پوهنمل زاهدى احمدزي
دخالص بابا سياسى دريځ روښانه ؤ او هغه داسې چې د خپل ژوند تر پايه پورې په سوچه اسلامي سياسي دريځ ټينګ ولاړ ؤ، په سياست کې يې دينى او عقيدوى بدلون ته اجازه نۀ ورکوله، دين ئې له سياست څخه نۀ قربانولو، بلکې شرعى سياست ئې ددين يوه برخه ګڼله، دځينو نورو جهادى ليډرانو په څير ئې سياست ته په دين باندې ترجيح نۀ ورکوله. په دې معنى چې دوخت له غوښتنو سره سم به کله سلفيان شول، کله به شيعه شول او کله به حنفيان هم شول، مګر مولوى خالص دسوچه اسلامى سياست څښتن ؤ، هغه په خپل سياسى دريځ کښې په هيڅ قيمت او له هيچا سره هم معامله نۀ کوله، هغه په افغانستان کښې دسوچه اسلامى نظام دقيام پلوى ؤ، هغه داهم نۀ غوښتل چې پخپله دې يعنې مولوى صيب خالص دې هرومره واکمن شى څو اسلامى سياست حاکم وګرځى، بلکې دهغه په اند هر څوک چې وى دۀ ته قبول دے، خو په دې شرط چې په هيواد کښې سياسى نظام قائم کړى او دمولوى خالص دغه درې ګونې جهادى اهداف پلى کړى:١- دباديانته مشرانو په صلاح مشورې به داسلامى دولت مشر ټاکلے شى٢- ددولت اساسى قانون به قران او حديث وى.٣- اسلامى دولت مکملف دے چې په هيواد کښې به شرعى حجاب پلے کوى، ٤- اسلامى جهاد ته به دوام ورکوى ٥- مرتد شوؤ عناصرو ته به شرعى مجازات ورکوى.دغه راز مولوى صيب چې څومره ماته معلومه ده دسياست او دولت ګټلو په خاطر ئې خپل فقهى مسلک او سياست هم نۀ دے بدل کړے. ماته ښۀ په ياد دى کله چې په 1380هـ ش کال کښې دليندۍ په ديرشمه نيټه چې د1991 م کال ددسمبر له شلمې نيټې سره سمون خورى داستاد سياف داتحاد اسلامى او دمولوى صيب محمد يونس خالص دګوند ترمنځ دننګرهار په کچه ديو والى په مسئله دننګرهار په ګوړوکو کښې داستاد سياف دشمشاد په جهادى غونډه کښې ددوؤ تنظيونو ترمنځ غونډه وه. زۀ په هغه وخت کښې ددعوت او جهاد په پوهنتون کښې استاد ؤم په کدر علمى کښې دشمول په اړوند له الحاج سيد محمد حنيف سره چې داستاد سياف دګوند دلوګر ولايت جهادى امير ؤ اؤ داستاد سياف داجرايه شورا مهم غړے هم ؤ.لاړم شمشاد ته چې ورسيدو مولوى صيب هم له خپلو جهادى قوماندانانو او دخپل ګوند داجرايه شورا له غړو سره هلته راغے. ددواړو لورو ترمنځ غونډه پيل شوه. دغونډې دجريان په مهال دماسپښين دنمانځه وخت شو. دجمعې مبارکه ورځ وه دنمانځه دپاره تيارے ونيول شو. دسلو کسانو په خواؤشا کښې وګړى موجود ؤ. مولوى صيب خالص دامامت دپاره وړاندې شو. ماته ئې مخ راواړولو او په خندا کښې ئې راته ووئيل: زمونږ داحنافو په نيز په کليو او بانډو کښې دجمعې نمونځ ، دجمعې دوجوب او ادا دشرطونو نه موجوديت له امله فرض نۀ دے، له همدې کبله نن هم مونږ دماسپښين نمونځ کوؤ، نۀ دجمعې نمونځ، ما ورته ووئيل: مولوى صيب سمه ده ، مونږ هم دغه مسئله ستافتوا ته سپارو. مونږ ګردو دماسپښين نمونځ ورپسې ادا کړو. مګر هيچا به دا نۀ وى اوريدلى چې مولوى صيب محمد يونس خالص په نورو اسلامى فقهى مسلکونو نيوکه کړې وى يا ئې کوم متعصبانه غبرګون ښودلے دے. ځکه چې مولوى صيب محمد يونس خالص يو روڼ اندى عبقرى عالم ؤ او په ګردودينى مسائلو کښې دحق تابع ؤ. مولوى صيب محمد يونس خالص ددولت درئيس په ټاکلو کښې له عمومى انتخاباتو او ټول ټاکنو سره شديد مخالف ؤ. چې له هم دې امله په 1361 ل کال کښې کله چې داوه ګونې اتحاد په شورا کښې داسلامى دولت درئيس دانتخاباتو موضوع مطرح کړے شوه. مولوى صيب خالص دخپل ګوند فقها او علماؤ ته امر وکړو چې په اړونده موضوع کښې داسلامى شريعت په رڼا کښې شرعى فتوا صادره کړى. هغوى هم غونډه وکړه او دامام الحرمين جوينى الشافعى(عبدالمالک بن ابى محمد) متوفى 478 هـ په کتاب کښې غياث الامم استدلال کړے دے. چې درئيس ددولت دپاره عمومى ټولټاکنې شرعى صبغه نۀ لرى، بلکې ددولت رئيس بايد داهل حل و عقددغونډې له لارې وټاکلے شى. داسې عقد او حل، چې غړى ئې دينى عالمان وى، دويم عادل وى ، يعنى دکبايرو مرتکب شوے نۀ وى، دريم نارينه وى، څلورم متقى وى، پينځم دتدبير ځواک لرونکے وى او بيا داهل حل و عقد دشورا دګردو غړو حضور هم شرط نۀ دے لکه چې امام الحرمين وئيلى دى.
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق