت دا غوټه تړلې پاته وي چې:
ګېدړانو باندې جوړ شول مزارونه
د وطن د زمرو ورک مو شول قبرونه
په پای کې، نه وایم چې معصوم و، هغه هم زمونږ او ستاسې د آخرالزمانه ټولنې یو انسان و او له هر لوستونکي څخه ورته د بخښنې او دعا هیله لرو. خو دا توپیر هم پر خپل ځای یو اټل حقیقت دی چې بابا د خپلې شپېته کلنې مبارزې په بهیر کې:
ملا و خو درباري نه
شاعر و خو درباري نه
رهبر و خو د اقتدار تږی نه
مجاهد و خو د خلکو د مالونو او وینو تږی نه
مهاجر و خو د هجرت په نامه د خپل جېب لپاره خیرات ټولوونکی نه و! د تقدیر له دود سره سم د تورې بوړې شاهین د اجل داعي ته په پراخه ټنډه هرکلی ووایه او تاریخ پخپلو پاڼو کې د اتلولۍ یو ریښتونی داستان راونغاړه.

ليست هناك تعليقات: